زبور ۱۰۸
۱۰۸
یوسلو اتم زبور
د دښمنانو په وړاندې د مرستې دپاره دعا
(زبور ۵۷: ۷ - ۱۱، ۶۰: ۵ - ۱۲)
(یوه سندره کومه چې د داود زبور هم دی)
1 زه په تا باندې ډاډه یمه ای خدایه
زه به وایمه سندرې او د زړه له کومي ستا صفت کومه
2 ای زما چنګه او ربابه رابېدار شئ!
زه راویښ به سباوون کړم
3 ستا نه به وکړمه مننه ای څښتنه د قومونو منځ کې
هم به ووایم ستا د ستاینې سندرې د ولسونو منځ کې
4 له اسمانونو نه ده لوړه ستا تلپاتې مینه
وفاداري دې تر فلکه رسي
5 خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندې
په ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه
6 په خپل طاقت دې مونږه وژغوره
او قبوله زما دعا کړه
ترڅو نجات ومومي هغه خلک
د هغه چا سره چې مینه کوې
7 د خپل سپېڅلي ځای نه خدای خبرې وکړې
«په خوشحالۍ به زه شکیم تقسیم کړم
او د سکوت دره به ووېشم خپل قوم باندې
8 جلعاد زما دی او منسي مې هم دی
دی افرایم مې د زغرو خولۍ
او یهودا مې شاهانه امسا ده
9 خو د موآب نه به کار واخلم د لګن په شان
خپلې څپلۍ به د ادوم په لور ګوزارې کړمه
په فلسطین باندې به چیغه د بریا وکړمه»
10 څوک به مې بوځي د برجونو ښار ته؟
څوک به مې بوځي د ادوم ښار ته؟
11 تا په رښتیا سره پرې ایښي یو مونږ؟
زمونږ د لښکرو سره نور نه ځې ته؟
12 مرسته مو وکړه د دښمن په خلاف
نه لري ګټه د انسان مرسته
13 مونږ به کامیاب شو چې خدای مل وي زمونږ
هغه سرکوب به کړي زمونږ دښمنان
Currently Selected:
زبور ۱۰۸: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.