YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۱۲۶

۱۲۶
یوسلو شپږویشتم زبور
د اسیرتوب څخه وروسته د خوشبختۍ دپاره دعا
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)
1 کله چې بېرته څښتن راوستلو مونږه
اورشلیم ته له اسارته څخه
معلومېده داسې چې مونږ لیدلی دی کوم خوب
2 څومره مونږ وخندل
او د خوشحالۍ نه مونږ ووهلې چیغې
بیا نورو قومونو داسې وویل زمونږ په هکله
څه عجیبه کارونه وکړل څښتن هغوی ته
3 په رښتیا چې څښتن وکړل مونږ ته عجیبه کارونه
څومره خوشحاله وو مونږ
4 مونږه څښتنه یوځل بیا خوشبخت کړه
لکه باران چې بېرته راولي اوبه وچو سیندونو ته
5 څوک چې په خپلو اوښکو کښت کوي
د خوشحالۍ په چیغو به هغه لو کاندي
6 څوک چې وځي په ژړا دباندې
او هغه وړي تخم د کښت دپاره
بېرته به راوړي خپل حاصل د خوشحالۍ په چیغو

Currently Selected:

زبور ۱۲۶: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in