YouVersion Logo
Search Icon

مرقوس 15

15
پينځلسم باب
حضرت عيسىٰ د پيلاطوس په وړاندې
1هر کله چې سحر شو نو مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو په صلاح دا فېصله وکړه او عيسىٰ يې وتړلو، بيا يې هغه روان کړو، او پيلاطوس ته يې حواله کړو. 2پيلاطوس د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”تا په خپله ووې.“ 3نو بيا مشرانو اِمامانو په هغۀ ډېر اِلزامونه ولګول. 4او پيلاطوس د هغۀ نه بيا تپوس وکړو، ”ولې تا سره د خپلې صفايئ دپاره څۀ جواب نشته څۀ؟ تۀ ګورې چې دوئ په تا څومره اِلزامونه لګوى.“ 5خو پيلاطوس په دې خبره حېران شو چې عيسىٰ بل هيڅ جواب ورنۀ کړو.
په حضرت عيسىٰ باندې د مرګ حکم کول
6د اختر په ورځ د ګورنر دا دستور وو چې د خلقو په خوښه به يې يو قېدى آزادولو. 7په دغه وخت کښې برابا نومې يو مجرم د باغيانو سره په قېد کښې وو چې د بغاوت په وخت يې قتل کړے وو. 8کله چې خلق د دستور په مطابق خواست له راغلل، 9نو پيلاطوس جواب ورکړو چې، ”ولې تاسو دا غواړئ چې زۀ د يهوديانو بادشاه تاسو ته آزاد کړم؟“ 10ځکه چې هغۀ ته پته وه چې مشرانو اِمامانو عيسىٰ د حسد په وجه دۀ ته حواله کړے وو. 11خو مشرانو اِمامانو خلق ولمسول چې هغۀ ته ووايئ چې، ”عيسىٰ نه بلکې برابا را آزاد کړه.“ 12پيلاطوس بيا هغوئ ته ووئيل چې، ”کوم سړى ته چې تاسو د يهوديانو بادشاه وايئ، د هغۀ سره بيا څۀ وکړم؟“ 13هغوئ چغې کړې، ”دے په سولۍ راځوړند کړه.“ 14پيلاطوس تپوس وکړو چې، ”ولې، هغۀ څۀ بد کار کړے دے؟“ خو هغوئ نورې هم چغې تېزې کړې، ”په سولۍ يې کړه.“ 15نو پيلاطوس د خلقو د تسلۍ دپاره برابا آزاد کړو او عيسىٰ يې په کوړو ووهلو او په سولۍ کولو ته يې ورکړو.
د سپاهيانو د حضرت عيسىٰ پورې ټوقې کول
16بيا د ګورنر سپاهيانو عيسىٰ قلعې ته بوتلو او ټوله فوجى دسته يې راجمع کړه. 17هغوئ عيسىٰ ته کاسنى چُوغه واغوسته او د ازغو تاج يې جوړ کړو او ورته يې په سر کړو. 18او بيا يې هغۀ ته په دې وينا سره سلامى کوله، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“ 19او هغوئ هغه په بينت په سر وهلو او توکاڼى يې پرې تُوکل او بيا هغۀ ته په ګوډو شول او د ټوقو سجدې يې ورته وکړلې. 20او چې ټوقې يې بس کړې نو کاسنى چُوغه يې ترې وويستله او خپلې جامې يې ورواغوستلې. بيا يې هغه بهر په سولۍ کولو له بوتلو.
د حضرت عيسىٰ په سولۍ کول
21د سکندر او د روفوس پلار شمعون څوک چې د کرينى اوسېدونکے وو هغه د کلى نه په هغه لاره راروان وو نو هغوئ هغه په بيګار ونيولو چې د عيسىٰ سولۍ يوسى. 22هغوئ عيسىٰ ګولګتا نومې ځائ ته راوستو چې مطلب يې د کوپړو ځائ دے. 23هغۀ ته يې د مُر چيړ سره ګډ کړى مے ورکول خو هغۀ ونۀ څښل. 24بيا هغوئ هغه په سولۍ وخېژولو او هر يو د خپل حق معلومولو دپاره د هغۀ په جامو پچه واچوله او په خپلو کښې يې تقسيم کړې. 25د سولۍ کولو وخت د سحر نهۀ بجې وو. 26او د هغۀ خلاف د اِلزام په تخته څۀ داسې ليکلے وو، ”د يهوديانو بادشاه.“ 27‏-28هغوئ دوه ډاکوان هم د هغۀ سره په سولۍ کړى وُو، يو يې د هغۀ ښى او بل يې د هغۀ ګس لاس ته راځوړند کړے وو. 29څوک چې په لاره تېرېدل نو هغۀ پورې يې مسخرې کولې او سرونه به يې خوځول او چغې سورې به يې وهلې، ”اوس خپل ځان ته وګوره، تۀ به د خُدائ دا کور ورانوې او بيا به يې په درېو ورځو کښې جوړوې. 30ښه نو بيا خپل ځان بچ کړه، او د دې سولۍ نه راکوز شه.“ 31دغه شان مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو هم په خپلو کښې ورپورې مسخرې کولې، او وئيل يې چې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. 32پرېږدئ چې مسيح، دا د بنى اِسرائيلو بادشاه، دې اوس د سولۍ نه راکوز شى، چې مونږ دا ووينو او ايمان پرې راوړو.“ تر دې چې د دۀ سره په سولۍ شوو مجرمانو هم دۀ ته سپکې سپورې وئيلې.
د حضرت عيسىٰ وفات کېدل
33د غرمې په وخت په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د تېر ماسپښين تر درېو بجو پورې وه. 34او درې بجې عيسىٰ په زوره چغې کړې چې، ”ايلى، ايلى، لما شبقتنى؟“ چې ترجمه يې دا ده، ”اے زما خُدايه پاکه، اے زما خُدايه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟“ 35ځينې ولاړو خلقو چې دا واورېدل نو وې وئيل چې، ”وګورئ، دے اوس الياس ته نعرې وهى.“ 36نو بيا يو کس ورمنډه کړه، يو اسفنج يې د سرکې نه ډک کړو او د هغۀ شونډو ته يې د يوې چوکې په سر ونيولو چې وې څښې او هغۀ ووئيل، ”اوس به وګورو چې الياس راشى او دے راکوز کړى.“ 37بيا عيسىٰ يوه تېزه کريکه وويسته او ساه يې ورکړه. 38او د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه. 39او کوم صوبه دار چې هغۀ ته مخامخ ولاړ وو نو چې هغۀ وليدل چې هغۀ څنګه ساه ورکړه نو وې وئيل، ”بې‌شکه چې دا سړے د خُدائ پاک زوئ وو.“ 40يو څو ښځې هم هلته موجود وې چې د لرې نه يې تماشه کوله. په هغوئ کښې مريم مګدلينى، د کشر يعقوب چې يوسيس مور مريم چې سلومى وې. 41نو کله چې عيسىٰ په ګليل کښې وو نو هم دې ښځو د هغۀ تابعدارى کړې وه او د هغۀ خِدمت يې کړے وو او په دوئ کښې نورې ښځې هم وې څوک چې د هغۀ سره يروشلم ته راغلې وې.
د حضرت عيسىٰ ښخول
42دا هر څۀ د جمعې په ورځ وشُو، يعنې د تيارۍ په ورځ، د سبت نه يوه ورځ وړاندې. نو چې ماښام رانزدې شو، 43د ارمتيه يوسف نومې يو سړے راغلو څوک چې د جرګې يو عزتمند کس وو او هغه په خپله ډېر اُميد سره د خُدائ پاک د بادشاهۍ د راتلو په اِنتظار وو، نو په زړۀ ورتيا سره پيلاطوس له ورغلو او د عيسىٰ لاش يې ترې وغوښتو. 44پيلاطوس حېران شو چې هغه مړ شوے هم دے، نو هغۀ صوبه دار راوغوښتو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”هغه مړ دے او کۀ نه؟“ 45کله چې هغه د صوبه دار نه خبر شو چې هغه مړ دے نو هغۀ يوسف له اجازت ورکړو چې لاش يې يوسى. 46بيا يوسف د کتان کپړه په بيعه واخسته او د هغۀ لاش يې د سولۍ نه راکوز کړو او کفن يې کړو او په کنستلے شوى قبر کښې يې کېښودو. او يو لوئ کاڼے يې د قبر خولې ته راورغړولو. 47او مريم مګدلينى او د يوسيس مور مريم هغه ځائ وليدو په کوم ځائ کښې چې يې هغه کېښودو.

Currently Selected:

مرقوس 15: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in