زبور ۱۱۹
۱۱۹
یوسلو نولسم زبور
د خدای په کلام کې تسلي او رڼا
د څښتن په حکمونو عمل کول د برکت لاره ده
1 بختور دي هغه خلک چې ژوندون یې دی بې عیبه
چې تېروي خپل ژوند د څښتن د شریعت له مخې
2 بختور دي هغه خلک چې په حکمونو یې عمل کوي
چې څوک رجوع کوي هغه ته د زړه له کومي څخه
3 هېڅکله نه کوي بدي هغوی
هغوی روان وي د څښتن په لاره
4 خپل قوانین دې دي راکړي مونږ ته ای څښتنه
چې اطاعت یې وکړو په وفادارۍ سره
5 کاشکې چې زه وفادار واوسم
چې په قوانینو دې عمل وکړمه
6 که زه عمل وکړمه ستا ټولو حکمونو باندې
نو بیا به د شرم سره مخ نه شمه
7 څنګه چې زده کړمه رښتیني قوانین د ستا
نو په پاک زړه به دې ثنا وایمه
8 زه به ستا د قوانینو اطاعت کومه
هېڅکله پرېنږدې ما
د څښتن قانون ته غاړه ایښودل
9 څنګه کولای شي یو ځوان چې خپل ژوند پاک وساتي؟
چې وکړي ژوند ستا د کلام له مخې
10 د زړه له کومي زه کوښښ کومه
چې تاته وکړم رجوع
مه مې پرېږده چې سرکښي وکړمه
ستا له حکمونو څخه
11 ما دی ساتلی ستا کلام خپل زړه کې
ترڅو ستا په وړاندې زه ګناه ونه کړم
12 زه ستا ثنا وایمه ای څښتنه
ماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
13 بیانومه زه په لوړ اواز
ټول قوانین چې دې راکړي مونږ ته
14 زه یم خوشحاله ستا حکمونو باندې
لکه چې څنګه وي خوشحاله څوک
په مال دولت باندې
15 ستا د اصولو په باره کې زه کومه فکر
کومه غور ستا په لارښوونو باندې
16 په قوانینو دې خوشحاله یمه
نه هېروم به زه د ستا کلام
د څښتن په شریعت کې خوشحالي
17 خپل خدمتګار سره دې ښه وکړه ته
ترڅو ژوندی پاتې شم او ستا په کلام باندې عمل وکړمه
18 سترګې مې پرانیزه ته ترڅو زه وګورمه
ستا په شریعت کې عجیبه حقایق
19 زه دلته یمه بېګانه په دې دنیا کې
زما نه مه پټوه خپل حکمونه
20 زړه مې دردیږي له ارمانه سره
غواړمه پوه شم همېشه ستا قوانینو باندې
21 ته کبرجن او لعنتیان رټې
او هغه خلک چې سرکښي
ستا له حکمونو کوي
22 زما نه لېرې بې ننګي او سپکاوی کړه ته
ځکه چې زه کوم عمل ستا په حکمونو باندې
23 سره له دې چې حاکمان دي راټول شوي
او په ضد مې دسیسه جوړوي
خو ستا خدمتګار به کوي فکر
ستا په قوانینو باندې
24 ستا په حکمونو خوشحالېږمه زه
هغه زما دپاره دي راهنما
د څښتن د شریعت څخه د اطاعت کولو پرېکړه
25 زه یمه مرګ ته نژدې شوی
ما راژوندی کړه لکه څنګه چې دې کړې وعده
26 څه چې ما کړي د هغو مې درته وکړ اقرار
او تا ځواب راکړ
ماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
27 راسره مرسته وکړه چې ستا په اصولو پوه شم
نو زه به فکر کوم ستا په عجیبه کارونو
28 زما ځان ستومانه شوی دی له ډېره غمه
په خپل کلام دې ماته راکړه قوت
29 غلطو لارو نه مې وساته ته
ما سره ښه وکړه او راته رازده کړه
ته دې خپل شریعت
30 د وفا لاره خوښه کړې ده ما
ما خپل پام دی اړولی قوانینو ته ستا
31 ستا په حکمونو باندې ټینګ ولاړ یم ای څښتنه
ای څښتنه، مه مې پرېږده چې وشرمېږمه زه
32 زه به په شوق سره کومه اطاعت
ستا له حکمونو څخه
ځکه چې ته به راکړې زیاته پوهه
د پوهې په خاطر دعا
33 ماته راوښایه څښتنه، ته معنی د قوانینو خپلو
زه تر اخره به هغو باندې عمل کومه
34 ماته پوهه راکړه په خپل شریعت باندې
زه به یې کوم اطاعت
زه به عمل کوم هغه باندې د زړه له کومي
35 ما روان کړه ته د خپلو حکمونو په لار
ځکه زه مومم خپله خوشحالي هغو کې
36 ما سره شوق کړه راپیدا چې اطاعت وکړمه
ستا د حکمونو څخه
نه چې دولت وګټم
37 نظر مې واړوه ته خوشې شیانو څخه
ماته ژوند راکړه په خپلو لارو دې
38 پوره کړه خپله وعده خپل خدمتګار سره
هغه وعده چې تا ده کړې هغو خلکو سره
چې کوي وېره له تا
39 ته مې له هغې رسوایۍ وساته
چې ترې وېرېږمه زه
ځکه چې ستا قضاوتونه ښه دي
40 څومره ارمان لرمه چې اطاعت وکړمه
ستا له اصولو څخه
نوی ژوند راکړه ماته، ځکه چې ته یې عادل
د څښتن په شریعت باندې باور
41 ماته دې راکړه خپله تلپاتې مینه ای څښتنه
او راکړه خلاصون لکه چې څنګه دې وعده کړې ده
42 نو بیا به زه ورکړم ځواب هغوی ته
چې سپکاوی مې کوي
ځکه چې زه کوم باور ستا په کلام باندې
43 ماته توان راکړه چې وکړم همېشه د حقیقت خبرې
ځکه چې ستا په قوانینو زه باور لرمه
44 زه همېشه به اطاعت ستا د شریعت کومه
تر ابده او ابده پورې
45 زه به کامله ازادۍ کې خپل ژوندون تېروم
ځکه کوښښ مې کړی چې عمل وکړمه
ستا په اصولو باندې
46 زه به اعلان کړم ستا حکمونه پاچاهانو ته
او زه به نه شرمېږم
47 ستا په حکمونو زه خوشحاله یمه
ځکه چې خوښ دي زما
48 ستا حکمونه مې خوښیږي او عزت یې کوم
ستا قوانینو باندې غور کوم
49 در په یاده کړه هغه وعده
چې دې کړې وه د خپل خادم سره
ځکه چې ماته یې امید راکړی
50 حتی په سخته کې مې وشي تسلي
ځکه وعده دې ماته ژوند راکوي
51 کبرجن خلک په ما ډېرې ملنډې وهي
خو ستا له شریعته زه مخ نه اړوم
52 راته په یاد دي له پخوا نه قوانین د ستا
زما کیږي تسلي په هغو ای څښتنه
53 زه ډېر په قهر یم په بدکاره خلکو
ځکه چې دوی ستا شریعت ماتوي
54 په هرځای کې چې اوسېږمه زه
زه جوړوم سندرې ستا د قوانینو په هکله
55 زه یادومه د شپې ستا نوم څښتنه
او ستا په شریعت باندې عمل کومه
56 دا ؤ عادت زما چې عمل وکړمه زه
ستا په اصولو باندې
د څښتن شریعت ته وقف کېدنه
57 ته زما هرڅه یې ای څښتنه
دا مې وعده ده چې عمل به کوم
ستا په کلام باندې
58 د زړه له کومي تاته سوال کومه
چې په ما رحم وکړې
لکه چې څنګه دې وعده کړې ده
59 د خپل کړو وړو په هکله فکر کوم
او دا مې وعده ده چې پیروي به کوم
ستا له حکمونو څخه
60 زه به په بیړه او بې له ځنډه
عمل کوم ستا په حکمونو باندې
61 بدکاره خلکو راته ایښی دی دام
خو هېر به نه کړمه د ستا شریعت
62 په نیمه شپه کې راپاڅېږمه زه
چې ستا ثنا ووایم
ځکه چې ته قضاوتونه په انصاف کوې
63 زه ملګری د هغو یم چې وېریږي له تا
د هغو ټولو خلکو چې دې عمل په اصولو کوي
64 دنیا ده ډکه ستا له تلپاتې مینې ای څښتنه
ماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
د څښتن د شریعت ارزښت
65 خپله وعده باندې ولاړ یې ای څښتنه
خپل خدمتګار سره دې ښه کوې ته
66 ماته ښه حکمت او پوهه راکړه
ځکه چې زه کوم باور ستا په حکمونو باندې
67 مخکې له دې چې مصیبت ووینم
بې لارې شوی وم زه
خو اوس ستا په کلام باندې عمل کوم زه
68 ته نېک یې او نېک کارونه کوې
ماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
69 مغروره خلک وایي دروغ زما په هکله
خو د زړه له کومي اطاعت ستا د اصولو کوم
70 دغه دروغجن خلک شعور نه لري
خو ستا په شریعت باندې خوشحاله یمه
71 ښه وه زما دپاره چې په تکلیف شوم
ځکه سبب شو د دې چې ستا قوانین زده کړم
72 هغه شریعت چې تا راکړی
ډېر قیمتي دی ماته
له ډېرو سرو او سپینو زرو
د څښتن د شریعت عدالت
73 تا زه جوړ کړی یم په خپلو لاسو
او پیدا کړی دې یم
ته راته راکړه پوهه ترڅو زه زده کړمه حکمونه د ستا
74 څوک چې وېریږي له تا شي به خوشحاله په لیدلو زما
ځکه چې زه ستا په کلام باندې باور لرمه
75 په دې پوهېږمه څښتنه چې قضاوت کوې په عدل سره
او ته په حقه یې چې را دې کړه سزا ماته
76 لکه چې څنګه دې وعده کړې ده
خپل خدمتګار سره
ماته دې راکړي تسلي ستا تلپاتې مینه
77 په ما رحم وکړه چې زه ژوندی اوسم
ستا په شریعت کې خوشحالي ده زما
78 ودې شرمیږي مغرور خلک
چې په دروغو په ما تور لګوي
خو زه به غور کوم ستا په اصولو باندې
79 څوک چې کړي وېره له تا بېرته دې راشي ماته
هغه خلک چې پوهیږي ستا حکمونو باندې
80 پرېږده چې وکړم اطاعت په پوره توګه
ستا له قوانینو څخه
بیا به زه هېڅکله خجل نه شم
د ژوندون دپاره دعا
81 ستومانه شوی یمه ای څښتنه له انتظاره
چې خلاصون راکړې ته
ستا په کلام باندې باور لرمه
82 ستا د وعدې په انتظار مې سترګې ستړې شولې
او پوښتنه کوم: «کله به ماته تسلي راکوې؟»
83 زه یم وچ شوی د هغه مشک په شان
چې وي وهلی لوګي
خو ما هېر کړي نه دي ستا قوانین
84 ستا خدمتګار به انتظار وباسي تر کومه پورې؟
ته به کله هغو خلکو ته سزا ورکوې
چې ما ځوروي؟
85 هغه مغرور خلک چې نافرماني کوي
ستا له شریعته څخه
کندې وباسي ماته
چې مې په لومه کې راګېر کاندي
86 ستا ټول حکمونه د باور وړ دي
ما سره مرسته وکړه
ځکه چې خلک مې ځوروي ناحقه
87 دې ته نژدې وم چې مې کړي ورک
د ځمکې له مخه
خو ما پرېنښودل ستا اصول
88 د خپلې مینې په خاطر دې ما ژوندی وساته
ترڅو زه وکړمه عمل ستا په حکمونو باندې
د څښتن په شریعت باندې ایمان لرل
89 ابدي دی ستا کلام څښتنه
دی په اسمان کې قایم
90 وفاداري ستا دوام مومي ټولو نسلونو پورې
تا راپیدا کړه ځمکه او وي به ټینګه تل دپاره
91 ستا په حکم ټول شیان دي
تر نن ورځې پورې پاتې
ځکه چې ټول ستا په خدمت کې دي
92 که خوشحالي مې ستا شریعت کې نه وای
نو له دردونو نه مړ شوی به وای
93 زه به هېڅکله ستا اصول هېر نه کړم
ځکه ژوندی دې یم ساتلی په هغو باندې
94 زه د ستا یم ومې ژغوره
ځکه کوښښ مې کړی
چې عمل ستا په اصولو وکړم
95 بدکاره خلک انتظار وباسي چې ومې وژني
خو زه به ستا په حکمونو باندې غور کوم
96 په دې پوهېږم چې هر شی لري حد
خو ستا حکمونه هېڅ کوم حد نه لري
د څښتن د شریعت سره مینه
97 زه څومره مینه کوم ستا د شریعت سره
زه ټوله ورځ کومه فکر د هغه په هکله
98 هوښیاروي مې ستا حکمونه
له دښمنه مې زیات
ځکه چې ما سره همېش وي هغه
99 زه له خپلو ټولو استاذانو زیات پوهېږم
ځکه چې غور کوم ستا په حکمونو باندې
100 زه له مشرانو څخه زیات پوهېږم
ځکه چې کړمه عمل ستا په اصولو باندې
101 د بدو لارو مې ساتلي قدمونه خپل
ځکه زه غواړم عمل وکړم ستا په کلام باندې
102 ستا قوانین مې له نظره غورځولي نه دي
ځکه چې تا راته زده کړي هغه
103 دا ستا کلام دی څومره خوږ ماته
حتی د شاتو نه هم زیات خوږ دی
104 حاصلومه زه حکمت ستا له اصولو څخه
نو زه نفرت کومه له ټولو بدو لارو
رڼا د څښتن له شریعت څخه
105 دا ستا کلام دی څراغ زما د پښو دپاره
او ده رڼا زما د لارو
106 ما خوړلی دی قسم او ورباندې ټینګ ولاړ یم
چې عمل وکړمه زه ستا په عادلانه قوانینو
107 زما دردونه او سختۍ دي ای څښتنه
په رښتیا ډېر زیات
لکه چې څنګه دې وعده کړې ده
ما ژوندی وساته
108 د شکرګزارۍ دعا قبوله کړه زما څښتنه
ماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
109 زه اچوم خپل ژوند خطر کې همېش
خو نه هېروم به زه شریعت د ستا
110 بدکاره خلکو راته دام ایښی دی
خو سرکښي مې کړې نه ده ستا له قوانینو څخه
111 ستا حکمونه دي زما دپاره ابدي شتمني
خوشحالیږي زما زړه ورباندې
112 ما پرېکړه کړې ده چې به د مرګ تر ورځې
ستا د قوانینو اطاعت کومه
د څښتن په شریعت کې خوندیتوب
113 زه له دوه مخي سړي کرکه کوم
خو ستا د شریعت سره زه مینه کوم
114 ته پناه ځای یې زما او زما سپر یې
ستا په کلام باندې باور لرمه
115 ای ګناهکارو خلکو، له ما نه لېرې شئ
ترڅو د خپل خدای په حکمونو زه عمل وکړمه
116 لکه چې څنګه دې وعده کړې ده
ماته قوت راکړه ترڅو ژوندی پاتې شم
په مایوسۍ کې مې د شرم سره مخ نه کړې
117 ملاتړ مې وکړه او زه به اوسم خوندي
نو زه به همېش ستا په قوانینو باندې غور کوم
118 ته رد کوې هغه خلک
چې اطاعت نه کوي ستا له قوانینو څخه
دي باطلې د هغوی هغه نقشې چې غولوونکې دي
119 ټول بدعمله د دنیا ته غورځوې
لکه خزلو په شان
نو ځکه زه خوښوم ستا حکمونه
120 ستا له وېرې مې بدن رپیږي
له قضاوتونو دې وېرېږمه زه
د څښتن له شریعت څخه اطاعت
121 ما باانصافه او ښه کارونه کړي
خپل دښمنانو ته مې مه پرېږده ته
122 وکړه وعده راسره چې
خپل خادم سره به مرسته کوې
مغروره خلک مه پرېږده چې په ما ظلم وکړي
123 ستا د نجات په انتظار مې سترګې ستړې شولې
د کوم خلاصون دپاره چې دې وعده کړې ده
124 د خپلې مینې مطابق راسره وکړه رفتار
ماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
125 زه ستا خادم یم ماته پوهه راکړه
ترڅو زه پوه شم ستا په حکمونو باندې
126 ای څښتنه، د دې وخت راغلی
چې ته عمل وکړې
ځکه چې خلکو سرکښي کړې ده
ستا له شریعته څخه
127 نو ځکه د سرو زرو نه هم زیات
زما خوښیږي ستا حکمونه
هم زیات له ډېرې ښې طلا نه
128 نو زه ستا ټول اصول سم ګڼمه
نفرت کوم له غولوونکو لارو
د څښتن د شریعت څخه د تابعدارۍ شوق
129 ډېر عجیبه دي حکمونه ستا
نو ځکه زه ورباندې کومه عمل
130 بیانول ستا د کلام
روښانوي د انسانانو ذهن
او ورکوي پوهه ساده ګانو ته
131 ستا د حکمونو دومره تږی یمه
خوله مې خلاصه ده نیولې او ارمانجن یمه زه
132 ماته وګوره او رحم په ما وکړه
لکه چې څنګه یې کوې په هغو خلکو باندې
چې کوي مینه ستا له نوم سره
133 زما قدمونه کړه ټینګ ستا د کلام په لاره
مه مې پرېږده چې غالبه شي ګناه په ما
134 چې په ما ظلم کوي
د هغو خلکو نه مې خلاص کړه ته
ترڅو زه وکړای شم عمل ستا اصولو باندې
135 په ورین تندي وګوره خپل خدمتګار ته
ماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
136 اوښکې بهیږي زما له سترګو څخه لکه ویالو په شان
ځکه چې خلک ستا په شریعت باندې عمل نه کوي
د څښتن د شریعت عدالت
137 ته عادل یې ای څښتنه
او ستا قضاوتونه دي ولاړ په عدل
138 هغه شریعت چې ټاکلی دی تا
عادلانه دی او بیخي سم دی
139 زما غیرت زما بدن سوځوي
ځکه چې زما دښمنانو ستا کلام هېر کړی
140 یقیني ده څومره ستا وعده
زه ستا خدمتګار ورسره مینه کوم
141 زه هېڅ شی نه یم او سپکاوی مې کیږي
خو نه هېرومه اصولونه د ستا
142 ستا عدالت دی ابدي
او ستا شریعت دی همېشه رښتینی
143 په ما راغلې پرېشاني او تکلیف
خو زه خوشحاله یمه ستا له حکمونو څخه
144 د ستا حکمونه عادلانه دي همېش
ته پوهه راکړه چې ژوندی پاتې شم
د شریرانو څخه د خلاصون دپاره دعا
145 د زړه له کومي درته کومه فریاد
ځواب راکړه ای څښتنه
او زه به وکړمه عمل ستا په قوانینو باندې
146 تاته فریاد کومه وژغوره ما
او زه به کومه عمل په حکمونو د ستا
147 زه راپاڅېږم لمرخاته نه مخکې
او ستا د کومک دپاره کړمه فریاد
ستا په کلام کې زما هیلې نغښتې
148 ټوله شپه ویښ پروت یمه
چې ستا د وعدو په هکله غور وکړم
149 د خپلې مینې په خاطر زما دعا واوره
ای څښتنه، د خپل انصاف له مخې وساته ژوند زما
150 رانژدې شوي هغه خلک راته
چې دي روان په شرارت پسې
یعنې هغوی چې دي لېرې ستا شریعت نه
151 خو ته نژدې یې راته ای څښتنه
او ټول حکمونه دي رښتیني د ستا
152 د ډېر پخوا نه مې زده کړي دي
ستا د حکمونو څخه
چې قایم کړي تا ابدي دي هغه
د مرستې دپاره زارۍ
153 زما دردونه او سختۍ وګوره
ماته خلاصون راکړه
ځکه شریعت دې ما هېر کړی نه دی
154 زما د حق نه دفاع وکړه او ازاد مې کړه
ماته نجات راکړه لکه چې څنګه دې وعده کړې ده
155 بدکاره خلک به خلاصون نه مومي
ځکه چې ستا د قوانینو اطاعت نه کوي
156 ای څښتنه، ستا رحمت ډېر لوی دی
د خپل انصاف له مخې وژغوره ژوند زما
157 ډېر دښمنان دي زما چې ځوروي هغوی ما
خو ګرځېدلی نه یم ستا له حکمونو څخه
158 کله چې ګورمه زه دغو خاینانو ته
نو د هغو نه مې نفرت راشي
ځکه چې نه کوي عمل ستا په کلام باندې
159 ګوره څښتنه، څومره مینه کوم
ستا له اصولو سره
مینه دې هېڅکله بدلیږي نه
نو زما ژوند وژغوره
160 دی رښتینی ستا ټول کلام
عادلانه او ابدي دي
ټول قضاوتونه ستا
د څښتن شریعت ته وقف کېدل
161 ما بې سببه ځوروي دا د قدرت خاوندان
خو زه درناوی ستا د کلام کومه
162 ستا په وعدو داسې خوشحاله یمه
لکه څوک چې خزانه پیدا کړي
163 زه د دروغو څخه کرکه کوم او بد وړمه
خو ستا د شریعت سره زه مینه کوم
164 هره ورځ اووه ځلې ثنا دې وایم
ځکه چې دي عادلانه قضاوتونه د ستا
165 هغوی چې مینه کوي ستا له شریعته سره
دي برخمن له پوره امن څخه
هېڅ داسې شی نشته چې دوی راوغورځوي
166 ستا د خلاصون په انتظار یمه زه ای څښتنه
کړمه عمل ستا په حکمونو باندې
167 زه اطاعت ستا د حکمونو کوم
ځکه چې زه ورسره لرمه ډېره مینه
168 ستا په اصولو او حکمونو زه عمل کومه
ځکه چې زما ټولو کارونو نه خبر یې ته
د څښتن د شریعت سره مینه
169 زما د مرستې فریادونه
دې ای څښتنه تاته درورسیږي
خپلې وعدې سره دې سم ماته پوهه راکړه
170 زما زاري دې تاته درورسیږي
خپلې وعدې سره دې سم ماته نجات راکړه
171 زما په ژبه به وي ستا ثنا او صفت
ځکه چې ماته زده کوې خپل قوانین
172 زه به سندره وایم ستا د کلام په هکله
ځکه چې دي عادلانه ټول حکمونه ستا
173 ماته لاس د مرستې راکړه
ځکه چې ما دا غوره کړې
چې پیروي کومه ستا له اصولو څخه
174 زه په ارمان ستا د نجات یمه ای څښتنه
ستا په شریعت کې خوشحالي ده زما
175 ژوندی مې پرېږده چې ثنا دې وایم
ستا قوانین دې زما مرسته وکړي
176 لکه ورک شوی پسه زه سرګردانه یمه
راشه او ولټوه خپل خدمتګار
ځکه چې ما هېر کړي نه دي حکمونه ستا
Currently Selected:
زبور ۱۱۹: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.