متلونه ۲۴
۲۴
څلورویشتم فصل
1 د بدکارانو سره بخیلي مه کوه
او له هغوی سره د ملګرتیا تمه مه لره
2 ځکه چې زړونه یې تل د تباهۍ نقشې جوړوي
او شونډې یې د شرارت خبرې کوي.
د مصیبت او قوت په هکله نصیحتونه
3 یو کور د حکمت په بنیاد ودانیږي
او د پوهې په وسیله هغه ټینګ ودریږي
4 او کوټې یې د علم په وسیله
د ښکلو او قیمتي خزانو نه ډکیږي.
5 د حکمت د خاوند قدرت ډېریږي
او د عالم قوت نور هم زیاتیږي.
6 له ښو مشورو پرته جنګ ته مه ځه
ډېر مشوره ورکوونکي د بریالیتوب سبب ګرځي.
7 جاهل انسان د حکمت لوړ مقام ته نه شي رسېدلی
او په جرګه کې خپله خوله نه شي خلاصولی.
8 څوک چې بدې نقشې جوړوي
نو د فرېبکار په نوم به مشهور شي.
9 د جاهلانو نقشې د ګناه نه ډکې وي
او د ملنډو وهونکو نه خلک کرکه کوي.
10 که د سختۍ په وخت کې خپل همت له لاسه ورکړې
نو ته بیا ډېر کمزوری انسان یې.
11 د هغه چا په خلاصون کې سستي مه کوه
چې د مرګ په لور راښکل کیږي
او هغوی وژغوره
چې حلالېدو ته وړل کیږي.
12 که ته وایې چې مونږ له دې نه خبر نه وو
نو د زړونو د رازونو قضاوت کوونکی دې ته پام نه کوي؟
هغه چې ستا د ژوند حفاظت کوي، په دې به پوه نه شي؟
هغه به د هرچا د عمل سره سم بدل ورنه کړي؟
د بدکارانو په هکله نصیحتونه
13 ای زما زویه! نو شات خوره، ځکه چې دا ښه شی دی
او د مچیو د چک سوچه شات به ستا خوله خوږه کړي.
14 نو همدا شان حکمت هم ستا د روح دپاره خوږ دی.
که ته یې حاصل کړې نو په راتلونکې کې به ستا دپاره پوره هیله وي
او هېڅکله به ستا هیلې پای ته ونه رسیږي.
15 د بدکارانو په شان مه اوسه
چې د نېکانو د کور په خلاف په کمین کې ناست وي
ترڅو د هغوی د اوسېدلو کور لوټ او تالا کړي.
16 که نېک انسان حتی اووه وارې ولویږي خو بیاهم پاڅیږي
خو بدکاران په بدۍ او بلا اخته کیږي.
17 کله چې ستا دښمن له پښو راولویږي خوند ترې مه اخله
او که راغورځیږي نو خپل زړه دې مه خوشحالوه
18 که څښتن ستا دا خوشحالي وویني ستا نه به ناراضه شي
او د هغه نه به خپل غضب لېرې کړي.
19 د بدکارانو په خاطر اندېښنه مه کوه
او د شر اچوونکو سره بخیلي مه کوه
20 ځکه چې د بدکاره انسان دپاره د راتلونکې هیله نشته
او د هغوی د ژوند ډېوه مخ په مړه کېدو ده.
21 نو ای زما زویه! د څښتن او له پاچا څخه وېره لره
او د هغو خلکو ملګرتیا مه کوه چې له اطاعت کولو نه اووښتي دي
22 ځکه چې مصیبت به په دوی ناڅاپه نازل شي
او څوک پوهیږي چې هغوی به په دوی کوم ډول بلا نازله کړي؟
د حکمت د خاوندانو نورې خبرې
23 د حکمت خاوندانو دا خبرې هم کړې دي.
د قضاوت په وخت کې د چا طرفداري ښه کار نه دی.
24 هرڅوک چې مجرم ته وایي چې ته بې ګناه یې
نو قومونه به پرې لعنت ووایي او ولسونه به ترې کرکه وکړي
25 خو څوک چې مجرم ملامتوي
نو بری او برکت به یې په برخه شي.
26 څوک چې ښکاره او روښانه ځواب ورکوي
لکه رښتینی ملګری چې څوک په مخ ښکلوي.
27 لومړی خپل کاروبار قوي کړه
او ځمکه دې وکره
او بیا خپل کور ودان کړه.
28 له ثبوت پرته د بل چا په خلاف شاهدي مه ورکوه
او هېڅکله د هغه په هکله د دروغو هڅه مه کوه
29 او داسې مه وایه: «زما سره یې څه کړي دي
زه به همداسې ورسره وکړم او خپل بدل به ترې واخلم.»
30 زه د یو لټ سړي په پټي تېر شوم
او د یو ناپوهه سړي د انګورو باغ مې ولیده
31 چې په هرځای کې یې اغزي راختلي وو
او ځمکه یې په هر ډول واښو پوښل شوې وه
او د تیږو دېوالونه یې راغورځېدلي وو.
32 کله چې ما دا هرڅه وکتل نو په فکر کې ډوب شوم
او څه چې ما ولیدل د هغې نه مې داسې عبرت واخیست:
33 که لټ سړی وایي: «نور به هم ویده شم
او لاس به د سر لاندې کېږدم چې ارام وکړم»
34 نو غریبي به د داړه مار په شان په هغه راشي
او نېستي به د وسله وال غل په څېر ورباندې یرغل وکړي.
Currently Selected:
متلونه ۲۴: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.