YouVersion Logo
Search Icon

يوايل ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
حضرت يوايل پېغمبر دا پېغام راوړى چې د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده. او ټول بنى اِسرائيل د دې لوئې ورځ په انتظار وُو چې کله به خُدائ پاک د قومونو عدالت کوى او وفادارو له به اجر ورکوى. خُدائ پاک منصف دے او ګناه له سزا ورکوى. خو بيا هم خُدائ پاک رحيم دے او هغوئ له معافى ورکوى څوک چې توبه وباسى. کله چې مالِک خُدائ راشى نو څوک چې د هغۀ نۀ دى د هغوئ دپاره به دا د خوف ورځ وى خو ايمانداران خوشحالى کولے شى ځکه چې د هغوئ ګناهونه معاف شوى دى. حضرت يوايل نبى د قحطۍ د مُلخانو مثال ورکوى. لکه څنګه چې د قحطۍ مُلخان هر څۀ بربادوى نو داسې به د مالِک خُدائ ورځ هم وى او هر هغه قوم به تباه کوى چې کوم د مالِک خُدائ سره بې‌وفا وى. حضرت يوايل هر چا ته مِنت زارى کوله چې توبه وباسئ او د مالِک خُدائ راتلو ته تيار شئ. مونږ ټول انسانان يُو او نۀ شُو کولے چې خُدائ پاک يواځې په خپلو کوششونو رضا کړُو نو حضرت يوايل نبى يوه بله زبردسته پېشګوئې وکړه. هغه د هغې ورځې انتظار کوى چې کله به خُدائ پاک د خپل پاک روح په وسيلې سره مونږ د دې جوګه کړى چې هغه رضا کړُو نو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ به خپل روح په ټولو خلقو نازل کړم. نو د دې نه دا خبره ثابتيږى چې د مالِک خُدائ پېغام همېشه رښتينے او قابل اعتماد وى، نو دا پېشګوئې هم پوره شوه او دا تر اوسه پورې هغه وعده ده چې ايمانداران يې نن هم دعوىٰ کوى. د حضرت يوايل نبى دا پېشګوئې په اعمال د رسولانو ۲‏:_۱۷ کښې سر ته رسېدلې ده. د حفظ کولو دپاره ۲‏:_۳۲ آيت ”هر څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy