YouVersion Logo
Search Icon

لوقا 27:6-49

لوقا 27:6-49 PYPB

خو ما ته غوږ شئ چې زۀ درته څۀ وايم د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ او څوک چې ستاسو نه نفرت کوى د هغوئ سره ښۀ کوئ. د هغوئ دپاره برکت غواړئ څوک چې په تاسو لعنت کوى او د هغوئ دپاره دُعا کوئ څوک چې تاسو بې‌عزته کوى. کۀ څوک تاسو په يو مخ ووهى نو هغۀ ته بل مخ هم ورواړوئ. کۀ څوک ستاسو چُوغه واخلى نو هغۀ ته خپل قميص هم ورکړئ. څوک هم چې ستاسو نه څۀ وغواړى هغوئ له يې ورکړئ. کله چې تاسو نه څوک هم ستاسو څيز واخلى نو د هغۀ نه يې بيا تپوس مۀ کوئ. د نورو سره داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره غواړئ. کۀ تاسو صرف د هغوئ سره مينه کوئ څوک چې تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو د کوم اجر اُميدوار يئ؟ ځکه چې ګناه ګار هم د هغه چا سره مينه کوى څوک چې د هغوئ سره مينه کوى. او کۀ چرې تاسو د هغه چا سره نېکى کوئ څوک چې تاسو سره ښېګړه کوى نو ستاسو څۀ اجر دے؟ ځکه چې ګناه ګار خو هم دغسې کوى. او کۀ چرې تاسو تش هغه چا له قرض ورکوئ چې ستاسو باور وى چې تاسو ته به يې واپس کړى نو په دې کښې ستاسو اجر څۀ دے؟ ځکه چې ګناه ګار هم يو بل له قرض ورکوى او يو بل ته يې پوره واپس کوى. خو تاسو د خپلو دشمنانو سره مينه او نېکى کوئ او قرض بغېر د څۀ لالچه ورکوئ. نو تاسو به ډېر لوئ اجر ومومئ. تاسو به بيا د خُدائ تعالىٰ زامن شئ ځکه چې هغه په خپله هم په ناشُکرو او په شريرانو مهربانه دے. ترس ناک شئ لکه څنګه چې ستاسو پلار هم ترس ناک دے. په نورو اِلزام مۀ لګوئ نو په تاسو به هم اِلزام ونۀ لګولے شى. بل څوک مۀ مجرموئ نو تاسو به هم مجرم ونۀ ګڼلے شئ. معاف کوئ نو تاسو به هم معاف کړے شئ. ورکړئ، نو تاسو ته به واپس درکړے شى. نو ستاسو جولۍ ته به ستاسو برخه ښۀ منډلې دربلې ښۀ ډکه تر خولې خولې واپس مِلاو شى. نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ دغه رنګ به واپس ستاسو ناپ تول کولے شى.“ او عيسىٰ هغوئ ته يو مِثال هم وئيلو چې، ”ولې يو ړوند بل ړوند ته لار ښودلے شى څۀ؟ آيا دواړه به په کنده کښې ونۀ غورزيږى څۀ؟ شاګرد د خپل اُستاذ نه لوئ نۀ وى خو هر هغه څوک چې پوره تربيت حاصل کړى نو هغه به د خپل اُستاذ په شان شى. تاسو د خپل ورور د سترګې خسڼى ته ولې ګوته نيسئ خو په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟ تۀ څنګه خپل ورور ته دا وئيلے شې چې، وروره، راشه چې ستا د سترګې نه دا خسڼے وباسم، خو حال دا چې په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟ اے رياکاره، اول د خپلې سترګې نه تير وباسه، نو بيا به ستا سترګې وغړيږى چې د خپل ورور د سترګې نه خسڼے وباسې. هيڅکله ښۀ ونه بده مېوه نۀ نيسى، او هيڅکله بده ونه ښۀ مېوه نۀ نيسى، ځکه چې هره ونه په خپلې مېوې پېژندلے کيږى. تۀ د ازغو بوټو نه اينځر نۀ شې راټولولے او نۀ د جاړو بوټو نه انګور راشوکولے شى. ښۀ سړے به د خپل زړۀ د خزانې نه ښۀ څيزونه راوباسى او بد سړے به د خپل زړۀ د بدې خزانې نه بدې خبرې وباسى، ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى. تاسو ما ته ولې مالِک مالِک وايئ او هغه کار هيڅکله هم نۀ کوئ چې زۀ يې درته وايم؟ هر هغه څوک چې ما له راځى او زما خبرې اورى او عمل پرې کوى نو زۀ به تاسو ته وښايم چې هغه د چا په شان دے. هغه د يو داسې سړى په شان دے چا چې د کور جوړولو دپاره ښۀ ژور بنيادونه وکنستل او بنياد يې په پوخ ګټ کېښودلو. او هر کله چې سېلاب راغلو نو په کور وروختو خو هغه يې ونۀ خوځولے شو ځکه چې هغه پوخ جوړ شوے وو. خو څوک چې زما خبرې اورى او عمل پرې نۀ کوى نو هغه د داسې سړى په شان دے چا چې د خپل کور بنياد د زمکې په مخ جوړ کړو. کله چې سېلاب راغلو نو په کور وروختو نو هغه يې راوغورزولو او بلکل تباه يې کړو.“

Free Reading Plans and Devotionals related to لوقا 27:6-49