2
دوېم باب
په بوکيم کښې د مالِک خُدائ فرښته
1د مالِک خُدائ فرښته د جِلجال نه بوکيم ته لاړه او بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ او هغه مُلک ته مې راوستلئ چې ستاسو د پلار نيکۀ سره ما د هغې وعده کړې ده. ما وفرمائيل زۀ به هيڅکله ستاسو سره خپل لوظ مات نۀ کړم. 2تاسو چې د هغه خلقو سره هيڅ لوظ ونۀ کړئ کوم چې په دې مُلک کښې اوسيږى بلکې د هغوئ د قربانۍ ځايونه راوغورزوئ. خو تاسو زما د حُکم نافرمانى کړې ده. تاسو داسې ولې کړى دى؟ 3اوس زۀ تاسو ته وايم چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به دا خلق نۀ شړم. هغوئ به ستاسو دشمنان شى او د هغوئ معبودان به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.“ 4کله چې د مالِک خُدائ فرښتې دا خبرې بنى اِسرائيلو ته وکړې نو ټول قوم په چغو چغو وژړل، 5نو ځکه په هغه ځائ يې بوکيم نوم کېښودو چې مطلب يې ژړا دے او هلته هغوئ مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړې.
د يشوَع مرګ
6يشوَع چې کله بنى اِسرائيل رُخصت کړل، نو هره يوه قبيله لاړله چې د هغه مُلک خپله خپله برخه ونيسى. 7تر کومې پورې چې يشوَع ژوندے وو، نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِدمت کولو او د هغۀ د مرګ نه پس چې تر کومې پورې هغه مشران ژوندى وُو چې هغوئ په خپله هغه ټول لوئ کارونه ليدلى وُو چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو، نو هغوئ هم هغه شان کول. 8د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے د نون زوئ يشوَع د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې مړ شو. 9هغه په خپله زمکه کښې ښخ کړے شو، هغه ځائ د جعس په شمالى طرف د اِفرائيم غرونو په مُلک تمنتحِرس کښې وو. 10هغه ټول نسل هم مړ شو او ورپسې نسل مالِک خُدائ او هغه څۀ هېر کړل چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو.
د بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ عبادت بس کول
11نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د بعل د بُتانو عبادت يې شروع کړو. 12هغوئ د مالِک خُدائ عبادت پرېښودو، کوم چې د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک وو، هغه خُدائ پاک چې هغوئ يې د مِصر د مُلک نه راويستلى وُو او هغوئ د نورو معبودانو عبادت شروع کړو، د هغه خلقو د معبودانو چې د هغوئ په خواوشا کښې اوسېدل، هغوئ ورته سجدې وکړې او مالِک خُدائ يې په غصه کړو. 13هغوئ د مالِک خُدائ عبادت پرېښودو او د بعل او عستارات خِدمت يې شروع کړو. 14نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو او هغوئ يې ډاکوانو ته حواله کړل او ډاکوانو هغوئ لوټ کړل. هغۀ په هغوئ باندې ټول د خوا او شا دشمنان غالِب کړل، نو هغوئ نور د دې جوګه نۀ وُو چې خپلو دشمنانو ته ټينګ شى. 15هر ځل چې هغوئ جنګ له تلل، نو مالِک خُدائ به د هغوئ خِلاف وو او هغوئ به يې د شکست سره مخ کول، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو چې هغه به هم داسې وى. هغوئ په سخت کړاؤ کښې راګېر وُو. 16بيا مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې قاضيان مقرر کړل او دې قاضيانو د ډاکوانو نه خلاص کړل. 17خو بنى اِسرائيلو خپلو قاضيانو ته غوږ ونۀ نيولو. بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ سره بېغېرتى وکړه او د نورو معبودانو عبادت يې وکړو. هغوئ زر د هغې لارې نه واوړېدل چې په کومه د هغوئ پلار نيکۀ روان وُو، چې هغوئ په فرمانبردارۍ سره د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق روان وُو. 18کله هم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له يو قاضى ورکړو، نو مالِک خُدائ به د هغه قاضى مل وو او خلق به يې د خپلو دشمنانو نه بچ کول چې تر کومې به هغه قاضى ژوندے وو. نو مالِک خُدائ به په هغوئ رحم کولو ځکه هغوئ د خپلو تکليفونو او مصيبتونو لاندې فرياد کولو. 19خو چې کله به قاضى مړ شو، نو خلق به هم هغه ناولو کارونو ته وروګرځېدل او د مخکښېنى نسل نه به يې بدتر عمل کولو. هغوئ به د نورو معبودانو خِدمت او عبادت کولو او د خپلو بدو عملونو او خپلو ضدى طريقو پرېښودو نه به يې اِنکار کولو. 20نو مالِک خُدائ به بنى اِسرائيلو ته سخت په قهر شو او وبه يې فرمائيل، ”دې نسل هغه لوظ مات کړے دے چې ما يې د دوئ پلار نيکۀ له د پوره کولو حُکم ورکړے وو. ځکه چې دوئ زما نافرمانى کړې ده، 21د يشوَع د مرګ په وخت چې په هغه مُلک کښې کوم قومونه پاتې وُو نو زۀ به هغوئ نور نۀ شړم. 22زۀ به هغوئ د دې دپاره استعمال کړم چې دا معلومه کړم چې دا بنى اِسرائيليان د خپل پلار نيکۀ په شان زما په لاره روان دى او کۀ نه.“ 23نو مالِک خُدائ هغه قومونه پرېښودل چې په هغه مُلک کښې پاتې شى، هغۀ نۀ يشوَع له په هغوئ باندې فتح ورکړه او نۀ يې د يشوَع د مرګ نه پس زر هغوئ وشړل.