څېړونکی ۶
۶
شپږم فصل
د تېرېدونکي ژوند په اړه غوره نصیحتونه
1 ما د اسمان لاندې بله بدبختي هم لیدلې ده چې د انسان په اوږو یې دروند بار ایښی دی. 2 یو سړي ته خدای مال، دولت او عزت ورکړی دی ترڅو له ټولو هغو شیانو څخه بې برخې نه وي چې زړه یې غواړي، خو خدای ورته دا قدرت نه دی ورکړی چې له هغو څخه وخوري او د هغه په ځای یو پردی سړی له هغو څخه خوري او ترې خوند اخلي. نو دا حالت لوګی او پوکی او لویه بدبختي ده. 3 که چېرې یو سړی سل ماشومان ولري او حتی ډېر کلونه عمر وکړي او د ژوند ورځې یې ډېرې زیاتې وي، خو که هغه د خپل ژوند له نعمتونو څخه خوشحاله نه وي او په عزت سره ښخ نه شي، نو زه دا وایم چې هغه ماشوم ترې ښه دی چې مړ زېږېدلی وي. 4 ځکه، مړ زېږېدلی ماشوم نړۍ ته د لوګي او پوکي په شان راځي، په تیارې کې بېرته ځي او په هماغه تیارې کې یې نوم فنا کیږي. 5 همدا شان هغه ماشوم لا د لمر روښنایي هم لیدلی نه دی او نه هم هغه پېژني، خو له هغه سړي نه زیات ارام دی. 6 که هغه سړی دوه وارې او هر وار زر کاله ژوند وکړي، خو که د خپل ژوند نه خوند وانخلي نو څه ګټه لري؟ ایا په پای کې به دواړه یو ځای ته لاړ نه شي؟
7 د انسان ټول زحمتونه د ګېډې دپاره وي
خو د هغه ګېډه هېڅکله نه مړیږي
8 په حقیقت کې، یو هوښیار سړی
له یو کم عقل نه څه لوړوالی لري؟
که غریب سړی پوه شي چې له خلکو سره ښه چلند وکړي
نو دا هغه ته څه ګټه لري؟
9 هغه سترګې چې په قناعت مړې وي
له هغه ګېډې نه ښې دي چې تل وږې وي
نو دا حالت هم لوګی او پوکی او په باد پسې منډې وهل دي.
نتیجې او موندنې
نامعلوم خو ټاکل شوی راتلونکی
10 هرڅه چې اوس موجود دي
په هغو له پخوا نه نوم ایښودل شوی
او دا چې انسان څه دی هغه ټولو ته معلوم دی
نو هغه نه شي کولای هغه چاته په بحث کې ماتې ورکړي
چې ترې نه قوي دی
11 ځکه څومره چې خبرې او بحثونه زیاتیږي
نو هغومره ډېر لوګي او پوکي پیدا کیږي
او دا انسان ته څه ګټه لري؟
12 نو په حقیقت کې، څوک پوهیږي چې د انسان دپاره د هغه د ژوند په لنډه موده کې چې د لوګي او پوکي په شان دی او د سیوري په څېر تېریږي، څه شی ښه دی. څوک کولای شي هغه ته ووایي چې راتلونکی به د اسمان لاندې څه ډول وي؟
Currently Selected:
څېړونکی ۶: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.