متلونه ۷
۷
اووم فصل
د بدلمنې ښځې په هکله خبرداری
1 ای زما زویه! زما خبرې په یاد ساته
او حکمونه مې د خزانې په څېر په خپل زړه کې وساته.
2 زما په حکمونو عمل کوه چې نېکمرغه ژوند ولرې
او زما تعلیم د خپلو سترګو د کسي په شان وساته.
3 هغه په خپلو ګوتو پورې وتړه
او د خپل زړه په تخته یې ولیکه.
4 حکمت ته خپله خور ووایه
عقل او پوهه ډېر نژدې خپلوان وګڼه
5 نو دوی به تا د بل چا د ښځې نه لېرې وساتي
د هغې ښځې نه چې غوړې خبرې کوي.
6 زه یو وخت د خپل کور په کړکۍ کې ولاړ وم
او د کړکۍ له جالۍ نه مې لاندې کتل
7 نو ساده ځوانان مې ولیدل
او د هغوی په منځ کې مې
یو ناپوهه ځوان په نظر راغی.
8 هغه د هغې ښځې د کور په نژدې کوڅه کې روان ؤ
او د هغې د کور په لور یې په ډاډه ډول قدمونه اخیستل.
9 د ماښام په وخت کې چې لمر پرېوته
توره تیاره راغله او نیمه شپه شوه.
10 ناڅاپه یوه ښځه له هغه سره مخامخ شوه
چې د بدلمنۍ کالي یې اغوستي وو او نیت یې ښه نه ؤ.
11 دا ښځه ډېره بې حیا او بې شرمه وه
او له کور نه دباندې تل سرګردانه ګرځېدله
12 او هر وخت به کوڅو او چوکونو ته تلله
او د ښار په هر ګوټ کې به په کمین کې ولاړه وه.
13 نو هغې له هغه نه په زور غاړه چاپېر کړه او ښکل یې کړ
او په سپین سترګۍ یې هغه ته وویل:
14 «نن ما د قربانۍ غوښه پخه کړې ده
او خپل نذر مې پوره کړی دی.
15 په دې خاطر زه راووتلم چې ستا سره وګورم
او غوښتل مې چې تا ولټوم او پیدا مې کړې.
16 ما د مصر قیمتي ټوکرونه او رنګارنګ څادرونه
او ښکلي پوښونه په خپل کټ باندې غوړولي دي.
17 ما په خپله بستره عطر
کنډ، عود او دالچیني شیندلي دي.
18 زما سره لاړ شه چې تر سهاره په عشق ماړه شو
او د یو بل له مینې نه خوند واخلو
19 ځکه مېړه مې په کور کې نشته
هغه په یو لېرې سفر تللی دی.
20 د پیسو ډکه کڅوړه یې له ځان سره وړې ده
او د پنځلسمې سپوږمۍ تر راختلو پورې بېرته نه راځي.»
21 نو ښځې په خپلو ډېرو خوږو خبرو هغه مجبور کړ
او په خپلو نرمو خبرو یې هغه بې لارې کړ.
22 نو هغه سمدلاسه په هغې پسې روان شو
لکه غویی چې حلالېدو ته روان شي
او د غرڅه په شان چې په ټوپونو دام ته روان وي
23 ترڅو چې غشی یې اینه سوری کړي
لکه مرغۍ چې د دام خواته په منډه روانه وي
او نه پوهیږي چې خپل ژوند به له لاسه ورکړي.
24 نو ای زما زامنو! ماته غوږ ونیسئ
او زما خبرو ته پوره پام وکړئ.
25 خپل زړه مه پرېږدئ چې د داسې ښځې طرف ته وګرځي
او یا د هغې په غلطو لارو روان شي.
26 ځکه چې ډېر خلک یې ژوبل کړي دي
او بې شمېره خلک یې وژلي دي.
27 د هغې د کور لارې د ګور په لور تللې دي
چې د مرګ ژورې کندې ته لاندې کوزیږي.
Currently Selected:
متلونه ۷: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.