16
شپاړسم باب
د پولوس رسول شخصى سلام
1زۀ تاسو ته د فيبے چې زمونږ خور او د کِنخريه د جماعت خِدمتګاره ده، سفارش کوم، 2تاسو د هغې د مالِک په يووالى کښې داسې هرکلے وکړئ لکه څنګه عزت چې مقدسينو ته په کار وى. څۀ چې د هغې ضرورت وى ورسره مدد کوئ، ځکه چې هغې ما سره سره د نورو ډېرو خلقو هم مدد کړے دے. 3پرسکله او اکوله ته مې سلام وايئ، هغوئ د عيسىٰ مسيح په خِدمت کښې زما ملګرى وُو. 4هغوئ زما دپاره خپل ځانونه په خطره کښې هم واچول او نۀ صرف زۀ بلکې د غېريهوديانو ټول جماعتونه د هغوئ شُکر ګزارى کوى. 5هغه جماعت ته مې هم سلام وايئ چې د هغوئ په کور کښې راټوليږى. ګران اِپينتوس ته هم زما سلام وايئ چې په آسيه کښې د مسيح اول ايماندار دے. 6مريم ته مې سلام کوئ، چا چې ستاسو دپاره ډېر محنت کړے دے. 7اندرونيکوس او يونياس ته مې سلام وايئ، هغوئ زما عزيزان دى او ما سره په قېدخانه کښې وُو. هغوئ په رسولانو کښې مشهور دى او زما نه مخکښې يې په مسيح ايمان راوړے وو. 8امپلياطوس ته مې سلام وايئ چې د مالِک د خاطره په ما ګران دے. 9اوربانوس ته مې سلام وايئ چې د مسيح په خِدمت کښې زمونږ ملګرے دے، او په ما ګران ستاخوس ته هم سلام وايئ. 10اپىليس ته مې سلام وايئ چې په مسيح کښې آزمائيلے شوے دے او د اريستوبولوس د کور خلقو ته مې سلام وايئ. 11زما عزيز هيروديون ته سلام ووايئ او د نرکس د کور هغه خلقو ته هم سلام ووايئ چې د مالِک سره يووالے لرى. 12ترفينه او ترفوسه ته سلام وايئ چې د مالِک په خِدمت کښې زما ملګرى دى او هم ګرانې پرِسس ته سلام وايئ چا چې د مالِک په کار کښې ډېره خوارى کړې ده. 13روفوس ته سلام وايئ چې د مالِک غوره شوے دے او د هغۀ مور ته چې زۀ يې هم مور ګڼم، سلام وايئ. 14اَسنکريتوس، فليګون، هِرميس، پتروباس، هِرماس او هغو وروڼو او خوېندو ته چې د هغوئ ملګرى دى، سلام وايئ. 15فيلولوګوس، يوليه، نيريوس او د هغۀ خور او اُلمپاس او ټولو مقدسينو ته چې د هغوئ سره دى سلام وايئ. 16په خپلو کښې په پاکې مينې سره يو بل ته سلام ووايئ، د مسيح ټول جماعتونه درته سلام وائى.
آخرى هدايات
17نو اوس اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته دا منت کوم چې کوم خلق د هغه تعليم خلاف چې تاسو حاصل کړے دے، د بېاتفاقۍ او تيندک خوړلو سبب کيږى، په هغوئ نظر ساتئ او ځان ترې ساتئ. 18ځکه چې داسې خلق زمونږ د مالِک مسيح خِدمت نۀ کوى بلکې د خپل مفاد خِدمت کوى او په نرمو او خوږو خبرو ساده خلق دوکه کوى. 19ځکه چې ستاسو فرمانبردارى په ټولو خلقو کښې مشهوره ده، نو ځکه زۀ په تاسو خوشحاله يم او زۀ غواړم چې تاسو په نېکۍ کښې هوښياران شئ او په بدۍ کښې بېګناه شئ. 20خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے، هغه به ډېر زر شېطان ستاسو د پښو لاندې چخڼى کړى. زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو سره وى. 21زما د خِدمت ملګرے تيموتيوس او هم دغسې زما عزيزان لوکيوس، ياسون او سوسيپطرس تاسو ته سلام وائى. 22زۀ ترتيوس د دې خط ليکونکے تاسو ته هم په مالِک کښې سلام وايم. 23ګايوس چې زما او د ټول جماعت کوربه دے، تاسو ته سلام وائى، اِراستوس د ښار خزانچى او زمونږ ورور کوارتوس تاسو ته سلام وائى. 24زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره وى. آمين.
آخرى دُعا
25اوس دې ټوله لوئى خُدائ پاک ته وى. څوک چې تاسو په ايمان کښې مضبوطولے شى، زما زيرے د عيسىٰ مسيح په حقله چې تاسو ته بيان کوم د هغه کشف په مطابق کوم راز چې د ډيرې مودې نه پټ ساتلے شوے وو، 26خو اوس څرګند کړے شو، او ازلى خُدائ پاک د نبيانو د کلام په وسيله هغه ښکاره کړے دے د دې دپاره چې د هغۀ د حُکم په مطابق ټول غېريهوديان د ايمان راوړلو سره د هغۀ تابع شى. 27د هغه واحد خُدائ پاک چې په هر څۀ پوهيږى، جلال دې د عيسىٰ مسيح په وسيله تل تر تله وى. آمين.