YouVersion Logo
Search Icon

زبور 2

2
دوېم زبور
د خُدائ پاک غوره شوے بادشاه
1قومونه ولې په قهر شول
او اُمتونه ولې بې‌فائدې سازشونه کوى؟
2د دُنيا بادشاهان راپورته شول
او حاکمان د مالِک خُدائ خلاف
او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.
3”راځئ زنځيرونه به مات کړُو،
د خُدائ د غلامۍ رسۍ به وغورزوُو.“
4مالِک خُدائ په هغوئ پورې خاندى،
کوم چې آسمان کښې ناست دے هغه ورپورې ټوقې کوى.
5نو بيا يې هغه په خپله غصه کښې رټى
او په خپل قهر او غضب سره يې يروى.
6مالِک خُدائ فرمائى، ”ما مقرر کړے دے په خپل مقدس غر،
ما دے په صيون کښې خپل بادشاه کړو مقرر.“
7زۀ بادشاه به د مالِک خُدائ د حُکم اِعلان وکړم،
”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.
8زما نه وکړه سوال، زۀ به درکړم ټول قومونه،
زۀ ميراث کښې تا له در به کړم د دُنيا ټول جائيدادونه.
9د خاورين لوښى په شان به يې تۀ ډکرې کړې،
هغوئ به تۀ په سيخ د اوسپنې ټوټې کړې.“
10اے حکمرانانو هوښيار شئ،
اے د دُنيا بادشاهانو خبردار شئ.
11د يرې سره د مالِک خُدائ خِدمت کوئ،
او په رپېدو سره د هغۀ خوشحالى کوئ.
12د هغۀ د زوئ په وړاندې کۀ د زړۀ د اخلاصه ټيټ نۀ شئ،
نو هغه زر غصه کيږى، او ناڅاپه به تباه شئ،
هغه به بختور شى څوک چې د هغۀ پناه کښې راشى.

Currently Selected:

زبور 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy