زبور ۹۰
۹۰
څلورم کتاب
(زبور ۹۰ - ۱۰۶)
نوییم زبور
خدای او فاني انسان
(د خدای د نبي موسی دعا)
1 تل پناه ځای یې زمونږ د ټولو نسلو ای څښتنه
2 مخکې له دې نه چې ته غرونه او یا ځمکه
او نړۍ پیدا کړې
ته له ازله تر ابده خدای یې
3 ته انسان بېرته ورولې خاورو ته، وایې ورته:
«خاورو ته ستون شه ای فاني انسانه»
4 ستا په نظر کې زر کلونه داسې ښکاري
لکه یوه ورځ د پرون ورځې په شان
چې تېره شوې وي او یا لکه د شپې د پهرې وار
5 ته ناڅاپه انسانان له منځه وړې
د هغوی عمر لنډ وي لکه د خوب په شان
یا د هغو واښو په شان چې ځي له منځه زر
6 چې راشنه کیږي په سهار کې او غټیږي هم
بیا مړاوي کیږي په ماښام کې او وچیږي هم
7 بربادوي مونږ ستا قهر
سخت وېروي مونږه ستا غضب
8 تا خپلې مخې ته دي ایښي ګناهونه زمونږه
پټ ګناهونه زمونږ ښکاره دي تاته
9 عمر تېریږي زمونږ ستا په غضب کې
په اوسېلو کې مو ژوند پای مومي
10 زمونږه عمر به اویا کاله وي
او یا اتیا د ښې روغتیا په سبب
خو هغه ټول د کړاوونو او دردونو سره
مونږ فنا کېږو هغه زر تېریږي
11 څوک ستا د قهر په قوت پوهیږي؟
څوک ستا په غضب پوهیږي او وېریږي ترې؟
ځکه چې ستا نه باید ووېریږي
12 کړه مو ته پوه چې څومره عمر لرو
ترڅو شو مونږه هوښیار
13 ای څښتنه، وي به ستا قهر تر کومه؟
بس کړه، په خپلو خادمانو دې زړه وسوځه!
14 ستا په تلپاتې مینه هر سهار ماړه کړه مونږه
ترڅو خپل ټول عمر کړو تېر
په خوشحالۍ او په سندرو باندې
15 اوس مونږ ته دومره خوشحالي راکړه
لکه راکړي کړاوونه دې وو څومره ورځې
څومره کلونه چې راکړې دې وې مونږ ته ستونزې
16 پرېږده چې وویني ستا بندګان ستا زورور کارونه
او اولاده زمونږه وګوري دا ستا لویي
17 ای زمونږ څښتنه خدایه
وي ستا ښېګڼې دې زمونږه سره
ټولو کارونو کې بریا راکړه
هو، مونږ ته بریا راکړه
Currently Selected:
زبور ۹۰: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.