زبور ۹۲
۹۲
دوه نوییم زبور
د ثنا او صفت سندره
(زبور او د سبت د ورځې دپاره یوه سندره)
1 څومره ښه ده ای څښتنه چې مونږ ستا شکر ادا کړو
خدای تعالی چې صفت وکړو ستا د نوم مونږ په سندرو کې
2 چې هر سهار د ستا تلپاتې مینه
او هره شپه کړو بیان ستا وفا
3 د چنګ د ساز په غږولو سره
او په نغمو د رباب
4 خوشحاله کړی یمه ستا کارونو ای څښتنه
د خوشحالۍ سندرې وایمه زه ستا د کارنامو په خاطر
5 کارنامې دي څومره لویې ستا څښتنه
څومره ژور دي ستا فکرونه!
6 بې عقله خلک یې درک کولای نه شي
او ساده ګان یې نه پوهیږي په معنی باندې
7 بد عمله که راشنه لکه واښه شي
ټول بدکاران شي نېکبخته
خو په پای کې به تباه شي تل دپاره
8 خو ای څښتنه، ته تل ترتله یې اوچت په ټولو
9 ای څښتنه، دښمنان ستا
هو، دښمنان به دې هلاک شي
خواره واره به بدکاران شي ټول
10 د وحشي غویي په شان
دې هسک کړي دي زما د قوت ښکرونه
په تازه تېلو دې غوړ کړی یمه
11 لیدلې ماتې مې د خپلو دښمنانو ده په خپلو سترګو
په غوږو خپلو مې د هغو بدکارانو اورېدلې چیغې
چې یې په ما باندې کول بریدونه
12 نېکان اباد به شي او لوی به شي د ونې د خرما په شان
هم به شي غټ لکه د سبر د لبنان په شان
13 په څېر د ونو کرل شویو د څښتن د کور دي
دوی به زمونږ د خدای د کور په حوېلیو کې
اباد او لوی شي
14 په زاړه عمر کې هم مېوه نیسي دوی
او تل تازه او شنه وي
15 دا هرڅه ښایي چې عادل دی څښتن
هغه ساتونکی دی زما
بې انصافي هغه کې هېڅ نشته
Currently Selected:
زبور ۹۲: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.