YouVersion Logo
Search Icon

يوايل 2

2
دوېم باب
د مالِک خُدائ د قيامت ورځ
1په صيون کښې بيګل وغږوئ، او زما په مقدس غرۀ د جنګ اعلان وکړئ. او د دې مُلک اوسېدونکى دې ټول د يرې نه ولړزيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ راتلونکى ده، بلکې نزدې ده. 2دا د تورې تيارې او غم ورځ ده، د ګڼو وريځو او تورو تيارو يوه ورځ ده. لکه څنګه چې د سحر رڼا په غرونو راخوريږى داسې يو لوئ او طاقتور لښکر راروان دے، چې داسې به نۀ پخوا چا ليدلے وى او نۀ به په راتلونکى وخت کښې کله راشى. 3د هغوئ نه وړاندې اور هر څۀ سوزوى، او د هغوئ شاته د اور لمبې روانې وى. د هغوئ په وړاندې مُلک لکه د باغِ عدن په شان ښکلے پروت دے. خو د هغوئ نه وروستو زمکه لکه د صحرا په شان شى او د هغوئ نه هيڅ شے بچ نۀ پاتې کيږى. 4هغوئ په ليدلو کښې د آسونو په شان ښکارى، او هغوئ د جنګى آسونو په شان منډې وهى. 5د جنګى ګاډو د شور په شان هغوئ د غرونو په څوکو په ټوپونو تېريږى، او داسې ټسار کوى لکه کله چې اور ګياه سوزوى او يا لکه چې طاقتور فوج جنګ ته روان وى. 6د هغوئ په نظر کښې قومونه يره کښې دى، او د هر چا مخ د يرې نه زېړ دے. 7هغوئ لکه د جنګيالو په شان حمله کوى، او د فوجيانو په شان په دېوالونو ورخېژى. هغوئ ټول په قطار کښې سيدها ځى، او د خپلې لارې نه اخوا ديخوا نۀ اوړى. 8هغوئ يو بل له ديکې نۀ ورکوى، هر يو په خپله لاره نېغ ځى. او هغوئ د صفونو په صورت کښې د دشمن په مورچو ورننوځى. 9هغوئ په ښار باندې حملې دپاره ورغر وهى، او په دېوالونو يې په منډه وراوړى. هغوئ کورونو ته وراوړى او په کړکيانو باندې لکه د غلو په شان ورننوځى. 10هغوئ چې وړاندې ځى زمکه خوځيږى، آسمان لړزيږى، نمر او سپوږمۍ تيارۀ شى، او ستورى نور نۀ ‎ځليږى. 11مالِک خُدائ د خپل لښکر نه وړاندې لکه د تندر ګړزيږى. د هغۀ لښکر د شمېر نه بهر دے، او هغوئ طاقتور دى څوک چې د هغۀ حکم منى. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ عظيمه، او سخته يروونکى ده. څوک دا برداشت کولے شى؟
د توبې ويستلو حُکم
12مالِک خُدائ فرمائى چې، ”اوس هم تاسو سره موقع شته چې خپل ټول زړۀ سره ما ته په روژه نيولو، په ژړا او ماتم کولو سره راوګرځئ. 13د خپل خفګان دپاره خپلې جامې مۀ شلوئ خو د هغې په ځائ خپل زړونه وشلوئ.“ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځئ، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے، هغه زر نۀ غصه کيږى او د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکى ده، او هغه دا غواړى چې معافى وکړى او سزا ورنۀ کړى. 14چا ته پته ده، کېدے شى چې هغه بدل شى او زړۀ يې نرم شى او د لعنت په ځائ برکت درکړى. او تاسو لکه د مخکښې په شان د غلې او د ميو نذرانې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړے شئ. 15په صيون کښې بيګل وغږوئ، د مقدسې روژې اعلان وکړئ، او خلق مقدسې اجتماع له راوغواړئ. 16ټول خلق راغونډ کړئ، او غونډه مقدسه کړئ، مشران، ماشومان او واړۀ ماشومان راغونډ کړئ. ناوې او زلمے د خپلې خپلې کوټې نه راوغواړئ. 17هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوى، هغوئ دې د خُدائ پاک د کور د ډيوډۍ او د قربان‌ګاه په مينځ کښې ودريږى او ژړا دې وکړى. هغوئ دې داسې دُعا وغواړى، ”اے مالِکه خُدايه خپل خلق بچ کړه. خپل خاص ميراث مۀ د خندا کوه. هغوئ مۀ پرېږده چې بې‌ايمانه غېر مُلکيان ورپورې ټوقې وکړى څوک چې دا وائى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغوئ پرېښودى دى څۀ؟“
د مالِک خُدائ جواب ورکول
18نو بيا به مالِک خُدائ په خپل مُلک غېرت وکړى، او په خپلو خلقو باندې به مهربان شى. 19مالِک خُدائ به هغوئ ته جواب ورکړى چې، ”ګورئ، زۀ تاسو له دومره غله دانه، نوى مے او د زيتُونو تېل درکوم چې ښۀ ډېر وى او پرې ماړۀ شئ، زۀ به بيا هيڅکله تاسو د نورو قومونو د خندا نۀ کړم. 20زۀ به ستاسو نه د شمال ټول فوجيان لرې وشړم، او هغوئ به زۀ خوشى صحرا او وران مُلک ته وشړم. او د هغوئ وړومبۍ دستې به مشرقى سمندر ته او وروستۍ به يې مغربى سمندر ته وغورزوم. او د هغوئ سخا شوى لاشونو نه به بدبوئ خېژى او په هر طرف به خوريږى. يقيناً چې مالِک خُدائ غټ کارونه کړى دى. 21اے زمکې، مۀ يرېږه، خوشحالى وکړه او خوشحاله اوسه، يقيناً چې مالِک خُدائ غټ کارونه کړى دى. 22اے ځنګلى ځناورو، مۀ يرېږئ. ځکه چې د صحرا د څرن زمکه راشنه کيږى. ونې به دوباره د مېوو نه ډکې شى، بيا به د اينځرو او د انګورو بوټى ښۀ ډېر ډک شى. 23اے د يروشلم خلقو خوشحالى وکړئ. په مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک کښې خوشحالى وکړئ. ځکه چې هغۀ په وفادارۍ سره په تاسو د خزان بارانونه وکړل. هغه په تاسو د مخکښې په شان د خزان او د سپرلى دواړو ډېر بارانونه راوروى. 24درمندونه به بيا د غلې نه ډک شى، او چاټۍ به د نوؤ ميو او د زيتُونو د تېلو نه تر خولې خولې پورې ډکې شى.“ 25مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به تاسو ته د نقصان شوى فصل تاوان درکړم کوم چې د قحطۍ مُلخانو، غټو مُلخانو، وړو مُلخانو او نورو مُلخانو خوړلى وُو. دا زما لوئ لښکر وو چې ستاسو خلاف مې درلېږلے وو. 26تاسو سره به د خوړلو دپاره هر څۀ ډېر تېر وى ترڅو چې تاسو ښۀ ماړۀ شئ، او تاسو به د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د نوم شُکر ګزارى وکړئ، چا چې ستاسو دپاره معجزې کړې دى. نو بيا به هيڅکله زما خلق ونۀ شرميږى. 27نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې يم، او دا چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل څوک نشته. نو بيا به هيڅکله زما خلق ونۀ شرميږى.
مالِک خُدائ د خپل روح رالېږلو وعده کوى
28د دې ټولو کارونو کولو نه وروستو به زۀ خپل روح په ټولو خلقو نازل کړم. ستاسو زامن او لوڼه به نبوت کوى، ستا مشران به خوبونه وينى، او ستاسو ځوانان به رويا ګانې وينى. 29په دې ورځو کښې به زۀ هم په نوکرانو سړو او ښځو دواړو خپل روح نازل کړم. 30زۀ به په آسمانونو او زمکه کښې حېرانونکى نښې يعنې وينه، اور او د لوګى برجۍ ښکاره کړم. 31نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى. 32خو هر څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى. او څۀ به په يروشلم کښې د صيون د غرۀ نه وتښتى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، او هغوئ به په بچ شوو کسانو کښې وى څوک چې مالِک خُدائ راغوښتى وى.

Currently Selected:

يوايل 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in