YouVersion Logo
Search Icon

يُونس 4

4
څلورم باب
د حضرت يُونس غصه
1خو يُونس په دې ډېر خفه وو او هغه سخت غصه شو. 2هغۀ مالِک خُدائ ته دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، ولې هم دا زما خيال نۀ وو چې تۀ به داسې کوى کله چې زۀ لا په خپل کور کښې وم؟ نو په هم دې وجه زۀ دومره زر ترسيس ته وتښتېدم. ما ته پته وه چې تۀ رحمان او رحيم خُدائ يې، تۀ په غصه کښې صبر کوونکے او د مينې نه ډک يې، داسې مالِک خُدائ يې چې په افت رالېږلو کښې خپله فېصله بدلوى. 3نو اوس، اے مالِکه خُدايه، ما مړ کړه، ځکه چې د دې ژوند نه به مرګ ښۀ وى.“ 4مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آيا تا ته د غصه کېدو څۀ حق شته؟“ 5يُونس بهر ووتلو او د ښار د نمرخاتۀ طرف ته په يو ځائ کښې کښېناستو. هغۀ هلته د ځان دپاره دالان جوړ کړو، او د هغې د سورې لاندې کښېناستو او اِنتظار يې کولو چې دې ښار سره به څۀ چل کيږى. 6بيا مالِک خُدائ د يو بوټى بندوبست وکړو او دا يې د يُونس دپاسه لوئ کړو چې د هغۀ په سر باندې سورے جوړ کړى او د هغۀ غصه سړه کړى، او يُونس د دې په ليدو ډېر خوشحاله شو. 7خو بل سحر وختى خُدائ پاک يو چينجے راولېږو، چې هغه بوټے يې وخوړو او هغه بوټے مړاوے شو. 8کله چې نمر راوختلو، نو خُدائ پاک د مشرق د طرف نه توده هوا راولېږله، او د يُونس په سر نمر دومره تېز لګېدو چې هغه ګرمۍ ووهلو. هغۀ مرګ وغوښتو، او وې فرمائيل چې، ”د دې ژوند نه به زما دپاره مرګ ښۀ وى.“ 9خو خُدائ پاک يُونس ته وفرمائيل، ”ولې تۀ د دې بوټى په حقله د غصه کېدو څۀ حق لرې؟“ ”آو، زۀ يې لرم،“ يُونس ورته وفرمائيل، ”زۀ دومره غصه يم چې د دې ژوند نه راله مرګ ښۀ دے.“ 10خو مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”تۀ په دې بوټى دومره غمګين شوې، اګر چې تا د دې دپاره څۀ نۀ دى کړى او نۀ دې غټ کړے دے. دا په يوه شپه کښې زرغون شو او په يوه شپه کښې اوچ شو. 11خو په نينوه کښې د يو سل او شلو زره نه زيات خلق اوسيږى څوک چې په ښۀ او بد نۀ پوهيږى، او ورسره ډېر ځناور هم دى. ولې ما ته دا نۀ دى پکار چې زۀ په دغه غټ ښار رحم وکړم؟“

Currently Selected:

يُونس 4: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in