زبور ۱۰۳
۱۰۳
یوسلو درېم زبور
د خدای مینه
(د داود زبور)
1 ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!
ای زما ټول بدنه، د هغه سپېڅلی نوم ثنا ووایه!
2 ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!
مه هېروه ټول احسانونه یې ته!
3 څوک چې ستا ټول ګناهونه بخښي
او ستا ټول رنځونه روغوي
4 څوک چې ژغوري تا له مرګه
او خپل د مینې او رحم تاج ستا په سر باندې ږدي
5 چې پوره کوي څوک ارمانونه ستا په ښو شیانو
ترڅو تازه شي د عقاب په څېر ستا ځواک او ځواني
6 څښتن کوي انصاف د ټولو مظلومانو سره
ورکوي بېرته د هغوی حقونه
7 موسی ته یې خپله اراده وښوده
د اسراییلو قوم ته یې خپلې کارنامې وښودې
8 څښتن رحیم او مهربانه دی
زر نه په قهریږي او مینه یې ډېره او تلپاتې ده
9 نه به ورکوي دوام رټلو ته
نه به خپل قهر ساتي زړه کې تل مدام
10 نه راکوي مونږ ته زمونږ د ګناهونو سره سمه سزا
نه اخلي بدله زمونږ د بدو کارو
11 لکه چې څومره دی د ځمکې نه اسمان اوچت
دومره یې مینه ده تلپاتې د هغو دپاره چې وېریږي ترې
12 څومره چې لېرې دی ختیځ له لوېدیځه څخه
دومره زمونږ نه لېرې کوي ګناهونه زمونږ
13 څومره چې پلار وي مهربان خپلو بچیو باندې
دومره څښتن وي مهربان په هغو خلکو باندې
چې کوي وېره ترې
14 هغه پوهیږي چې مونږ څنګه پیدا شوي یو
هغه ته یاد دي چې له خاورې پیدا شوي یو مونږ
15 د انسان ژوند دی د واښو په شان
چې د صحرا د ګل په شان غوړیږي
16 کله چې باد ولګي نو ځي له منځه
او بیا نه ښکاري په خپل ځای کې
17 خو د څښتن مینه د ازل نه تر ابده به وي
د هغو خلکو سره چې کوي وېره ترې
د ده نېکي به وي مدام د هغوی د نسلونو سره
18 د هغو خلکو سره چې وفادار اوسي د هغه لوظ ته
او په حکمونو یې عمل کوي په غور سره
19 څښتن خپل تخت ځای په ځای کړی په اسمان کې
او پاچاهي کوي په ټولو باندې
20 ای زورورو فرښتو
چې کړئ عمل یې په حکمونو او خبره یې اورئ
ثنا ووایئ د څښتن
21 ثنا ووایئ د څښتن ای د هغه د فرښتو ډلو
ای خادمانو د هغه چې اراده یې پوره کوئ تاسو
22 ای د څښتن ټول مخلوقه، د هغه ثنا ووایئ
ده په هر هغه ځای کې پاچاهي د هغه
ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!
Currently Selected:
زبور ۱۰۳: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.