زبور ۸۶
۸۶
شپږ اتیایم زبور
د ژغورنې دپاره دعا
(د داود دعا)
1 ای څښتنه سوال مې واوره او قبول یې کړه
ځکه چې زه یمه کمزوری حاجتمند یمه زه
2 له مرګ مې وساته ته ځکه چې یمه وفادار تاته
ای زما خدایه، ته مې وژغوره
ځکه چې زه ستا خدمتګار یم او په تا باندې باور لرمه
3 ای څښتنه، په ما رحم وکړه
ځکه تاته کړم فریاد ټوله ورځ
4 خپل خادم دې کړه خوشحاله
ځکه ستا درګاه ته زه دعا کومه
5 ای څښتنه نېک یې ته بخښونکی یې
د هغه چا سره کوې مینه تلپاتې
چې کړي سوال درڅخه
6 ای څښتنه واوره ته دعا زما
زما د مرستې زارۍ واوره
7 زه فریاد کومه تاته سخته ورځ کې
ځکه چې ته مې دعاګانو ته ځواب ورکوې
8 ای څښتنه بل څوک نشته ستا په مثل معبودانو د دنیا کې
تا چې کړي کوم کارونه بل څوک نه یې شي کولای
9 چې پیدا کړي دي تا ټول قومونه
تاته به راشي او سجده به وکړي
او هم به ستا نوم ته جلال ورکړي
10 دا چې ته لوی او کوې ته عجیبه کارونه
نو همدا ته یوازېنی خدای یې
11 ای څښتنه وښایه ماته دې ته خپله لاره
چې زه د ستا رښتینولۍ کې قدم پورته کړمه
او داسې زړه راکړه چې وېره وکړمه ستا له نومه
12 ای څښتنه، ای زما خدایه
د زړه له کومي به کړم ستا صفت
د تل دپاره به ستا نوم ته زه جلال ورکوم
13 ځکه چې ستا مینه ده عظیمه ماته
د قبر تل نه دې ژغورلی یم زه
14 ای خدایه، په ما حمله کوي مغروره خلک
یوه ظالمه ډله هڅه کړي چې ومې وژني
هماغه ډله ده چې نه لري د ستا پروا
15 خو ای څښتنه، ته رحیم او مهربانه خدای یې
نه په قهرېږې زر ته ډېره مینه او وفا کوې
16 ای څښتنه نظر وکړه زما په لوري په ما رحم وکړه
خپل ځواک دې راکړه او ما وژغوره
داسې خدمت دې زه کومه چې مې مور کړی دی
17 راته دې نښه د نېکۍ وښایه ای څښتنه
ما سره مرسته وکړه ماته تسلي راکړه
وبه شرمیږي دښمنان زما چې وویني دا
Currently Selected:
زبور ۸۶: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.