Bible App logo
Search Icon

زبور ۱۱۳

۱۱۳
یوسلو دیارلسم زبور
د څښتن د مهربانۍ ثنا او صفت
1 د څښتن ثنا او صفت وکړئ!
ای بندګانو د څښتن، د هغه ثنا او صفت وکړئ
ثنا او صفت وکړئ د هغه د نامه
2 وي دې ثنا او صفت د څښتن د نامه
له همدا اوس نه تر ابده پورې
3 د لمرخاته نه تر لمر پرېوتولو پورې
ثنا او صفت دې وشي د څښتن د نامه
4 ټولو قومونو کې اوچت دی څښتن
د هغه جلال له اسمانونو لوړ دی
5 څوک دی بل داسې زمونږ د څښتن خدای په شان
چې په اوچت ځای کې وي په تخت باندې ناست
6 خو شي راټیټ به هغه
چې اسمانونه او ځمکه وګوري؟
7 غریبان پورته کوي هغه له خاورو ځینې
او له نېستۍ نه خلاصوي محتاجان
8 کښېنوي هغوی د شاهزادګانو سره
د خپل قوم د شاهزادګانو سره
9 شنډې ښځې ته اولاد ورکوي
او خوشحالوي هغه په خپل کور کې
د څښتن ثنا او صفت وکړئ!

Currently Selected:

زبور ۱۱۳: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in