YouVersion Logo
Search Icon

غزلې 1

1
اول باب
اول سرود
1د حضرت سليمان خواږۀ سرودونه.
محبوبه
2بيا بيا مې په خپلو شونډو سره ښُکل کړه،
ځکه چې ستا مينه د ميو نه زياته مزه کړينه.
3ستا د عطرو خوشبوئى څومره ښُکلې ده،
ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده.
نو ځکه ټولې پېغلې په تا مئينې دينه
4زر شه، ما د خپل ځان سره بوځه،
تۀ زما بادشاه شه، ما خپلې کوټې ته بوځه.
ښځې
اے بادشاه مونږ څومره ستا دپاره خوشحاله يونه،
د ميو نه زيات مونږ ستا د مينې صِفت کوونه.
محبوبه
دا رښتيا دى چې پېغلې په تا مئينې دينه.
5زۀ خو توره يمه خو ښُکلې يمه،
اے د يروشلم جينکو،
د قيدار د خېمو په شان توره يمه
او د سليمان د خېمې د پردو په شان توره يمه.
6ما ته مۀ ګورئ ځکه چې زۀ غنم رنګه يمه،
زما څرمنه نمر توره کړې ده.
زما وروڼه ما سره وران وونه
او په زبردستۍ سره هغوئ
په ما د خپلو انګورو خيال ساتلو.
نو بيا ما خپل خيال ونۀ ساتلو،
او نۀ مې د خپل انګور خيال وکړلو.
7ما ته ووايه، زما جانانه،
تۀ به نن خپله رمه څرولو له چرته بوځې؟
او تۀ خپلې ګډې په غرمه کښې
د دمې دپاره چرته راغونډوې؟
نو بيا زۀ ولې برقعه په سر سرګردانه شمه
او ستا د ملګرو په رمو کښې درپسې وګرځمه
محبوب
8اے په ټولو پېغلو کښې ښائسته محبوبې، کۀ چرې تا ته دا پته نۀ وينه،
نو د رمو د پښو ښاپونو پسې شه روانه،
او خپل چېلى دې د شپانو د خېمو په خوا کښې وڅرونه.
9زما محبوبې، تۀ په ما دومره ګرانه ينه،
لکه د فِرعون د شاهى آسپې په شان ښائسته ينه.
10ستا اننګى څومره ښائسته دينه،
او هغه ستا د غوږونو والو سره ځليږينه.
او ستا غړۍ څومره ښائسته ده،
او د سرو سره څومره ښُکلې ښکارينه.
11خو مونږ به د سرو زرو والۍ درته
او د سپينو زرو مرۍ جوړې کړونه.
محبوبه
12کله چې زما شهزاده خپل کټ کښې آرام کولونه،
نو زما د عطرو په خوشبويۍ کښې نشه نشه شونه.
13زما جانان د مُر زونډے دېنه،
زما په سينه پروت دېنه
14زما جانان د عين‌جدى د انګورو په
باغونو کښې د نکريزو د ګل په شان دېنه
محبوب
15زما محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه.
تۀ څومره حسينه ينه،
سترګې دې د ګوګوشتکو په شان ښُکلې دينه.
محبوبه
16تۀ ډېر ښُکلے يې زما جانانه،
تۀ څومره زړۀ وړونکے ينه،
شنه ګياه به زمونږ بستره وينه.
17د دِيار لرګى به زمونږ د کور وى تيرونه،
او د خوشبوداره دِيار لرګى زمونږ د کور دى تيرونه،
او د دِيار ونه به زمونږ د کوټې چت وينه.

Currently Selected:

غزلې 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy