متي د کتاب پېژندنه
د کتاب پېژندنه
د متي انجیل د عیسی مسیح د زېږېدنې له وخت نه د مرګ څخه د بیا راژوندي کېدلو تر وخته د هغه د ژوند منظم راپور وړاندې کوي. متي د عیسی مسیح د نژدې شاګردانو څخه ؤ. دا انجیل د متي له خوا د ۶۰ څخه د ۶۵ میلادي کلونو ترمنځ لیکل شوی دی. مخکې له دې چې متي د عیسی مسیح سره وپېژني هغه یو مالیه ټولوونکی ؤ او د ظالمو رومیانو دپاره یې کار کاوه. هغه د یهودیانو له خوا یو وطن پلورونکی او خاین ګڼل کېده. برسېره پر دې، مالیه ټولوونکي په عمومي توګه فاسد خلک وو او د ډېرو مالیو په راټولولو سره یې ګټه تر لاسه کوله. هغوی د قاتلانو، غلو او بدکارانو په ډله کې شمېرل کېدل. خو کله چې عیسی متي ته بلنه ورکړه چې د هغه شاګرد شي، نو د هغه ژوند بالکل بدل شو.
متي د خپل استاذ عیسی د ژوند کیسه اسمان ته د هغه د پورته کېدلو نه څو کاله وروسته لیکلې ده. څرنګه چې متي د عیسی سره ؤ، نو په دې پوه شو چې هغه د خدای مسیح دی چې د هغه په هکله څو څو ځلې د پخوانیو پیغمبرانو له خوا خبر ورکړل شوی ؤ. متي د خپل انجیل په وسیله مونږ عیسی ته چې وعده شوی مسیح دی ورپېژني. عیسی یوازې د خپل قوم یهودیانو د خلاصون دپاره نه بلکې د ټولې نړۍ د خلاصون دپاره راغلی دی.
متي خپل انجیل د عیسی د نسب نامې په بیانولو سره پیل کوي. دا شجره د ابراهیم څخه پیل کیږي او د داود پاچا تر اولادې پورې رسیږي، ځکه چې خدای وعده کړې وه چې مسیح به د هغوی د نسل څخه نړۍ ته راځي. ځینې نور شیان چې په دې انجیل کې ورباندې ټینګار شوی دی دا دي:
- عیسی مسیح لکه څنګه چې د پیغمبرانو په لیکنو کې راغلي دي، د اسراییلیانو د هیلو پوره کوونکی دی.
- عیسی مسیح دا واک او اختیار لري چې د موسی د شریعت اصلي مقصد تفسیر کړي.
- د کلیسا دنده دا ده چې عیسی مسیح د نړۍ ټولو خلکو ته ور وپېژني.
د موضوعګانو لست:
د عیسی مسیح شجره او زېږېدنه: ۱ - ۲ فصلونه
د تعمید غسل ورکوونکي یحیی خدمتونه: ۳: ۱ - ۱۲
د عیسی د تعمید غسل اخیستل او د شیطان وسوسې: ۳: ۱۳ - ۴: ۱۱
د جلیل په سیمه کې د عیسی کارونه او خدمتونه: ۴: ۱۲ - ۱۸: ۳۵
د جلیل څخه تر اورشلیمه د عیسی تعلیم او معجزې: ۱۹ - ۲۰ فصلونه
په اورشلیم او د هغه په شاوخوا کې وروستنۍ هفته: ۲۱ - ۲۷ فصلونه
د عیسی بیا راژوندي کېدل او اسمان ته د هغه بېرته ختل: ۲۸: ۱ - ۲۰
Currently Selected:
متي د کتاب پېژندنه: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.