لوقا د کتاب پېژندنه
د کتاب پېژندنه
د لوقا انجیل د ۶۰ نه تر ۷۰ میلادي کلونو پورې د لوقا په نامه یو سړي لیکلی دی. لوقا یو غیریهودي ډاکتر او د پولوس رسول د نژدې ملګرو څخه ؤ. لوقا د پولوس سره د عیسی مسیح د زېري په رسولو کې مرسته کوله او زیات سفرونه یې ورسره کړي دي. هغه دا زېری چې د عیسی مسیح په هکله دی، د تیوفیلوس په نوم یو سړي ته چې یو لوړ رتبه مامور ؤ، لیکلی ؤ (لوقا ۱: ۱ - ۴). لوقا د څو عیني شاهدانو څخه معلومات راټول کړ او د روح القدس په لارښوونه یې د هغه څخه یو منظم او سم راپور د عیسی د ژوند په هکله جوړ کړ.
لوقا په دې انجیل کې دا بیانوي چې انسان څرنګه د عیسی مسیح په وسیله خلاصون وموند. وروسته له هغې چې لومړني انسان ګناه وکړه او د خدای څخه لېرې شو، هغه الهي نقشه چې د انسان د خلاصون په خاطر جوړه شوې وه او نبیانو د هغې په هکله نبوت کړی ؤ، د عیسی مسیح د ژوندانه په پېښو کې عملي شو.
د لوقا انجیل د عیسی مسیح په ژوند کې د هغه د زېږېدنې د وخت نه د اسمان تر ختلو پورې مهمې پېښې بیانوي. هغه په دې انجیل کې عیسی هم د یهودیانو او هم د نورو خلکو د خلاصوونکي په توګه ورپېژني. همدارنګه د لوقا انجیل د ټولنې د ټیټ موقف خلکو لکه غیریهودیانو، ښځو، کونډو، د ټولنې نه شړل شویو خلکو، غریبانو، محتاجو او معیوبو خلکو ته د عیسی په خدمت باندې ټینګار کوي. ټول انسانان مینې ته اړتیا لري او عیسی د مینې او محبت سرچینه ده. د انسان ډېر مهم او اساسي درد ګناه ده او عیسی انسان ته د ګناه څخه خلاصون ورکوي. همدارنګه د لوقا په انجیل کې په دعا، روح القدس، د عیسی په ماموریت یا خدمت کولو کې د ښځو په ونډه او د خدای له خوا د ګناهونو په بخښنې باندې زیات ټینګار شوی دی.
د لوقا په انجیل کې اساسي ټینګار د خدای په پاچاهۍ باندې دی. دا هغه وخت دی چې خدای په خلکو باندې حکومت کوي چې د خلکو او د ټولنې په ژوند کې مهم بدلونونه رامنځته کیږي. عیسی د خدای په حکومت یا واکمنۍ کې ځانګړی ارزښت لري. هغه د مسیح یا وعده شوي پاچا په توګه راغی، ترڅو په نړۍ کې د خدای حکومت رامنځته کړي.
د موضوعګانو لست
سریزه: ۱: ۱ - ۴
د تعمید غسل ورکوونکي یحیی او د عیسی مسیح زېږېدنه او ماشومتوب: ۱: ۵ - ۲: ۵۲
د تعمید غسل ورکوونکي یحیی ماموریت: ۳: ۱ - ۲۰
د عیسی مسیح تعمید او ازمېښتونه: ۳: ۲۱ - ۴: ۱۳
په جلیل کې د عیسی مسیح خدمتونه: ۴: ۱۴ - ۹: ۵۰
له جلیل څخه تر اورشلیمه د عیسی مسیح تعلیم او معجزې: ۹: ۵۱ - ۱۹: ۲۷
په اورشلیم او د هغه په شاوخوا سیمو کې وروستنۍ هفته: ۱۹: ۲۸ - ۲۳: ۵۶
د عیسی بیا راژوندي کېدل، راښکاره کېدل او پورته ختل: ۲۴: ۱ - ۵۳
Currently Selected:
لوقا د کتاب پېژندنه: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.