متلونه ۵
۵
پنځم فصل
1 ای زما زویه! زما د حکمت خبرو ته پام کوه
او د پوهې خبرو ته مې ښه غوږ ونیسه
2 نو ته به د دې لایق شې چې خپله خوله پټه وساتې
او شونډې به دې علم ټینګ وساتي.
له زنا څخه ځان ساتل
3 د بدلمنې ښځې له شونډو نه شات څڅیږي
او د خولې خبرې یې د زیتونو له تېلو نه غوړې دي
4 خو په اخر کې د زهرو او زقوم په شان ترخه وي
او خوله یې د دوه مخې تورې په څېر تېره وي.
5 د داسې ښځې پښې د مرګ په لور روانې دي
او مخامخ د ګور په لور قدمونه اخلي.
6 هېڅکله د ژوند په سمه لار فکر نه کوي
او نه پوهیږي چې لارې یې له سرګردانۍ ډکې دي.
7 نو ای زما زامنو! ماته غوږ ونیسئ
څه چې درته وایم، له هغه نه مخ مه اړوئ.
8 ای زما زویه! له داسې ښځې نه ځان لېرې ساته
او د کور دروازې ته یې هم مه ورنژدې کېږه
9 هسې نه چې خپل عزت له لاسه ورکړې
او ځواني دې د بې رحمه انسان په لاس کې ولویږي
10 او په شتمنۍ دې پردي ماړه شي
او د زحمت نتیجه دې د بل چا کور ته لاړه شي.
11 کله چې دې د بدن غوښې له کټ نه وڅڅیږي
نو په اخر کې به فریادونه کوې
12 او بیا به افسوس کوې چې «ولې مې نصیحت نه اورېده
او څومره به مې زړه اصلاح سپکه ګڼله؟
13 د خپلو ښوونکو خبره به مې نه منله
او د خپلو استاذانو خبرو ته به مې غوږ نه نیوه.
14 ناڅاپه د بربادۍ کندې ته وغورځېدم
او د جرګې او خلکو په مخکې وشرمېدم.»
له خپلې ښځې سره مینه کول
15 یوازې له خپلې ذخیرې نه د مینې اوبه څښه
لکه څنګه چې له خپلې څاه نه اوبه څښې.
16 نو دا مناسبه ده چې ستا چینې دې په لارو کې تویې شي
او د لښتیو په څېر دې په کوڅو کې روانې وي؟
17 دا د مینې اوبه دې یوازې ستا وي
او له پردیو سره دې شریکې نه شي.
18 نو ستا د اوبو په چینه دې برکت شي
او د ځوانۍ د وخت له خپلې ښځې نه دې خوند واخلې.
19 هغه یوه مینه ناکه هوسۍ او ښکلې غرڅنۍ ده
او د بدن په ښکلا به یې هر وخت موړ شې
او د هغې مینه به دې تل سرګردانه کړي.
20 نو ای زما زویه! ولې د بل د ښځې په مینه کې سرګردانه یې
او د هغه د ښځې سره یو ځای غاړه په غاړه ویده کېږې؟
21 نو د انسان ټولې لارې د څښتن تر نظر لاندې دي
او هغه په خپله د انسان ټولې لارې چارې څاري.
22 د بدکاره انسان بدکاري هغه په دام کې نښلوي
چې د خپلې ګناه په رسۍ کې به ټینګ ونیول شي.
23 هغه به د اصلاح له نشتوالي نه مړ شي
او د خپل جهالت له ډېروالي نه به سرګردانه شي.
Currently Selected:
متلونه ۵: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.