YouVersion Logo
Search Icon

عبدياه 1

1
اول باب
مالِک خُدائ به د ادوم د خلقو عدالت کوى
1دا د عبدياه رويا ده. دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ يې د ادوم د قوم په حقله فرمائى، مونږ د مالِک خُدائ نه يو پېغام واورېدو، هغۀ يو پېغمبر قومونو ته ولېږلو چې ورته وفرمائى، ”پاڅئ، او راځئ چې په ادوم حمله وکړُو.“ 2اے ادومه ګوره، زۀ به تا په قومونو کښې وړوکے کړم، تۀ به ډېر سپک شې. 3تۀ خپل غرور دوکه کړے يې، تۀ چې د غرونو په غارونو کښې اوسېږې، او په اوچتو ځايونو کښې خپل کور جوړوې، تۀ چې د خپل ځان سره وائې چې، ”څوک ما لاندې زمکې ته راوستلے شى؟“ 4خو تر دې کۀ تاسو د باز په شان اوچت هم والوځئ، او خپله جاله د ستورو سره جوړه کړئ، نو زۀ به هلته نه هم تاسو لاندې راولم، مالِک خُدائ فرمائى. 5کۀ غلۀ د شپې راشى او تا لوټ کړى، نو هغوئ به تا نه دومره څۀ پټ کړى څومره چې غواړى. کله چې خلق انګور راټولوى نو څۀ نه څۀ ترې نه پاتې شى. خو ستاسو دشمن به تاسو مکمل جارُو کړى. 6د ادوم خلق، د عِيسو اولاد به په پوره توګه لوټ کړے شى، او د هغوئ پټې خزانې به يوړے شى. 7تر دې چې ستا ټول اِتحاديان به هم تا ستا د خپل مُلک نه وزغلوى، ستا خپل ملګرى به تا دوکه کړى او په تا به زورَور شى. ستا اعتبارى دوستان به تا ته دام خور کړى، خو تا ته به دا معلوم نۀ وى. 8مالِک خُدائ فرمائى، په هغه ورځ به د ادوم په ټوله علاقه کښې يو هوښيار کس هم باقى پاتې نۀ شى، ځکه چې د ادوم په غرونو به زۀ هغه هر يو کس تباه کړم څوک چې عقل لرى. 9اے تيمانه، ستا جنګيالى به ويريږى، او د ادوم په غرونو کښې هر يو کس به حلال کړے شى.
ادوميانو ته د سزا مِلاوېدو وجه
10تا خپل ورور يعقوب سره ظلم کړے دے نو په دې وجه به تۀ په شرمونو وشرمېږې او د همېشه دپاره به تباه او برباد شې. 11په هغه ورځ تۀ لرې ولاړ وې کله چې غېر مُلکيان د هغۀ دروازو ته ورننوتل او د هغۀ نه يې مال دولت يوړلو، او د يروشلم د تقسيمولو دپاره يې پچه واچوله. نو تا په هيڅ نۀ کولو داسې رويه خپله کړې وه لکه چې تۀ هم د بنى اِسرائيلو دشمن يې. 12تا له د خپل ورور د بد قسمتۍ په ورځ خوشحالېدل نۀ دى پکار، او نۀ درله د يهوداه د خلقو د تباهۍ په ورځ خوشحالېدل پکار دى، او نۀ درله د هغوئ د تکليف په ورځ لافې کول په کار دى. 13تا له نۀ وو په کار چې زما د خلقو دروازو ته ننوتلے وې د هغوئ د تباهۍ په ورځ، او نۀ درله په کار وو چې تۀ د هغوئ د تباهۍ په ورځ د هغوئ په مصيبت باندې خوشحاله شوے وې، او نۀ د هغوئ د تباهۍ په ورځ هغوئ لوټ کړې. 14تا له نۀ وو په کار چې په چوکونو کښې ولاړ وې او هغوئ دې وژل څوک چې تښتېدل. تا له نۀ وو پکار چې هغه بچ شوى خلق دې نيول او دشمن ته دې حواله کول، په کومه ورځ چې هغوئ په مصيبت کښې وُو. 15د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده، د ټولو قومونو دپاره. څنګه چې تاسو کړى دى، نو هم داسې به تاسو سره هم وشى. ستاسو عملونه به واپس ستاسو په خپل سر راشى. 16اول تاسو زما په مقدس غرۀ زما د غضب جام وڅښلو، خو اوس به يې نور ټول قومونه څښى. بلکې هغوئ به دا په څښلو څښلو خالى کړى، او هغوئ به دې آخرى قطرې هم څټى. بيا به د هغوئ نام و نشان باقى پاتې نۀ شى، داسې به ښکارى لکه هغوئ چې بلکل وُو نه.
د بنى اِسرائيلو فتح
17خو د صيون غر به د هغوئ دپاره د پناه ځائ شى څوک چې تښتى، دا به مقدس وى. او د يعقوب اولاد به دا ځائ د خپل ميراث په توګه قبضه کړى. 18د يعقوب اولاد به لکه د اور په شان وى او د يوسف اولاد به لکه لمبه وى، او ادوم به لکه د بوسو په پوره توګه وسوزوى. د ادوم په اولاد کښې به څوک هم ژوندى پاتې نۀ شى. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى. 19د نجب خلق به د ادوم غرونه قبضه کړى، او د ښکته علاقو خلق به د فلستيه مُلک قبضه کړى، هغوئ به د اِفرائيم او سامريه علاقې قبضه کړى، او د بنيامين خلق به جِلعاد قبضه کړى. 20د بنى اِسرائيلو جلاوطن کړے شوى خلق چې په کنعان کښې دى به د صارفت پورې مُلک قبضه کړى، د يروشلم جلاوطن کړے شوى څوک چې په سفاراد کښې دى هغوئ به د نجب په ښارونو قبضه وکړى. 21خلاصون ورکونکى به د صيون غرۀ ته بره وخېژى چې د ادوم په غرونو باندې حکومت وکړى. او مالِک خُدائ به پخپله بادشاه وى.

Currently Selected:

عبدياه 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy