متي ۱۱
۱۱
یوولسم فصل
د عیسی په هکله د یحیی پوښتنه
(لوقا ۷: ۱۸ - ۳۵)
1 کله چې عیسی خپلو دولسو شاګردانو ته دا لارښوونې وکړې، نو له هغه ځای نه روان شو چې د هغې سیمې په نورو ښارونو کې تعلیم ورکړي او وعظ وکړي.
2 کله چې یحیی په زندان کې د مسیح د کارونو څخه خبر شو، نو خپل څو شاګردان یې هغه ته ورولېږل 3 چې د هغه څخه پوښتنه وکړي: «ایا ته هغه څوک یې چې باید راغلی وای یا د کوم بل چا په تمه واوسو؟» 4 عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «لاړ شئ او څه چې تاسو اورئ او وینئ یحیی ته ووایئ 5 چې څنګه ړانده بینا کیږي، ګوډان کولای شي وګرځي، کوم خلک چې په جذام باندې اخته وو هغه پاک او روغ#۱۱: ۵ پاک او روغ: پاک په مذهبي توګه او روغ په جسماني توګه. شوي دي، کاڼه اورېدلی شي، مړي راژوندي کیږي او غریبانو ته زېری ورکول کیږي. 6 بختور دی هغه څوک چې په ما شک ونه کړي.»
یحیی څوک دی
7 څنګه چې د یحیی شاګردان روان شول، نو عیسی خلکو ته د یحیی په هکله داسې خبرې پیل کړې: «تاسو د څه شي د لیدلو دپاره دښتې ته تللي وئ؟ د یوې لوخې د لیدلو دپاره چې باد خوځوله؟ 8 نو بیا د څه شي د لیدلو دپاره تللي وئ؟ ایا د هغه چا د لیدلو دپاره چې قیمتي او ښکلي کالي یې اغوستي وو؟ ګورئ، کوم خلک چې داسې کالي اغوندي هغوی په شاهانه ماڼیو کې ژوند کوي. 9 نو بیا د څه شي د لیدلو دپاره وتلي وئ؟ ایا د یو پیغمبر د لیدلو دپاره؟ هو، زه تاسو ته وایم چې هغه د یو پیغمبر څخه هم ډېر لوی دی. 10 دا هغه څوک دی چې د هغه په هکله د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:
# ۱۱: ۱۰ دا د ملاکي پیغمبر لیکنه ده. ګوره، زه به خپل استازی ستا څخه مخکې ولېږم چې ستا دپاره لاره تیاره کړي.
11 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې په دې نړۍ کې له تعمید ورکوونکی یحیی څخه بل څوک لوی نه دی پیدا شوی، خو بیاهم په اسماني پاچاهۍ کې تر ټولو کوچنی د هغه نه ډېر لوی دی. 12 د تعمید غسل ورکوونکي یحیی د زمانې څخه تر نن ورځ پورې اسماني پاچاهي تر سختو حملو لاندې راغلې او زورور خلک کوښښ کوي چې هغه په زوره ونیسي. 13 ځکه چې ټولو پیغمبرانو او د موسی شریعت #۱۱: ۱۳ د موسی شریعت: دا دلته د تورات په معنی دی.د یحیی تر راتللو پورې د اسماني پاچاهۍ په هکله پېشګویي کړې ده 14 او که تاسو تیار یئ چې دا ومنۍ، نو یحیی هماغه الیاس نبي دی چې باید راغلی وای. 15 که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.
16 خو زه د دې زمانې خلک د څه شي سره پرتله کړم؟ هغوی د هغو ماشومانو په شان دي چې په بازار کې ناست وي او یو بل ته نارې وهي: 17 ‹مونږ درته شپیلۍ ووهله، خو تاسو ګډا ونه کړه، مونږ درته د غم سندرې وویلې، خو تاسو ونه ژړل.› 18 ځکه کله چې یحیی راغی، نو نه یې څه خوړل او نه یې څه څښل، خو ټولو به ویل چې هغه پېریانو نیولی دی. 19 کله چې د انسان زوی راغی او هغه خوړل او څښل، خو هغوی ویل چې هغه ته ګورئ، هغه یو خېټور، شرابي او د مالیه ټولوونکو او نورو ګناهکارانو ملګری دی. خو بیاهم خلکو ته به د خدای حکمت په خپلو عملونو کې رښتینی ثابت شي.»
بې ایمانه ښارونه
(لوقا ۱۰: ۱۳ - ۱۵)
20 بیا عیسی د هغو ښارونو خلک ملامته کړل چې زیاتې معجزې یې په کې ښودلې وې، ځکه چې هغوی توبه ونه ویستله. 21 هغه وویل: «افسوس دې وي په تا ای د خورزین ښاره! او افسوس دې وي په تا باندې ای د بیت صیدا ښاره! ځکه که چېرې دا معجزې چې په تاسو کې وښودل شوې که هغه په صور او صیدون کې ښودل شوې وای نو هغوی به ډېر پخوا د ویر کالي اغوستي وای، په خپلو سرونو باندې به یې ایرې بادولې او توبې به یې ویستلې وای. 22 خو تاسو ته وایم چې د قیامت په ورځ به د صور او صیدون سزا ستاسو د سزا څخه کمه وي. 23 خو ای د کپرناحوم ښاره! تا غوښتل چې اسمان ته ورسېږې؟ نه، ته به دوزخ ته وغورځول شې. ځکه کومې معجزې چې په تا کې وښودل شوې، که هغه په سدوم کې ښودل شوې وای، نو هغه به تر نن ورځې پورې پاتې وای. 24 خو زه تاسو ته وایم چې د قیامت په ورځ به د سدوم د خلکو سزا ستاسو د سزا څخه کمه وي.»
عیسی وایي چې ماته راشئ او ارام ومومئ
(لوقا ۱۰: ۲۱ - ۲۲)
25 په هغه وخت کې عیسی دا دعا وکړه: «ای پلاره، ای د ځمکې او اسمان څښتنه، ستا شکر کوم چې دا خبرې دې د پوهو او هوښیارو خلکو څخه پټې کړې دي او ناپوهو ته دې ښکاره کړي دي. 26 هو پلاره! دا ستا رضا وه.
27 زما پلار ټول شیان ماته راسپارلي دي. هېڅوک زوی نه پېژني بې له پلاره او هېڅوک پلار نه پېژني بې له زویه او بې له هغو کسانو چې زوی یې وغواړي، پلار ورته وروښایي. 28 ای تاسو ټول چې د خپلو درنو بارونو څخه ستړي شوي یئ، ماته راشئ او زه به ارام درکړم. 29 زما جغ په خپله غاړه کېږدئ او زما څخه یې زده کړئ، ځکه چې زه په زړه نرم او عاجز یم او ستاسو زړونه به ارام ومومي. 30 ځکه چې زما د جغ وړل اسانه او بار مې سپک دی.»
Currently Selected:
متي ۱۱: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.