متي ۲۸
۲۸
اته ویشتم فصل
د عیسی بیا راژوندي کېدل
(مرقوس ۱۶: ۱ - ۱۰ او لوقا ۲۴: ۱ - ۱۲ او یوحنا ۲۰: ۱ - ۱۰)
1 د سبت ورځ تېره شوه او د یکشنبې سهار وختي ؤ چې مریم مجدلیه او هغه بله مریم د قبر لیدلو ته لاړلې. 2 ناڅاپه یوه سخته زلزله وشوه، ځکه چې د څښتن فرښته له اسمانه راښکته شوه، قبر ته ورغله او هغه تیږه یې بېرته راورغړوله او ورباندې کښېناستله. 3 د هغې مخ د برېښنا په شان ځلېده او کالي یې د واورې په شان سپین وو. 4 ساتونکي له وېرې ولړزېدل او لکه د مړو په شان په ځمکه ولوېدل. 5 خو فرښتې هغو ښځو ته وویل: «مه وېرېږئ، زه پوهېږم چې تاسو عیسی لټوئ چې په صلیب باندې ځړول شوی ؤ. 6 هغه دلته نشته. لکه څنګه چې هغه خپله ویلي وو، هغه راژوندی شوی دی. راشئ او هغه ځای وګورئ چې هغه په کې پروت ؤ. 7 نو بیا زر لاړې شئ او د هغه شاګردانو ته ووایئ چې عیسی د مړو نه راژوندی شوی دی. ګورئ، هغه ستاسو څخه مخکې جلیل ته ځي او تاسو به یې هلته ووینئ. څه چې مې درته وویل هغه یاد ساتئ.» 8 نو هغوی په بیړه د قبر څخه روانې شوې او په وېرې او ډېرې خوشحالۍ سره په منډه منډه لاړې چې شاګردان خبر کړي. 9 ناڅاپه عیسی د هغوی سره مخامخ شو او ویې ویل: «سلام دې وي په تاسو!» هغوی ورغلې او د هغه په پښو کې پرېوتلې او سجده یې ورته وکړه. 10 بیا عیسی هغوی ته وویل: «مه وېرېږئ. لاړې شئ او زما ورونو ته ووایئ چې جلیل ته لاړ شي او هلته به ما وویني.»
د ساتونکو رشوت اخیستل
11 په هغه وخت کې چې ښځې په لاره روانې وې، یو څو عسکره چې د قبر ساتنه یې کوله، ښار ته لاړل او څه چې پېښ شوي وو هغه یې مشرانو کاهنانو ته وویل. 12 کله چې مشرانو کاهنانو د قوم د مشرانو سره لیدنه کتنه وکړه او مشوره یې وکړه او هغوی ساتونکو ته زیات رشوت ورکړ 13 او ورته ویې ویل: «تاسو باید خلکو ته داسې ووایئ، کله چې د شپې مونږ ویده وو، نو د هغه شاګردان راغلي او د هغه مړی یې غلا کړی دی. 14 که چېرې دا خبره د والي غوږ ته ورسیږي، نو مونږ به هغه ته قناعت ورکړو چې تاسو بې ګناه یئ او نه پرېږدو چې د کومې ستونزې سره مخ شئ.» 15 نو ساتونکو پیسې واخیستې او څه چې ورته ویل شوي وو هماغسې یې وکړل. یهودیان تر نن ورځې پورې یو بل ته دا کیسه کوي.
د عیسی له خوا نورو قومونو ته د شاګردانو لېږل
(مرقوس ۱۶: ۱۴ - ۱۸ او لوقا ۲۴: ۳۶ - ۴۹ او یوحنا ۲۰: ۱۹ - ۲۳ او د رسولانو عملونه ۱: ۶ - ۸)
16 بیا یوولس شاګردان د جلیل هغه غره ته لاړل چې عیسی ورته ویلي وو چې لاړ شي. 17 کله چې هغوی عیسی ولیده، نو ورته په سجده شول. خو په هغوی کې ځینې ورباندې شکمن وو. 18 بیا عیسی هغوی ته نژدې ورغی او ورته ویې ویل: «د ځمکې او اسمان ټول واک او اختیار ماته راکړل شوی دی. 19 لاړ شئ او ټول قومونه زما پیروان کړئ او هغوی ته د پلار او زوی او روح القدس په نوم د تعمید غسل ورکړئ. 20 هغوی ته دا تعلیم ورکړئ چې په هغو ټولو حکمونو باندې عمل وکړي چې تاسو ته مې درکړي دي. او په دې باور ولرئ چې زه به تل او د نړۍ تر پایه ستاسو سره مل یم.»
Currently Selected:
متي ۲۸: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.