فيليپيانو 1:2-3
فيليپيانو 1:2-3 PYPB
نو کۀ په تاسو کښې د مسيح څۀ ډاډګيرنه وى، يا د هغۀ د مينې څۀ تسلى وى، يا په تاسو کښې د روحُ القُدس شراکت وى، او يا څۀ رحم او همدردى وى، نو تاسو زما خوشحالى پوره کړئ چې په يو فکر، يوه مينه شئ، چې په يو زړۀ او يو مقصد شئ. د خود غرضۍ او بېځايه فخر په وجه څۀ مۀ کوئ، بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ.