متي ۴
۴
څلورم فصل
د عیسی ازمېښت
(مرقوس ۱: ۱۲ - ۱۳ او لوقا ۴: ۱ - ۱۳)
1 بیا روح القدس عیسی دښتې ته بوته چې د شیطان له خوا وازمایل شي. 2 عیسی څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې روژه ونیوله او په پای کې وږی شو. 3 بیا شیطان ورنژدې شو او ورته ویې ویل: «که ته د خدای زوی یې، نو دې تیږو ته ووایه چې په ډوډۍ باندې بدلې شي.» 4 خو عیسی په ځواب کې وویل: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:
# ۴: ۴ دا په تورات کې لیکل شوي دي. همدارنګه ۴: ۷ او ۴: ۱۰ ایاتونه هم په تورات کې لیکل شوي دي. انسان یوازې په ډوډۍ نه، بلکې په هرې یوې خبرې باندې ژوندی دی چې د خدای د خولې څخه راوځي.»
5 بیا شیطان هغه سپېڅلي ښار اورشلیم ته بوته او د خدای د کور په مناره باندې یې ودراوه 6 او ورته ویې ویل: «که ته د خدای زوی یې، نو خپل ځان ښکته وغورځوه، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:
# ۴: ۶ دا په زبور کې لیکل شوي دي. هغه به ستا دپاره فرښتو ته حکم وکړي او هغوی به تا په خپلو لاسونو کې پورته کړي، ترڅو پښه دې په تیږه ونه لګیږي.»
7 عیسی ځواب ورکړ: «د خدای په کلام کې دا هم لیکل شوي دي:
خپل څښتن خدای مه ازمایئ.»
8 بیا شیطان هغه یو ډېر لوړ غره ته وخېژاوه او د نړۍ ټولې پاچاهۍ او د هغوی شان او شوکت یې ورته وښود 9 او ورته ویې ویل: «که ته ماته سجده وکړې او زما عبادت وکړې نو دا ټول به تاته درکړم.» 10 بیا عیسی هغه ته وویل: «ورک شه شیطانه! ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:
خپل څښتن خدای ته عبادت کوه او یوازې د هغه خدمت کوه.»
11 نو شیطان هغه پرېښود او فرښتې د هغه په خدمت کې حاضرې شوې.
عیسی په جلیل کې خپل کار پیل کوي
(مرقوس ۱: ۱۴ - ۱۵ او لوقا ۴: ۱۴ - ۱۵)
12 کله چې عیسی واورېدل چې یحیی په زندان کې اچول شوی دی، نو هغه جلیل ته لاړ. 13 هغه په ناصرې کې پاتې نه شو او کپرناحوم ته چې د جلیل د بحیرې په غاړه د زبولون او نفتالي په سیمه کې پروت دی، لاړ او هلته پاتې شو، 14 ترڅو هغه خبرې چې خدای د اشعیا نبي په وسیله کړې وې رښتیا شي:
15 د زبولون او نفتالي سیمې د بحیرې په غاړه او د اردن د سیند بلې غاړې ته پرتې دي. یعنې د جلیل په سیمه کې چې غیریهودیان په کې اوسیږي. 16 کوم خلک چې په تیارو کې اوسیږي هغوی به یوه لویه رڼا وویني او په هغو خلکو باندې به چې د مرګ په سیوری کې اوسیږي د سهار رڼایي وځلیږي.
17 د هماغه وخت نه عیسی دا وعظ پیل کړ: «توبه ګار شئ، ځکه چې اسماني پاچاهي رانژدې شوې ده.»
عیسی څلورو ماهيګیرو ته بلنه ورکوي
(مرقوس ۱: ۱۶ - ۲۰ او لوقا ۵: ۱ - ۱۱)
18 کله چې عیسی د جلیل د بحیرې په غاړه ګرځېده، نو دوه ورونه یې ولیدل چې یو یې شمعون ؤ چې د پطروس په نوم هم یادېده او بل د هغه ورور اندریاس ؤ. هغوی په بحیرې کې جال اچاوه، ځکه چې هغوی ماهیګیران وو. 19 عیسی هغوی ته وویل: «ما پسې راځئ او زه به تاسو ته وښایم چې څنګه د ماهیانو په ځای انسانان ونیسئ.» 20 هغوی سمدلاسه خپل جالونه پرېښودل او هغه پسې روان شول. 21 عیسی له هغه ځای څخه روان شو او دوه نور کسان یې ولیدل چې سره ورونه وو چې یعقوب او یوحنا نومېدل او د زبدي زامن وو. هغوی د خپل پلار سره په کشتۍ کې جالونه تیارول. عیسی هغوی راوغوښتل. 22 هغوی سمدلاسه خپل پلار او کشتۍ پرېښودل او په هغه پسې روان شول.
عیسی تعلیم ورکوي، وعظ کوي او ناروغانو ته شفا ورکوي
(لوقا ۶: ۱۷ - ۱۹)
23 عیسی په ټول جلیل کې ګرځېده، د هغوی په کنیسو کې یې تعلیم ورکاوه او د خدای د پاچاهۍ زېری یې خپراوه او خلکو ته یې د هر ډول ناروغیو او رنځونو څخه شفا ورکوله. 24 نو هغه په ټوله سوریه کې مشهور شو او خلکو به ټول هغه کسان چې په ډول ډول ناروغیو او دردونو باندې اخته وو او هغه خلک چې پېریانو نیولي وو، میرګي یې درلودل او یا ګوډان او شلان وو، هغه ته راوستل او هغه به روغول. 25 ګڼ شمېر خلک د جلیل، دکاپولس، اورشلیم، یهودیې او د اردن د سیند د بلې غاړې د سیمې خلک ورپسې روان شول.
Currently Selected:
متي ۴: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.