YouVersion Logo
Search Icon

يُونس 3

3
درېم باب
د حضرت يُونس نينوه ته تلل
1بيا په دوېم ځل د مالِک خُدائ کلام په يُونس نازل شو، 2”د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او هغوئ ته هغه پېغام واوروه کوم به چې زۀ تا له درکوم.“ 3يُونس د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او نينوه ته لاړو. نو د نينوه ښار دومره لوئ وو چې د دې نه پېدل تېرېدو دپاره درې ورځې پکار وې. 4په اوله ورځ چې يُونس په ښار کښې روان وو، هغۀ اِعلان وکړو چې، ”ټيک څلوېښت ورځې پس به نينوه تباه شى.“ 5د نينوه خلقو د خُدائ پاک په پېغام يقين وکړو. هغوئ د روژې اعلان وکړو او ټولو لويو او واړو د ټاټ جامې واچولې چې خپل غم څرګند کړى. 6کله چې د نينوه بادشاه ته د يُونس پېغام ورسېدو، نو هغه د خپل تخت نه کوز شو، خپله شاهى چُوغه يې وويستله، د ټاټ جامې يې واغوستلې او په خاورو کښې کښېناستو. 7بيا هغۀ د نينوه خلقو ته يو فرمان جارى کړو چې، ”د بادشاه او د هغۀ د وزيرانو حُکم دے چې، هيچا ته د خوراک څښاک اجازت نشته. غوا مېښه او ګډې چېلۍ سره سره ټول ځناور هم په دې کښې شامل دى. مۀ يې خوراک ته پرېږدئ او مۀ اوبۀ ورکوئ. 8خو پرېږدئ چې ټول خلق او ځناور د ټاټ جامې واغوندى. او هر يو په راستۍ سره د زړۀ له کومې خُدائ پاک ته دُعا وکړى، او هر يو د خپلې بدعملۍ نه واوړى او ظلم زياتے پرېږدى. 9څۀ پته لګى؟ کېدے شى چې خُدائ پاک خپله فېصله بدله کړى او خپل سخت غضب ختم کړى، او مونږ د تباه کېدو نه بچ شُو.“ 10کله چې خُدائ پاک وليدل چې هغوئ څۀ وکړل او څنګه هغوئ د خپلو بدو عملونو نه واوړېدل، نو هغه ورحمېدو او په هغوئ يې هغه تباهى رانۀ وستله کومه چې هغۀ وئيلې وه.

Currently Selected:

يُونس 3: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in