YouVersion Logo
Search Icon

يُونس 1

1
اول باب
د حضرت يُونس د مالِک خُدائ نه تښتېدل
1د مالِک خُدائ کلام د امِتى په زوئ يُونس نازل شو، 2”سمدستى د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او د هغې خلاف زما د فېصلې اعلان وکړه، ځکه چې ما ليدلى دى چې د دغه ښار خلق څومره بدعمله دى.“ 3خو يُونس د مالِک خُدائ نه وتښتېدو او ترسيس ته روان شو. هغه يافا ښار ته ورسېدو، هلته هغۀ وکتل چې يو سمندرى جهاز ترسيس ته تلو والا دے. هغۀ کرايه ورکړه او سمندرى جهاز ته وختو او ترسيس ته روان شو چې د مالِک خُدائ نه وتښتى. 4خو مالِک خُدائ په سمندر يو لوئ طوفان راوستو، او طوفان دومره تېز وو چې د جهاز د ماتېدو خطره وه. 5د سمندرى جهاز ماڼکيان ډېر يرې واخستل او هر يو خپل خُدائ ته چغې وهلې. او هغوئ د جهاز د وزن سپکولو دپاره سامان سمندر ته وغورزولو. خو يُونس ښکته کوز شوے وو، هلته هغه په خوږ خوب اودۀ پروت وو. 6د جهاز مشر هغۀ له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ څنګه اودۀ يې؟ پاڅه او خپل خُدائ ته سوال وکړه. کېدے شى چې هغه زمونږ خيال وساتى، او مونږ تباهۍ نه بچ شُو.“ 7د جهاز ماڼکيانو يو بل ته ووئيل چې، ”راځئ چې پچه واچوو چې پته ولګى چې څوک د دې افت ذمه وار دے.“ نو هغوئ پچه واچوله او پچه د يُونس د نوم راووتله. 8نو هغوئ ورته ووئيل چې، ”مونږ ته ووايه چې څوک د دې ذمه وار دے چې مونږ ټولو ته يې دا مصيبت جوړ کړو؟ تۀ څۀ کار کوې؟ تۀ د چرته نه راغلے يې؟ تۀ د کوم مُلک يې؟ تۀ د کوم قوم يې؟“ 9هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ عبرانے يم او زۀ د مالِک خُدائ عبادت کوم، د آسمانى خُدائ پاک، چا چې زمکه او سمندر پېدا کړى دى.“ 10يُونس هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې، ”زۀ د مالِک خُدائ د حضور نه تښتم.“ دې هر څۀ اورېدو سره مسافر سخت ويرېدل او ورته يې ووئيل، ”دا تا څۀ کړى دى؟“ 11د سمندر چپې لا نورې هم زياتېدې نو هغوئ هغۀ نه تپوس وکړو، ”مونږ تا سره څۀ وکړُو چې مونږ دپاره دا سمندر په آرام شى؟“ 12”ما اوچت کړئ او سمندر ته مې وغورزوئ،“ يُونس ورته جواب ورکړو، ”نو طوفان به قلار شى. ما ته پته ده چې دا زما غلطى ده چې په تاسو دا لوئ طوفان راغلو.“ 13باوجود د دې، هغه سړو چپو وهلو سره د سمندر غاړې ته د تلو ډېر کوشش وکړو. خو هغوئ ونۀ رسېدل، ځکه چې سمندر کښې طوفان د مخکښې نه نور هم خطرناک شو. 14نو هغوئ د يُونس مالِک خُدائ ته چغې کړې، ”اے مالِکه خُدايه، مونږ د دې سړى د ژوند د ختمولو په وجه مړۀ نۀ کړې. مونږ د يو بې‌ګناه سړى په مرګ باندې راونۀ نيسې، ځکه چې اے مالِکه خُدايه، تۀ هغه څۀ کوې څۀ چې ستا رضا وى.“ 15نو بيا هغوئ يُونس اوچت کړو او سمندر ته يې وغورزولو، او طوفان سمدستى قلار شو. 16په دې کار هغه خلق د مالِک خُدائ نه ډېر ويرېدل او هغوئ يوه قربانى پېش کړه او منښتې يې ومنلې. 17خو مالِک خُدائ يو غټ کب راولېږلو چې يُونس تېر کړى، او يُونس درې ورځې او درې شپې د کب په ګېډه کښې وو.

Currently Selected:

يُونس 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy