متلونه ۲۲
۲۲
دوه ویشتم فصل
شتمني او اخلاق
1 نېک نامي د ډېرې شتمنۍ نه غوره ده
او عزت د سرو او سپینو زرو نه بهتر دی.
2 شتمن او غریب په یو صفت کې شریک دي
ځکه چې څښتن د دواړو خالق دی.
3 ځیرک انسان بدي او بلا ویني او خپل ځان ترې ساتي
خو ساده سړی د هغې په لور روان وي او سزا به یې ویني.
4 عاجزي د څښتن له وېرې پیدا کیږي
چې انسان ته شتمني، عزت او نېکمرغه ژوند ورکوي.
5 د دروغجن انسان لار له اغزو او دامونو نه ډکه وي
خو په چا چې خپل ځان ګران وي نو ځان ترې لېرې ساتي.
6 ماشوم په سمه لار روان کړه.
که سپین ږیری هم شي نو مخ به ترې وانه ړوي.
7 شتمن په مسکینانو باندې حکومت کوي
او پور اخیستونکی د پور ورکوونکي غلام دی.
8 څوک چې د بې انصافۍ تخم کري نو مصیبت به رېبي
او د کبر کاسه به یې نسکوره شي.
9 بختور دی هغه څوک چې سخاوت کوي
ځکه د خپلو خوړو یوه برخه خوارانو ته ورکوي.
10 ملنډې وهونکی وشړه نو شخړې به ورسره ختم شي
بحثونه او پېغورونه به ورسره هم بند شي.
11 څوک چې د پاک زړه خاوند وي او خوږې خبرې کوي
نو پاچا به هم د هغه ملګری شي.
12 څښتن په علم او پوهه خپل نظر ساتي
خو د خاینانو نقشې له منځه وړي.
13 لټ سړی له کور څخه نه وځي او وایي: «بهر زمری دی!
که کوڅې ته ووځم نو مړ به مې کړي!»
14 د زناکارې ښځې خوله د ژورې کندې په څېر ده
چاته چې څښتن په غوسه وي نو په کې غورځیږي.
15 جهالت د ماشوم په زړه کې نغښتی وي
خو د ادب لښته به یې ترې لېرې وباسي.
16 څوک چې په غریب ظلم وکړي او خپله شتمني ډېره کړي
او شتمن ته تحفې ورکوي، نو اخر به نېستمن شي.
د حکمت د خاوندانو دېرش نصیحتونه
17 د حکمت د خاوندانو خبرو ته غوږ نیسه او ورته پام کوه
او زما تعلیم د زړه له کومي قبول کړه
18 نو که دا خبرې د زړه په تل کې وساتې او تل ستا په شونډو وي
نو خوشحالي به دې په برخه شي.
19 نو زه همدا نن تاته تعلیم درکوم
د دې دپاره چې په څښتن باندې پوره باور ولرې.
20 ما ستا دپاره دېرش نصیحتونه لیکلي دي
چې د علم او نصیحت نه ډک دي
21 ترڅو تا پوه کړم چې رښتیا او د باور وړ خبرې زده کړې
او هغه چاته رښتینی ځواب ورکړې چې ته یې رالېږلی یې.
د شتمنۍ په هکله نصیحتونه
22 د غریب د غریبۍ نه په غلا غلطه ګټه مه اخله
او په محکمه کې د مسکینانو حق تر پښو مه لاندې کوه
23 ځکه څښتن به د دوی د حق ساتنه وکړي
او هغوی به تباه کړي چې د دوی نه یې غلا کړې ده.
24 د غوسه ناک انسان سره ناسته ولاړه مه کوه
او د هغه چا سره ملګرتیا مه کوه چې زر په قهریږي
25 هسې نه چې د هغه عادتونه زده کړې
او خپل ځان په دام کې ونښلوې.
26 د بل چا په قرض کې لاس مه ورکوه
او مه د چا د پور ضمانت په خپله غاړه اخله.
27 که ته چېرته دا قرض ورنه کړې
نو د خوب کټ او بستره به درنه یوسي.
28 د ځمکې د حد پخوانۍ تیږه مه بېځایه کوه
کوم چې پلار او نیکه دې پخوا ایښودلې ده.
29 څوک چې په خپل کار کې مهارت ولري
د پاچاهانو په حضور کې به خدمت کوي
او د عامو خلکو خدمت به نه کوي.
Currently Selected:
متلونه ۲۲: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.