متلونه ۲۷
۲۷
اوویشتم فصل
دوستان او دښمنان
1 د سبا ورځې د بریالیتوب په هکله لافې مه وهه
ځکه ته نه پوهېږې چې سبا به څه کیږي.
2 دا به ښه وي چې نور خلک ستا ستاینه وکړي
هسې نه چې ته په خپله د ځان ستاینه وکړې.
3 کاڼي درانه او شګې درنې دي
خو جاهل چې کومه غوسه راپاروي د دې نه هم درنه ده.
4 غوسه ظالمه او غضب د سېلاب په څېر دی
خو د کینې او غیرت په مخکې هېڅوک نه شي ټینګېدلی.
5 له پټې مینې نه
ښکاره رټنه ښه ده.
6 د دوست له لاسه زخمونه د وفادارۍ نښه ده
خو د دښمن په ډېرو ښکلولو باور نشته.
7 موړ انسان د شاتو نه هم کرکه کوي
خو د وږي دپاره ترخه خواړه هم خواږه وي.
8 څوک چې له خپل کور نه بل ځای ته مسافر شي
د هغې مرغۍ په شان ده چې له خپلې ځالې نه ورکه شوې وي.
9 لکه څنګه چې عطر او خوشبویي د انسان زړه خوشحالوي
نو همداسې ښې مشورې دوستان خوشحالوي.
10 د خپل ځان او خپل پلار دوستان مه پرېږده
او د مصیبت په وخت کې د خپل ورور کور ته هم مه ځه
ځکه ستا نژدې ګاونډی د لېرې ورور نه ښه دی.
11 نو ای زما زویه! حکمت پیدا کړه او زما زړه خوشحاله کړه
نو بیا زه هغه چاته ځواب ورکولای شم چې زما سپکاوی کوي.
12 ځیرک انسان چې بدي او بلا ویني نو خپل ځان ترې ساتي
خو ساده سړی چې د هغې په لور روان وي نو سزا به یې ویني.
13 که څوک د یو پردي سړي ضمانت کوي
نو کالي دې ترې ګرو واخلي
او بیا دې د بل چا د ښځې په ضمانت کې
د ځان سره امانت وساتي.
14 که څوک سهار وختي په لوړ اواز په خپل ګاونډي سلام اچوي
نو دا به د ښکنځلو په څېر وګڼل شي.
15 جګړه ماره ښځه د هغه بام سره برابره ده
چې د باران په ورځ په پرله پسې توګه راڅاڅي
16 نو د هغې منع کول داسې دي
لکه د باد بندول او یا تېل په موټي کې نیول.
17 لکه څنګه چې اوسپنه اوسپنه تېره کوي
همداسې یو انسان بل انسان اصلاح کوي.
18 لکه څنګه چې څوک د انځر د ونې پالنه کوي
نو د هغې مېوه هم خوري
همداسې که څوک د خپل بادار خیال ساتي
نو عزت حاصلوي.
19 لکه څنګه چې انسان خپل مخ په اوبو کې ویني
همداسې د زړه سترګې د انسان شخصیت هم ویني.
20 لکه څنګه چې قبر او د تباهۍ کنده په مرګ نه مړیږي
همداسې د انسان سترګې هېڅکله هم نه مړیږي.
21 لکه څنګه چې سره زر او سپین زر په اور ازمایل کیږي
همداسې د انسان شخصیت د هغه صفت کولو څخه معلومیږي.
22 که جاهل انسان په اونګ کې د تخم په شان وټکوې
او د ډانګ په وسیله یې د غلو دانو په څېر میده میده کړې
خو جهالت به ترې بیاهم لېرې نه شي.
د رمو او پادو ساتنه
23 د خپلو رمو له حال نه ځان پوره خبروه
او په ښه توګه د خپلو پادو باندې پام کوه
24 ځکه مال او دولت د تل دپاره نه وي
او تاج او تخت نورو نسلونو ته نه پاتې کیږي.
25 کله چې واښه ورېبل شي او نوي تنکي واښه راشنه شي
او د غرونو شنه بوټي راټول او ذخیره شي
26 نو بیا به ستا پسونه د کالیو دپاره وړۍ درکړي
او د وزو په خرڅولو سره به ځمکه واخلې
27 او بیا به ستا سره د وزو دومره ډېرې شیدې وي
چې د کورنۍ ټول غړي به دې په ګېډه ماړه شي
او د وینځو د ژوند دپاره به دې کافي وي.
Currently Selected:
متلونه ۲۷: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.