YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۱۲۸

۱۲۸
یوسلو اته ویشتم زبور
د څښتن څخه د اطاعت کولو اجر
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)
1 بختور دي هغه خلک چې وېریږي له څښتنه
او څوک چې روان وي د هغه په لاره
2 ستاسو کار به کړي پوره ضرورتونه ستاسو
اوسئ خوشحاله او نېکمرغه به یئ
3 ستا ښځه به ستا کور کې وي
لکه د مېوه دارو انګورو د تاک په شان
او ستا اولادونه به وي د زیتون د ونو په شان
وي به راتاو په دسترخوان د ستا
4 هغه خلک به بختور وي
چې کوي وېره له څښتنه څخه
5 له صهیونه دې څښتن برکت درکړي درته
چې په ټول ژوند کې دې ته وینې اورشلیم اباد
6 او تر هغې دې یې ژوندی چې دې لمسیان ووینې
سلامتي دې وي په اسراییلو باندې!

Currently Selected:

زبور ۱۲۸: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in