څېړونکی ۱۱
۱۱
یوولسم فصل
د انساني پوهې حدود
1 خپلې دانې په لمده ځمکه کې وشینده
ځکه څو ورځې وروسته به ته هغه بېرته حاصل کړې
2 د خپلو دانو یوه برخه له اوو اتو کسانو سره شریکې کړه
ځکه ته نه پوهېږې چې په ځمکه باندې به څه افت راځي
3 که ورېځې نمجنې او درندې شي
نو په ځمکه باندې باران وریږي
او که ونه جنوب یا شمال لوري ته چپه شي
نو په هماغه ځای به پرته وي چې پرې رالویږي
4 څوک چې د باد لوري ته ګوري هغه بیا څه نه کري
او څوک چې ورېځو ته ګوري هغه بیا حاصل نه رېبي
5 لکه څنګه چې ته نه پوهېږې
چې باد له کوم ځایه لګیږي
یا د امیدوارې ښځې په ګېډه کې
ماشوم څرنګه لوییږي
نو همدا شان ته د خدای په کارونو هم نه پوهېږې
چې دا دواړه د هغه له خوا تر سره کیږي
6 په سهار کې خپل تخم وکره
او په ماښام کې هم لاس تر زنې مه کښېنه
ځکه ته نه پوهېږې چې په کوم کار کې بریالیتوب شته
په دې کار کې یا په هغه بل کار کې
یا په دواړو کې په برابره توګه بریالیتوب شته
ځوانانو ته نصیحت
په ځلمیتوب کې له خپل ژوند نه خوند واخله
7 نو د لمر روښنایي څومره خوږه ده او د انسان دپاره څومره ښه ده چې د لمر د روښنایۍ لاندې واوسیږي. 8 په حقیقت کې، یو سړی چې ډېر کلونه عمر کوي هغه باید خوشحالي وکړي او له خپل ژوند نه خوند واخلي، خو هغه باید په یاد ولري چې د تیارې ورځې ډېرې زیاتې وي. نو هرڅه چې په راتلونکې کې پېښیږي هغه ټول لوګي او پوکي دي.
9 نو ای ځوانه! د ځوانۍ په ورځو کې خوشحالي وکړه او د خپل ځلمیتوب له هرې شېبې نه یې خوند واخله. چېرته چې ستا زړه ځي او سترګې دې ګوري هلته دې ستا پښې هم لاړې شي. خو په دې پوه شه چې خدای به ستا د زړه د ارمانونو او عملونو قضاوت وکړي. 10 له خپل زړه څخه غم او غوسه لېرې کړه او له خپل بدن څخه درد او کړاو وباسه، ځکه چې ځواني او د ځلمیتوب سباوون لوګی او پوکی دی.
Currently Selected:
څېړونکی ۱۱: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.