YouVersion Logo
Search Icon

مرثيى ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
د مرثيو په کِتاب کښې مونږ تباه کوونکى نتيجې وينو. کله چې بابليانو يروشلم قبضه کړو نو د هغه وخت د پرېشانۍ په حقله حضرت يرمياه پېغمبر مونږ ته په خپلو سترګو کتلې قيصه په دې کِتاب کښې بيانوى. دا کِتاب مونږ له خبردارے راکوى کۀ يو کس ګناه وکړى او کۀ يو قوم نو د هغې نتيجې به داسې وى. د يروشلم خلقو بُت پرستى شروع کړه او د خُدائ پاک سره يې نزدې تعلق ختم کړو او د خپل ژوند لارې يې جدا کړې. خو بيا هم مونږ اُميد صرف او صرف د خُدائ پاک نه ساتلے شُو. د مرثيو دا کِتاب د پينځو مرثيو نه جوړ شوے دے او په دې کښې په هره يوه مرثيه کښې د يروشلم د راپرېوتلو په حقله غم څرګند شوے دے. لکه څنګه چې په جنازه کښې وعظ کيږى دغسې په دې مرثيو کښې د يو قوم د تاوان غم بيان شوے دے. د دې کِتاب مقصد دا دے چې د خُدائ پاک نه اُميد ولرو د چا رحم چې هر سحر نوے او تازه کيږى او د چا وفادارى چې عظيمه ده هغه خلقو دپاره هم څوک چې پخپله بې‌وفا دى. د حفظ کولو دپاره ۳:_۲۳ آيت ”د هغۀ رحم هر سحر نوے او تازه کيږى او د هغۀ وفادارى بې‌شانه لويه ده.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy