2
دوېم باب
نذرانې پېش کول
1د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيتلحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل 2او وئيل يې چې، ”هغه د يهوديانو بادشاه کېدونکے ماشوم چې پېدا شوے دے چرته دے؟ ځکه چې مونږ د نمرخاتۀ نه د هغۀ ستورے په راختو ليدلے دے او د هغۀ عبادت کولو له راغلى يُو.“ 3هيروديس بادشاه او د يروشلم ټول خلق په دې اورېدو سره پرېشانه شول. 4هغۀ د يهوديانو ټول مشران اِمامان او د شرعې عالمان راوبلل او د هغوئ نه يې دا تپوس وکړو چې، ”مسيح به چرته پېدا کيږى؟“ 5هغوئ ووئيل چې، ”د يهوديه په بيتلحم کښې.“ او هغوئ د هغې پېشګويۍ حواله ورکړه چې په کښې د نبى په وسيله ليکلے شوى دى چې، 6”اے د يهوداه د زمکې بيتلحم ښاريې. تۀ د يهوداه په لويو ښارونو کښې هيڅکله هم ورکوټې نۀ يې، ځکه چې ستا نه به هغه سردار راوځى چې زما د خلقو بنى اِسرائيلو شپون به وى.“ 7هيروديس بيا د ستورو عِلم لرونکى په پړده کښې راوبلل او د ستورى د راختو وخت يې ترې معلوم کړو. 8هغۀ بيا دوئ بيتلحم ته ولېږل او ورته يې ووئيل چې، ”لاړ شئ او د هغه ماشوم په حقله پوره پوره تلاش وکړئ، او چې يې بيامومئ نو ما خبر کړئ چې زۀ هم ورشم او ورته سجده وکړم.“ 9د بادشاه په حُکم هغوئ روان شول او هغه ستورے چې دوئ په راختو ليدلے وو د دوئ په وړاندې روان وو او آخر په هغه ځائ ودرېدو چرته چې ماشوم پروت وو. 10هغوئ د ستورى په ليدو ډېر زيات خوشحاله شول. 11کور ته په ننوتو يې ماشوم د خپلې مور مريم په غېږ کښې وليدو او ورته په سجده پرېوتل. پس له هغې يې خپلې تيلۍ پرانستلې او هغۀ ته يې نذرانې پېش کړې چې په کښې سرۀ زر، او د خوشبويۍ دپاره لوبان او د مُر چيړ وو. 12خُدائ پاک هغوئ ته په خوب کښې دا خبردارے ورکړو چې هيروديس بادشاه له واپس مۀ ځئ، نو هغوئ بيا په بله لار خپل مُلک ته واپس شول.
مِصر ته هِجرت کول
13کله چې هغوئ رُخصت شول نو يوسف ته د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او مِصر ته هِجرت وکړه، او تر هغې هلته ايسار شه چې زۀ درته ووايم، ځکه چې هيروديس د دې ماشوم په تلاش کښې دے چې قتل يې کړى.“ 14نو يوسف د خوبه بېدار شو او شپه په شپه يې ماشوم او د هغۀ مور مِصر ته بوتلل، 15او هلته د هيروديس تر مرګه پورې ايسار وو. دا د مالِک خُدائ هغه وينا پوره کول وُو چې هغۀ د نبى په وسيله فرمائيلى وُو چې، ”ما خپل زوئ د مِصر نه راوبللو.“
د ماشومانو قتل
16هر کله چې هيروديس د ستورو عِلم لرونکو په دوکه پوهه شو نو سخت په قهر شو او حُکم يې وکړو چې د بيتلحم او د خوا او شا هغه ټول ماشومان چې عُمر يې دوه کاله يا د دې نه کم وى، قتل يې کړئ. نو د ستورو د عِلم لرونکو د معلوماتو په مطابق هغۀ دا د وخت اندازه لګولې وه. 17دغه رنګ هغه پېشګوئې چې د يرمياه پېغمبر په وسيله شوې وه پوره شوه چې، 18”په راما کښې د چغو آواز واورېدلے شو، د لوئ ماتم او ژړا آواز. راحيل په خپلو بچو ژړا کوى، هيڅ قسم تسلى نۀ قبلوى ځکه چې د هغې ماشومان مړۀ شوى دى.“
د مِصر نه واپسى
19نو د هيروديس د مرګ نه وروستو، د مالِک خُدائ فرښته په مِصر کښې يوسف له په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې، 20”پاڅه. ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او د دوئ سره د بنى اِسرائيلو مُلک ته لاړ شه، ځکه چې د چا نه چې د دې ماشوم سر ته خطره وه هغه مړ شوے دے.“ 21نو هغه پاڅېدو، ماشوم او مور يې د ځان سره روان کړل او د بنى اِسرائيلو مُلک ته راغلل. 22خو کله چې يوسف دا واورېدل چې د خپل پلار هيروديس په ځائ ارخلاوس د يهوديه بادشاه شوے دے، نو هلته د تللو نه وويرېدو. نو کله چې بيا په خوب کښې ورته دا خبردارے ورکړے شو نو هغه د ګليل علاقې ته لاړو، 23هلته هغه په ناصرت نومې ښار کښې ډېره شو. دا د نبيانو په وسيله د وئيلے شوې هغه پېشګوئې تر سره کول وُو چې، ”هغۀ ته به ناصرى وئيلے شى.“