متي ۱۹
۱۹
نولسم فصل
د طلاق په هکله پوښتنه
(مرقوس ۱۰: ۱ - ۱۲)
1 کله چې عیسی دا خبرې خلاصې کړې، نو د جلیل څخه روان شو او د یهودیې سیمې ته چې د اردن د سیند په بله غاړه پرته وه لاړ. 2 ګڼ شمېر خلک ورپسې روان وو او عیسی هلته هغوی ته شفا ورکړه.
3 ځینې فریسیان هغه ته راغلل او د دې دپاره چې هغه وازمایي، نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا دا روا ده چې یو سړی دې خپله ښځه چې په هر دلیل وي طلاقه کړي؟» 4 عیسی په ځواب کې وویل: «ایا تاسو نه دي لوستلي چې په پیل کې چې کله خالق انسانان پیدا کړل، نو هغه یې نر او ښځه پیدا کړل؟ 5 او خدای وویل#۱۹: ۵ دا په تورات کې لیکل شوي دي.:
نو له همدې امله سړی خپل مور او پلار پرېږدي او د خپلې ښځې سره یوځای کیږي او دواړه یو بدن شي.
6 نو هغوی نور دوه تنه نه بلکې یو تن وي. نو څرنګه چې خدای هغوی سره یوځای کړي دي، انسان باید هغوی سره بېل نه کړي.» 7 فریسیانو د عیسی نه پوښتنه وکړه: «نو بیا موسی په دې هکله ولې حکم کړی دی چې یو سړی کولای شي خپلې ښځې ته طلاق نامه ورکړي او هغه وشړي؟» 8 عیسی ځواب ورکړ: «موسی تاسو ته د دې دپاره اجازه درکړه چې خپلو ښځو ته طلاق ورکړئ، ځکه چې ستاسو زړونه سخت وو. خو د پیدایښت له وخته داسې نه ؤ. 9 زه تاسو ته وایم چې که څوک خپله ښځه له زنا کولو پرته په کوم بل دلیل طلاقه کړي او د بلې ښځې سره واده وکړي، نو هغه زنا کوي.»
10 شاګردانو عیسی ته وویل: «که د مېړه او ښځې ترمنځ دا حال وي، نو دا به ښه وي چې څوک هېڅ واده ونه کړي.» 11 خو عیسی هغوی ته وویل: «هرڅوک دا خبره نه شي منلی، خو یوازې هغه خلک یې منلی شي چې خدای ورته دا توان ورکړی وي. 12 دا چې ځینې خلک ودونه نه شي کولای ډول ډول دلیلونه لري: ځینې داسې دي چې له مور نه نرښځیان پیدا شوي دي او ځینې د انسانانو له خوا خصیان شوي دي او نور د اسماني پاچاهۍ په خاطر ودونه نه کوي. نو څوک چې یې منلی شي هغه دې ومني.»
عیسی ماشومانو ته برکت ورکوي
(مرقوس ۱۰: ۱۳ - ۱۶ او لوقا ۱۸: ۱۵ - ۱۷)
13 په دې وخت کې ځینو خلکو عیسی ته خپل ماشومان راوستل چې خپل لاس د هغوی په سرونو باندې کېږدي او د هغوی دپاره دعا وکړي، خو شاګردانو هغوی ورټل. 14 خو عیسی هغوی ته وویل: «پرېږدئ چې ماشومان ماته راشي او هغوی مه منع کوئ، ځکه چې اسماني پاچاهي د همداسې خلکو ده.» 15 عیسی خپل لاس د هغوی په سرونو باندې کېښود، برکت یې ورته ورکړ او بیا روان شو.
په اسماني پاچاهۍ کې د شتمن سړي ننوتل ډېر سخت دي
(مرقوس ۱۰: ۱۷ - ۳۱ او لوقا ۱۸: ۱۸ - ۳۰)
16 داسې وشول چې یو سړی عیسی ته راغی او پوښتنه یې ترې وکړه: «استاذه! زه داسې کوم نېک کار وکړم چې تلپاتې ژوندون وګټم؟» 17 عیسی هغه ته وویل: «د نېکۍ په هکله ولې زما څخه پوښتنه کوې؟ یوازې یو ذات دی چې نېک دی، خو که ته غواړې تلپاتې ژوندون تر لاسه کړې، نو د هغه په حکمونو عمل وکړه.» 18 هغه سړي پوښتنه وکړه: «کوم حکمونه؟» عیسی وویل: «قتل مه کوه، زنا مه کوه، غلا مه کوه، د دروغو شاهدي مه ورکوه. 19 د خپل مور او پلار عزت کوه او د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.» 20 هغه ځوان ځواب ورکړ: «په دې ټولو مې عمل کړی دی، نور څه وکړم؟» 21 عیسی ورته وویل: «که ته غواړې چې کامل شې، نو لاړ شه او خپل هر څه چې لرې خرڅ کړه او پیسې یې غریبانو ته ورکړه، نو ته به په اسمان کې خزانې ولرې. بیا راشه او زما پیروي وکړه.» 22 کله چې هغه ځوان دا خبرې واورېدلې نو له هغه ځای څخه غمجن روان شو، ځکه چې هغه ډېر مال او جایداد درلود.
23 عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دولتمن سړي ته اسماني پاچاهۍ ته ننوتل ډېر سخت کار دی. 24 زه یوځل بیا تاسو ته وایم چې د ستنې د سوري څخه د اوښ تېرېدل اسانه دي له دې نه چې یو شتمن سړی دې د خدای پاچاهۍ ته ورننوځي.» 25 کله چې شاګردانو دا خبرې واورېدلې، نو ډېر حیران شول او پوښتنه یې وکړه: «نو بیا څوک کولای شي چې خلاصون ومومي؟» 26 عیسی هغوی ته وکتل او ویې ویل: «د انسان دپاره دا ناشونې ده، خو د خدای دپاره هرڅه ممکن دي.»
27 بیا پطروس ورته وویل: «وګوره، مونږ هرڅه پریښي دي او تا پسې روان شوي یو. نو مونږ به څه لاسته راوړو؟» 28 عیسی هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې په راتلونکې نوې نړۍ کې چې کله د انسان زوی خپل د جلال نه ډک تخت باندې کښېني، نو تاسو دولس تنه به چې زما پیروان یئ هم په دولسو تختونو باندې کښېنئ او د اسراییلو د دولسو قبیلو قاضیان به شئ. 29 هرچا چې زما په خاطر خپل کورونه، ورونه، خویندې، مور او پلار، اولادونه او خپلې ځمکې پریښي دي، هغوی به سل چنده لاسته راوړي او تلپاتې ژوندون به ورته ورکړل شي. 30 خو ډېر چې اوس اول دي، هغوی به وروستي شي او ډېر چې اوس وروستي دي هغوی به اول شي.»
Currently Selected:
متي ۱۹: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.