11
يوولسم باب
په بنى اِسرائيل د خُدائ پاک رحم
1نو بيا زۀ تپوس کوم چې ولې خُدائ پاک خپل اُمت رد کړے دے څۀ؟ بلکل نه. زۀ په خپله هم بنى اِسرائيلى يم، د اِبراهيم د نسل نه يم او د بنيامين د خيل غړے يم. 2خُدائ پاک خپل هغه اُمت نۀ دے رد کړے چې پخوا يې غوره کړے وو. تاسو خبر نۀ يئ چې صحيفې د الياس په حقله څۀ وائى؟ چې هغۀ څنګه خُدائ پاک ته د بنى اِسرائيلو خلاف شکايت وکړو، 3”مالِکه، هغوئ ستا نبيان مړۀ کړى دى، هغوئ ستا قربانګاه نړولې دى، او زۀ يواځې پاتې يم او هغوئ زما ژوند هم ختموى.“ 4خو خُدائ پاک هغۀ ته څۀ جواب ورکړو؟ ”ما د خپل ځان دپاره اووۀ زره سړى ساتلى دى چا چې بعل ته سجده نۀ ده کړې.“ 5هم دغه شان په دې موجوده وخت کښې هم يوه ډله پاتې ده چې د خُدائ پاک په فضل غوره کړې شوې ده. 6خو کۀ چرې دا په فضل وى نو بيا دا نور د ښۀ عمل په بنياد نۀ دے، او کۀ نۀ وى، نو فضل بيا نور بېمطلبه شو. 7نو چې خبره داسې ده، نو ډېر بنى اِسرائيل په خپل لټون کښې کامياب نۀ شول. او په هغوئ کښې يو څو غوره شوى کسان کامياب شول. خو د نورو زړونه سخت کړے شوى وُو، 8لکه څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”خُدائ پاک هغوئ ته سست روح ورکړو. هغۀ دوئ ته تر نن ورځې پورې داسې سترګې چې ليدلے نۀ شى او غوږونه چې اورېدلے نۀ شى، ورکړل.“ 9او داؤد هم فرمائى چې، ”پرېږدئ چې د هغوئ دسترخوان جال او دام شى او د هغوئ دپاره د تيندک کاڼے او سزا شى. 10سترګې يې ړندې کړه چې هغوئ ونۀ وينى، او د هغوئ ملاګانې دې د تل دپاره ټيټې شى.“ 11نو زۀ تپوس کوم، چې ولې هغوئ تيندک وخوړلو نو هغوئ د تل دپاره پرېوتل څۀ؟ نه، بلکل نه، بلکې د هغوئ د نافرمانو په وجه غېريهوديانو خلاصون وموندلو، او په دې سبب بنى اِسرائيل هغوئ سره په حسد شول. 12اوس کۀ د بنى اِسرائيلو نافرمانى د دُنيا دپاره برکت وګرځېدلو، او کۀ د دوئ شکست د غېريهوديانو دپاره برکت وګرځېدو، نو بيا به د دې برکت نور څومره زيات شى چې کله ټول بنى اِسرائيل په کښې شامل شى.
د غېريهوديانو دپاره خلاصون
13زۀ اوس تاسو غېريهوديانو ته وايم چې زۀ د غېريهوديانو دپاره هم رسول يم او زۀ خپل خِدمت ته زور ورکوم، 14چې په دې طريقه زۀ په خپل قوم کښې سيالى پېدا کول غواړم او په هغوئ کښې ځينې بچ کړم. 15ځکه کۀ د هغوئ رد کېدل د دُنيا پخلا کېدل شول نو د هغوئ بيا قبلېدل به مړو ته د ژوندون نه څۀ کم نۀ وى. 16کۀ چرې دا د اوړو اولنۍ پيړه پاکه وه نو بيا نور ټول اوړۀ به هم پاک وى او کۀ د ونې جرړې پاکې وى نو بيا څانګې به هم پاکې وى. 17کۀ د زيتون ځينې څانګې پرېکړے شى، او د هغې په ځائ په کښې د ځنګلى زيتون يوه څانګه پيوند شى، نو بيا تاسو غېريهوديان هم د دغه ځنګلى څانګې په شان يئ. لکه څنګه چې هغه د بلې ونې د جرړو نه طاقت حاصلوى نو هم دغه شان تاسو هم د يهوديانو د روحانى جرړو نه طاقت حاصلوئ. 18نو ځان د هغه څانګو نه اوچت مۀ ګڼه. کۀ تۀ ځان اوچت ګڼې نو ياد ساته چې دا تۀ نۀ يې چې جرړو له وده ورکوې بلکې دا جرړه ده چې تۀ پرې پايې. 19تۀ به وائې چې، ”څانګې د دې دپاره پرېکړے شوې چې زۀ په کښې پيوند کړے شم.“ 20دا رښتيا ده، هغوئ د خپلې بېايمانۍ په وجه پرېکړے شوې خو تا د ايمان په وسيله خپل ځائ نيولے دے. نو کبر مۀ کوه بلکې يرېږه. 21ځکه کۀ چرې خُدائ پاک اصلى څانګې پرې نۀ ښودلې نو هغه به تا هم پرې نۀ ږدى. 22د خُدائ پاک د رحم او غضب خيال کوه. هغه په نافرمانو باندې خپل غضب نازلوى، خو څوک چې د هغۀ په رحم يقين ساتى هغه ورته خپل رحم ښائى. خو کۀ تاسو په هغۀ يقين نۀ کوئ نو تاسو به هم پرېکړے شئ. 23او کۀ د بنى اِسرائيل څوک په بېايمانۍ کښې پاتې نۀ شى نو هغوئ به بيا پيوند کړے شى، ځکه چې خُدائ پاک دا قدرت لرى چې هغوئ بيا پيوند کړى. 24ځکه کۀ چرې تۀ د خپل ځنګلى زيتون د ونې نه راپرېکړے شوے يې او د خپل فطرت په خلاف د اصلى زيتون سره پيوند شوے يې نو بيا به هغه څانګې څومره په آسانه پيوند شى کومې چې د اصلى زيتون خپلې څانګې دى.
د ټولو دپاره د خُدائ پاک رحم
25زما وروڼو او خوېندو، دا ځکه چې دلته يو پټ حقيقت دے او زۀ غواړم چې تاسو پرې پوهه شئ، د دې دپاره چې تاسو ځان بېځايه عقلمند ونۀ ګڼئ، او هغه دا دے چې د بنى اِسرائيل يوه برخه به تر هغې سخته وى ترڅو چې غېريهوديانو پوره پوره په دې کښې داخل نۀ شى. 26او بيا ټول بنى اِسرائيل به خلاصون ومومى لکه څنګه چې صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”خلاصونکے به د صيون نه راپورته شى، هغه به د يعقوب د نسل نه بېدينى لرې کړى. 27او دا زما د هغوئ سره يو لوظ دے چې کله د هغوئ ګناهونه لرې کړم.“ 28ډېر بنى اِسرائيل اوس هم د زيرى دشمنان دى. او دا ستاسو دپاره فائده ده. خو دوئ اوس هم خُدائ پاک ته د خپلو نيکونو اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب په وجه ګران دى. 29ځکه چې د خُدائ پاک نعمتونه او د هغۀ بلنه نۀ بدلېدونکې دى. 30لکه څنګه چې مخکښې تاسو غېريهوديان د خُدائ پاک نافرمانه وئ، خو چې کله بنى اِسرائيلو د هغۀ نافرمانى وکړه نو د هغوئ په ځائ خُدائ پاک په تاسو رحم وکړو. 31خو اوس هغوئ نافرمانه دى او د خُدائ پاک رحم په تاسو وشو نو چې دوئ هم ستاسو په وجه د خُدائ پاک په رحم کښې شريک شى. 32ځکه خُدائ پاک ټول بنى آدم په نافرمانۍ کښې راګېر کړل نو چې هغه په ټولو باندې رحم وکړى.
خُدائ پاک ته ثنا وئيل
33واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بېپايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى. 34”د مالِک خُدائ په اراده څوک پوهېدے شى؟ يا څوک هغۀ ته مشوره ورکولے شى؟ 35يا چا هغۀ ته چرې څۀ ورکړى دى چې د هغۀ نه هم څۀ واخلى؟“ 36ځکه چې دا ټول څيزونه د هغۀ د لاسه ملاويږى او د هغۀ په وسيله موجود دى او د هغۀ لويئ دپاره دى. د هغۀ ثنا دې تل تر تله وى. آمين.