متلونه ۳۰
۳۰
دېرشم فصل
د اګور خبرې
1 دا د یاقه د زوی اګور خبرې دي. اګور ایتییل ته پیغام ورکوي.
دعا او اقرار
«ای خدایه! زه ډېر ستړی شوی یم
ای خدایه! زه ډېر ستړی او ستومانه یم.
2 په حقیقت کې زه د هرچا نه ناپوهه یم
او په ما کې د انسان په شان عقل نشته.
3 ما پوهه او حکمت نه دي زده کړي
او د سپېڅلي ذات د پېژندلو علم نه لرم.
4 څوک اسمان ته پورته شوی
او بېرته راښکته شوی دی؟
چا هوا په موټي کې نیولې
او اوبه یې په څادر کې اچولي دي؟
او چا دا ټوله ځمکه پیدا کړې ده؟
د هغه نوم څه دی
او د زوی نوم یې څه شی دی؟
که ته پوهېږې نو ماته ووایه!
5 د خدای د کلام هره خبره سوچه او د باور وړ ده
څوک چې هغه ته پناه وروړي د هغوی دپاره سپر دی.
6 د هغه په کلام کې یو توری هم مه زیاتوه
هسې نه چې هغه دې ورټي او تا دروغجن ثابت کړي.
7 نو ای خدایه! ستا نه دوه شیان غواړم
ترڅو مړ شوی نه یم له ما نه یې مه منع کوه:
8 ما د دروغو او غولوونکو خبرو نه لېرې وساته.
ماته ډېره شتمني او ډېره غریبي مه راکوه
خو ماته یوازې د هرې ورځې ډوډۍ راکړه
9 هسې نه چې زه موړ شم او ستا نه منکر شم
او ووایم چې څښتن څوک دی؟
او یا زه غریب شم او غلا وکړم
او ستا نوم ته په سپکه سترګه وکتل شي.»
د حکمت د خاوندانو اووه نصیحتونه
10 د بادار په مخکې په یو خدمتګار تور مه لګوه
هسې نه چې هغه په تا لعنت ووایي او تا ملامت کړي.
11 داسې خلک هم شته چې په خپل پلار لعنت وایي
او خپله مور مبارکه نه ګڼي.
12 داسې خلک هم شته چې خپل ځان بې ګناه ګڼي
خو د بدن چټلي یې لا پاکه شوې نه ده.
13 داسې خلک هم شته چې سترګې یې له کبر نه ډکې دي
او نورو ته تل په سپکه سترګه ګوري.
14 داسې خلک هم شته چې غاښونه یې د تورو په شان تېره دي
او داړې یې د چړو په څېر تېرې دي
ترڅو د غریبانو غوښې پرې وخوري
او مسکینان د ځمکې د مخ نه ختم کړي.
15 د یوې ژورې دوه لورګانې دي:
لومړنۍ وایي چې «راکړه!» او بله هم وایي چې «راکړه!»
درې شیان دي چې هېڅکله نه مړیږي
او څلور شیان دي چې هېڅکله «بس!» نه وایي:
16 قبر او د شنډې ښځې ګېډه
او وچه ځمکه چې تنده یې نه ماتیږي
او سوځېدونکی اور چې هېڅکله «بس!» نه وایي.
17 هغه سترګې چې په خپل پلار باندې ملنډې وهي
او د خپلې مور نصیحت ته په سپکه ګوري
نو د تنګو درو کارغان به یې سترګې راوباسي
او د ټپوسانو خوراک به شي.
18 درې حیرانوونکې شیان دي
او څلور شیان دي چې زما دپاره د پېژندلو وړ نه دي:
19 په هوا کې عقاب څنګه الوزي
او په تیږه باندې مار څنګه ځي
په دریابونو کې کشتۍ څنګه لار پیدا کوي
او د یوې ځوانې ښځې سره یو ځوان څنګه یوځای کیږي.
20 دا د زناکارې ښځې طریقه ده:
چې کله خواړه خوري او بیا خوله پاکوي
او وایي چې ما خو کوم بد کار نه دی کړی.
21 درې شیان دي چې ځمکه لړزوي
او څلور شیان دي چې هغه یې هېڅکله زغملی نه شي:
22 کله چې یو خدمتګار پاچا شي
او بې عقله چې په ګېډه موړ شي
23 کله چې د کرکې وړ ښځه واده شي
او کومه وینځه چې د کور د مېرمن بن شي.
24 څلور شیان دي چې په ځمکه ډېر واړه دي
خو ډېر زیات هوښیار دي:
25 میږیان یو کمزوری مخلوق دی
خو په اوړي کې ځان ته خواړه راټولوي.
26 غرنۍ سویه یو کمزوری حیوان دی
خو د غره په کلکو ګړنګونو کې کور جوړوي.
27 د ملخانو پاچا او مشر نه وي
خو د لښکر په شان سم روان وي.
28 که چرمښکۍ په لاس کې نیول کېدلی شي
خو په پاچاهي ماڼیو کې هم ګرځېدلی شي.
29 درې شیان دي چې په ناز تلل کوي
او څلور شیان دي چې په نخرو درانه قدمونه اخلي:
30 زمری چې په ټولو ځناورو کې قوي دی
او د هېڅ شي څخه نه وېریږي
31 جنګي چرګ او سېرلی
او هغه پاچا چې هېڅوک یې مخالفت نه شي کولای.
د بې عقلتوب په هکله خبرداری
32 که ته د بې عقلتوب په خبرو ځان لوړ ګڼې
او یا چاته دسیسه جوړوې
نو په خپله خوله باندې دې لاس کېږده
33 ځکه چې د مستو د شاربلو نه کوچ جوړیږي
او په پوزه باندې د ګوزار وهلو نه وینه بهیږي
همداسې د غوسې د راپارولو نه جګړه پیدا کیږي.
Currently Selected:
متلونه ۳۰: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.