مرقوس ۹
۹
نهم فصل
1 عیسی زیاته کړه: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دلته ځینې داسې خلک ولاړ دي چې تر هغې پورې به مړه نه شي، ترڅو یې د خدای پاچاهي چې په قدرت سره به راشي لیدلې نه وي.»
د عیسی د څېرې بدلېدل
(متي ۱۷: ۱ - ۱۳ او لوقا ۹: ۲۸ - ۳۶)
2 شپږ ورځې وروسته عیسی پطروس، یعقوب او یوحنا د ځان سره واخیستل او یو لوړ غره ته یې بوتلل چې هلته یوازې اوسي. هلته د هغوی په مخکې د عیسی څېره بدله شوه. 3 او د هغه کالي سپین وځلېدل، داسې سپین چې د ځمکې په مخ هېچا داسې نه شو سپینولی. 4 بیا هغوی الیاس نبي او موسی ولیدل چې د عیسی سره یې خبرې کولې. 5 پطروس عیسی ته وویل: «استاذه! څومره ښه ده چې مونږ دلته یو. راځئ چې درې خېمې جوړې کړو: یوه تاته، یوه موسی ته او یوه الیاس ته.» 6 پطروس نه پوهېده چې څه وایي، ځکه چې هغوی ټول وېرېدلي وو.
7 بیا یوه ورېځ راښکاره شوه او په هغوی باندې یې سیوری وکړ او د هغې ورېځې څخه یو اواز راغی چې ویل یې: «دا زما ګران زوی دی، هغه ته غوږ ونیسئ.» 8 هغوی سمدلاسه شاوخوا ته وکتل، خو هېڅوک یې ونه لیدل، یوازې عیسی د هغوی سره ؤ.
9 کله چې هغوی د غره څخه راښکته کېدل، نو عیسی هغوی ته امر وکړ: «څه چې مو لیدلي دي د هغو په هکله تر هغه وخته پورې هېچا ته څه مه وایئ ترڅو پورې چې د انسان زوی بېرته د مړو څخه راژوندی شوی نه وي.» 10 هغوی دا خبره د خپل ځان سره وساتله او په خپلو کې یې سره بحث کاوه چې د مړو څخه د بیا راژوندي کېدلو معنی څه ده. 11 نو هغوی د عیسی نه پوښتنه وکړه: «د شریعت عالمان ولې وایي چې لومړی باید الیاس نبي راشي؟» 12 عیسی ځواب ورکړ: «هو خامخا، الیاس به لومړی راځي چې هرڅه سم کړي. خو بیا ولې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې د انسان زوی به ډېر کړاوونه وزغمي او په سپک نظر به ورته وکتل شي؟ 13 خو زه تاسو ته وایم چې الیاس راغلی دی او لکه څنګه چې د هغه په هکله لیکل شوي دي، خلکو چې هرڅه غوښتل د هغه سره یې وکړل.»
عیسی یو پېریانو نیولي هلک ته شفا ورکوي
(متي ۱۷: ۱۴ - ۲۱ او لوقا ۹: ۳۷ - ۴۳)
14 کله چې عیسی او د هغه درې شاګردان بېرته راغلل، نو ویې لیدل چې ګڼ شمېر خلک د هغوی شاوخوا ولاړ دي او د شریعت عالمان د هغوی سره بحث کوي. 15 څنګه چې خلکو عیسی ولیده، نو ډېر حیران شول او په منډه منډه یې ستړي مشي ته ورغلل. 16 عیسی د شاګردانو څخه پوښتنه وکړه: «د څه شي په هکله د هغوی سره بحث کوئ؟» 17 د ګڼې ګوڼې له منځ نه یو سړي ځواب ورکړ: «استاذه، ما خپل زوی تاته راوستلی دی. هغه پېریانو نیولی او خبرې نه شي کولای. 18 کله چې په هغه باندې پېریان راشي نو په ځمکه یې راوولي او د خولې څخه یې ځګونه روان وي، خپل غاښونه چیچي او بدن یې شخ شي. ستا د شاګردانو څخه مې وغوښتل چې پېریان ترې وباسي، خو هغوی ونه شو کولای.»
19 عیسی په ځواب کې وویل: «ای د دې زمانې بې ایمانه نسله! ترڅو پورې به زه ستاسو سره یم؟ ترڅو پورې به تاسو ته حوصله کوم؟ هغه هلک ماته راولئ.» 20 نو هغوی هغه هلک عیسی ته راوست. څنګه چې پېري عیسی ولیده، نو سمدلاسه په هلک باندې حمله راغله. هغه په ځمکه راولوېد، اخوا دې خوا رغړېده او د خولې څخه یې ځګونه راووتل. 21 عیسی د هلک د پلار څخه پوښتنه وکړه: «څومره موده کیږي چې هلک په دې حال دی؟» هغه ځواب ورکړ: «د کوچنیوالي راهیسې. 22 څو څو ځلې یې هغه په اور او په اوبو کې غورځولی دی چې ویې وژني. خو که ته څه کولای شې، نو په مونږ رحم وکړه او مرسته راسره وکړه.» 23 عیسی وویل: «ته ولې وایې چې که ته څه کولای شې؟ هرڅوک چې ایمان ولري د هغه دپاره هرڅه ممکن دي.» 24 سمدلاسه د هلک پلار چیغې کړې: «زه ایمان لرم، خو ایمان مې کمزوری دی. زما سره مرسته وکړه چې قوي شي.» 25 کله چې عیسی ولیدل د خلکو ګڼه ګوڼه زیاتیږي، نو هغه پېری ورټلو او ورته ویې ویل: «ای ګونګ او کوڼ پېریه، زه تاته امر کوم چې د هغه څخه راووځه او بیا هېڅکله مه ورننوځه.» 26 پېري چیغې کړې او هلک ته یې سخت ټکان ورکړ او بیا ترې ووت. هلک د مړي په شان ښکاره کېده او ډېرو وویل: «هغه مړ دی.» 27 خو عیسی هغه له لاسه ونیوه او هغه یې راپورته کړ او هلک ودرېده.
28 عیسی کور ته لاړ او کله چې هلته نور څوک نه وو، شاګردانو یې ترې پوښتنه وکړه: «مونږ ولې ونه شو کولای چې هغه پېری وباسو؟» 29 عیسی ځواب ورکړ: «دا ډول پېریان یوازې په دعا کولو سره وتلی شي.»
عیسی یوځل بیا د خپل مرګ په هکله خبرې کوي
(متي ۱۷: ۲۲، ۲۳ او لوقا ۹: ۴۳ - ۴۵)
30 عیسی او شاګردان یې له هغه ځای څخه لاړل او د جلیل په لاره یې خپل سفر ته دوام ورکړ. عیسی دا نه غوښتل چې څوک ترې خبر شي چې هغه چېرته دی، 31 ځکه چې هغه خپلو شاګردانو ته تعلیم ورکاوه او هغوی ته یې ویل: «د انسان زوی به خلکو ته په لاس ورکړل شي او هغوی به یې ووژني، خو درې ورځې وروسته به بیا راژوندی شي.» 32 خو هغوی پوه نه شول چې د دې خبرې معنی څه ده او وېرېدل چې پوښتنه ترې وکړي.
د ټولو نه لوی څوک دی؟
(متي ۱۸: ۱ - ۵ او لوقا ۹: ۴۶ - ۴۸)
33 بیا هغوی کپرناحوم ته راغلل او کله چې عیسی کور ته ننوت، نو د خپلو شاګردانو څخه یې پوښتنه وکړه: «په لاره کې مو د څه شي په هکله بحث کاوه؟» 34 خو هغوی ځواب ورنه کړ، ځکه چې هغوی په لاره کې په دې باندې یو د بله سره بحث کاوه چې په ټولو کې لوی څوک دی. 35 عیسی کښېناست او دولس شاګردان یې راوغوښتل او ورته ویې ویل: «که څوک غواړي چې اول شي، نو هغه دې خپل ځان د ټولو نه وروسته کړي او د ټولو خدمتګار دې شي.» 36 بیا هغه یو ماشوم راوست او د هغوی په منځ کې یې ودراوه. هغه یې په غېږ کې ونیوه او هغوی ته یې وویل: 37 «هرڅوک چې زما په نوم داسې یو ماشوم قبول کړي، نو هغه زه قبول کړی یم او هرڅوک چې ما قبول کړي، نو هغه یوازې زه نه بلکې هغه څوک یې قبول کړی دی چې زه یې رالېږلی یم.»
څوک چې زمونږ مخالف نه دی، نو هغه زمونږ ملګری دی
(لوقا ۹: ۴۹ - ۵۰)
38 یوحنا عیسی ته وویل: «استاذه، مونږ یو سړی ولیده چې ستا په نوم یې پېریان ویستل خو مونږ هغه د دې کار څخه منع کړ، ځکه چې هغه زمونږ د ډلې څخه نه ؤ.» 39 خو عیسی ورته وویل: «هغه مه منع کوئ، ځکه داسې څوک نشته چې زما په نوم معجزه وښایي او بیا وکولای شي چې ما پسې بد ووایي. 40 ځکه څوک چې زمونږ په خلاف نه دی هغه زمونږ سره دی. 41 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې تاسو ته په دې خاطر چې د مسیح پیروان یئ یوه پیاله اوبه درکړي، نو هغه به بې اجره پاتې نه شي.
د ګناه په خلاف خبرداری
(متي ۱۸: ۶ - ۹ او لوقا ۱۷: ۱ - ۲)
42 که چېرې څوک د دې خلکو څخه چې د ماشوم په شان په ما باندې ایمان لري کوم یو بې لارې کړي، نو د هغه دپاره به دا ښه وي چې د ژرندې پل ورته په غاړه کې واچول شي او بحیرې ته وغورځول شي. 43 که چېرې ستا لاس ستا د ګناه سبب وګرځي، نو هغه پرې کړه، ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د یو لاس سره تلپاتې ژوندون ته لاره پیدا کړې، نه دا چې د دوو لاسونو سره دوزخ ته لاړ شې یعنې هغه اور ته چې هېڅکله نه مړ کیږي، [44 هغه ځای ته چې چینجي یې نه مړه کیږي او اور یې نه مړ کیږي.] 45 که چېرې ستا پښه ستا د ګناه سبب وګرځي، نو هغه پرې کړه. ځکه چې دا ښه ده چې د یوې پښې سره تلپاتې ژوندون ته لاره پیدا کړې، نه دا چې دواړه پښې دې روغې وي او دوزخ ته واچول شې، [46 هغه ځای ته چې چینجي یې نه مړه کیږي او اور یې نه مړ کیږي.] 47 او که چېرې ستا سترګه ستا د ګناه سبب شي نو هغه وباسه، ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د یوې سترګې سره د خدای پاچاهۍ ته ننوځې، نه دا چې د دواړو سترګو سره دوزخ ته وغورځول شې، 48 هغه ځای ته چې چینجي یې نه مړه کیږي او اور یې نه مړ کیږي.
49 ځکه چې هرڅوک به په اور باندې پاکیږي#۹: ۴۹ اور باندې پاکیږي: هرڅوک باید د خدای دپاره د یوې قربانۍ په شان وي چې په اور باندې پاکیږي یعنې په ازمېښتونو او کړاوونو سره.. [په ټولو نذرانو باندې باید مالګه واچول شي.] 50 مالګه ښه شی دی، خو که مالګه خپل خوند له لاسه ورکړي، نو هغه به څنګه بېرته خپل خوند پیدا کړي؟ په خپلو ځانونو کې د مالګې خاصیت ولرئ او یو د بله سره په سوله کې ژوند تېروئ.»
Currently Selected:
مرقوس ۹: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.