5
پينځم باب
د صادق کولو نتيجه
1په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده، 2د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک په فضل کښې هغه ځائ وموندو چرته چې اوس مونږ يُو، او مونږ د خُدائ پاک د لويئ په اُميد کښې خوشحالى کوُو. 3نۀ صرف دا بلکې مونږ په خپلو تکليفونو هم خوشحالى کوُو، ځکه چې مونږ ته دا معلومه ده چې تکليفونه د برداشت طاقت پېدا کوى، 4او برداشت نه اخلاق پېدا کيږى، او اخلاق نه اُميد پېدا کيږى، 5او دا اُميد مونږ شرمېدو ته نۀ پرېږدى، ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے. 6ځکه کله چې مونږ لا بېوسه وُو، نو مسيح په صحيح وخت کښې د بېدينو دپاره خپل ځان قربان کړو. 7د يو صادق انسان دپاره به په مشکله څوک خپل ځان قربان کړى. خو کېدے شى چې د يو نېک او مهربانه کس دپاره څوک خپل ځان قربان کړى. 8خو خُدائ پاک خپله مينه مونږ ته داسې ثابته کړه، چې کله مونږ لا په ګناه کښې اخته وُو نو مسيح زمونږ دپاره مړ شو. 9مونږ چې د مسيح د وينې په وسيله صادقان شُو، نو دا نوره هم يقينى شوه چې مونږ به د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک د غضب نه هم بچ شُو. 10ځکه چې کله مونږ د خُدائ پاک دشمنان وُو نو مونږ د هغۀ د زوئ د مرګ په وسيله ورسره رضا شُو، او د دې نه زيات، د هغۀ د زوئ د ژوند په وسيله به بچ شُو. 11خو مونږ د دې نه زيات د خپل مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله په خُدائ پاک فخر کوُو د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک سره رضا شوى يُو.
حضرت آدم او حضرت عيسىٰ مسيح
12نو څنګه چې ګناه د يو انسان په وسيله دُنيا ته راغله، او د ګناه په وسيله مرګ راغلو. او دغه شان مرګ په ټول انسانى نسل قبضه وکړه، ځکه چې ټولو بنى آدمو ګناه وکړه. 13د شريعت نه وړاندې ګناه دُنيا ته راغلې وه، خو چې کله شريعت نۀ وى نو ګناه هم ګناه نۀ حسابيږى. 14خو د آدم نه تر موسىٰ پورې مرګ په دُنيا غالب وو په هغه چا هم چې د آدم په شان ګناه يې نۀ وه کړې، آدم د راتلونکى عيسىٰ دپاره يو نمونه وو. 15خو د آدم د نافرمانۍ او د خُدائ پاک په فضل کښې لوئ فرق دے. ځکه چې د دې يو انسان يعنې د آدم نافرمانۍ په ټولو مرګ نازل کړو خو د خُدائ پاک فضل او بخښنه د دې نه لويه ده ځکه چې د يو انسان يعنې عيسىٰ مسيح په وسيله يې هر چا ته ورکړه. 16او بيا دا چې د خُدائ پاک د فضل او د آدم د نافرمانۍ په نتيجه کښې غټ فرق دے ځکه چې د آدم نافرمانۍ دُنيا مجرمه کړه، کۀ څۀ هم چې مونږ ډېر ګناه ګار وُو خو د خُدائ پاک فضل مونږ د هغۀ سره پخلا کړو. 17کۀ چرې د يو سړى په نافرمانۍ د مرګ بادشاهى شوه، نو د خُدائ پاک فضل به د دې په مقابله کښې ډېر زيات وى او د هغۀ د صداقت بخښنه به ژوندون وى، د هغه يو سړى په وسيله چې عيسىٰ مسيح دے. 18نو بيا دا چې د يو سړى د نافرمانۍ په وجه ټول خلق مجرمان شول نو د يو سړى د صداقت په وجه ټول خلق راستباز کېدے شى او ژوندون هم حاصلولے شى. 19ځکه چې د يو سړى په نافرمانۍ ډېر ګناه ګار شول نو هم دغه شان د يو سړى په فرمانبردارۍ به ډېر صادقان هم شى. 20خو شريعت ځکه راغلو چې خلقو ته پته ولګى چې هغوئ څومره ګناهګار دى. خو چرته چې نافرمانى زياته شى نو هلته فضل د هغې نه نور هم زيات شى. 21ځکه څنګه چې ګناه د مرګ په وسيله خپله بادشاهى قائمه کړه، دغه شان د خُدائ پاک فضل هم د صداقت په وسيله خپله بادشاهى کوى چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ د تل ژوندون طرف ته بوځى.