زبور ۸۸
۸۸
اته اتیایم زبور
د مرستې دپاره زاري
(یوه سندره او هم د قورح د طایفې زبور. د سرود ویونکو د مشر دپاره: د مهلات لعنوت له مخې د هیمان ازراحي زبور)
1 ای څښتن خدایه خلاصوونکیه زما
ټوله ورځ تاته زاري کړم
د شپې ستا حضور ته ژاړم
2 کړه قبوله زما دعا
غوږ مې ونیسه زاریو ته!
3 ډېر تکلیفونه دي راغلي په ما
زه یم ګور ته نژدې شوی
4 خلک وایي راته داسې
یې ولاړ د ګور په غاړه
او زه یم کمزوری شوی
5 زه په مړو کې حساب یم
د وژل شویو په شان
چې وي پراته قبر کې
لکه هغوی چې تا هېر کړي
او نور ورسره نه کړې مرسته
6 زه دې په کنده کې د قبر غورځولی یمه
تورې تیارې او ژور ځای کې اچولی یمه
7 دا ستا غضب راباندې دروند پروت دی
ټولو څپو ستا لاندې کړی یمه
8 زما نه لېرې کړل دوستان دې زما
د کرکې وړ دې کړم نظر کې د دوی
داسې راګېر یم چې د تېښتې لاره نه لرمه
9 کمزورې شوې مې دي سترګې له ډېره غمه څخه
څښتنه هره ورځ زاري کړم تاته
پورته کوم درته لاسونه د دعا دپاره
10 ایا ته کړې معجزې مړو دپاره؟
ایا مړي پورته کیږي ستا ثنا ته؟
11 ایا په قبر کې کېدای شي بیان
ستا د تلپاتې مینې؟
او یا بیان ستا د وفا د تباهۍ کنده کې؟
12 ایا ښکاریږي معجزې دې په تیاره مکان کې
او یا ستا نېکي د هېرېدو په ځای کې؟
13 خو ای څښتنه، کړم زاري د مرستې تاته
او هر سهار دعا ستا حضور ته
14 ما ردوې ولې څښتنه؟
زما نه ولې پټوې خپل مخ؟
15 له هغه وخته چې لا ځوان ومه زه
ومه اخته په کړاوونو او نژدې وم مرګ ته
په سبب دې د کارونو وېروونکو
زه بې وسه یمه
16 سخت غضب دې کړمه غرق
ستا بریدونو وېروونکو تباه کړی یمه
17 لکه سېلاب په شان راتاو وي رانه ټوله ورځ
راګېروي مې د هر لوري څخه
18 راڅخه لېرې دې خپلوان او هم دوستان کړل زما
یوازې مل ده راسره تیاره
Currently Selected:
زبور ۸۸: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.