YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۱۲۱

۱۲۱
یوسلو یوویشتم زبور
څښتن زما ساتونکی
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)
1 سترګې مې غرونو ته نیولې دي
ماته له کوم ځایه به مرسته راځي؟
2 ما سره کیږي مرسته د څښتن له خوا نه
چا چې جوړ کړي اسمان او ځمکه
3 تا به پرېنږدي چې وښویېږې
د ستا ساتونکی بېداره پاتې کیږي
4 په رښتیا څوک چې ساتونکی دی د اسراییلو
بېداره پاتې کیږي او هېڅکله نه ویده کیږي
5 څښتن ساتونکی دی ستا
څښتن د سیوري په شان تا سره دی
6 نه به لمر د ورځې تاته کوم زیان رسوي
او نه سپوږمۍ په شپه کې
7 تا به څښتن له هر ضرره ساتي
او تا به خوندي ساتي
8 په تلو راتللو کې به دې ساتي څښتن
له همدا اوس نه تر ابده پورې

Currently Selected:

زبور ۱۲۱: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in