متلونه ۹
۹
نهم فصل
د حکمت بلنه
1 حکمت د یوې ښځې په څېر خپل کور ودان کړی دی
او اووه ستنې یې توږلې او بیا یې ودرولې دی.
2 هغې د مېلمستیا دپاره غوښه تیاره کړې
او د انګورو شیره یې جوړه کړې ده
او دسترخوان یې هوار کړی دی.
3 هغې خپلې وینځې ورولېږلې
چې د ښار له لوړو ځایونو نه خپل غږ پورته کړي:
4 «هرڅوک چې ساده وي، دلته دې راشي!»
او بیا ناپوهه خلکو ته وایي:
5 «راشئ! زما ډوډۍ وخورئ
او لږه د انګورو شیره وڅښئ کوم چې ما جوړه کړې ده.
6 خپله د ناپوهۍ لار پرېږدئ نو تاسو به نېکمرغه ژوند ولرئ
او د عقل په لاره به روان شئ.
7 څوک چې ملنډې وهونکی اصلاح کوي نو ځان شرموي
او څوک چې بدکار رټي نو ځان ته زیان رسوي.
8 د ملنډې وهونکی رټنه مه کوه هسې نه چې ستا نه کرکه وکړي
د حکمت د خاوند رټنه کوه نو ستا سره به مینه وکړي.
9 د حکمت خاوند ته لارښوونه وکړه
نو نور به هم خپل حکمت ډېر کړي
نېک سړي ته تعلیم ورکړه
چې خپله پوهه نوره هم زیاته کړي.
10 له څښتن څخه وېره د حکمت شروع ده
او عقل د سپېڅلي ذات د پېژندلو علم دی.
11 ځکه زما په مرسته به ستا د ژوند ورځې ډېرې شي
او ستا د عمر کلونه به نور هم زیات شي.
12 که د حکمت خاوند یې نو دا به دې په ګټه وي
او که ته ملنډې وهونکی یې نو یوازې زیان به زغمې.»
د کم عقلتوب بلنه
13 کم عقلتوب د یوې بې حیا ښځې په څېر دی
چې ډېره ساده او په هېڅ نه پوهیږي.
14 هغه د خپل کور د دروازې تر څنګ ناسته ده
او بیا د ښار په لوړو ځایونو کې په تخت کښېني.
15 څوک چې په خپله لار سم ځي
نو هغوی ته نارې وهي:
16 «هرڅوک چې ساده وي، دلته دې راشي!»
او بیا ناپوهه انسان ته وایي:
17 «د غلا اوبه خوږې وي
او په پټه تر لاسه شوې ډوډۍ خوندوره وي.»
18 هغوی نه پوهیږي چې د هغې په کور کې ټول وژل شوي دي
او مېلمانه یې د قبر په ژوره کنده کې پراته دي.
Currently Selected:
متلونه ۹: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.