YouVersion Logo
Search Icon

يعقوب ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
د يعقوب کِتاب ته کله نا کله د اِنجيل شريف متلونه هم وئيل کيږى، دا خط د حضرت عيسىٰ مسيح د ناسکه ورور په وسيله ليکلے شوے دے، چې هغه خلقو ته حوصله ورکړى څوک چې د ظلم او ستم له وجې در په در شوى وُو. دا کِتاب د هغه اعمالو په حقله تعليم ورکوى چې کوم حضرت عيسىٰ مسيح کړى وُو، او په کښې دې خبرې ته هم اِشاره شوې ده چې تاسو نۀ صرف دا زيرے واورئ بلکه په دې عمل هم کوئ. يعقوب فرمائى چې د يو کس رښتينے ايمان د هغۀ په کردار او چال چلند کښې ليدلے کېدے شى او د هغۀ د ايمان اثرات هم په کښې ليدلے کېدے شى. هغۀ په دې خط کښې ايماندارانو ته د زغم او استقامت، د خپلې ژبې قابو کولو، خپل ځان د خُدائ پاک مرضۍ ته د سپارلو او هم د صبر سبق ورکړے دے. دا خط د لوستونکو سره د پاک او روڼ ژوندون، په پوهه، حکمت او په عاجزۍ سره د حضرت عيسىٰ مسيح دپاره په تېرولو کښې مدد کوى. په حقيقت کښې رښتينے عقل او حکمت د خُدائ پاک د طرف نه راځى، او د هم دې نه د الٰهى چال چلند نتيجه په لاس راځى او د خُدائ پاک د لا زياتې فرمانبردارۍ او تابعدارۍ خوا ته د ايماندارانو رهنمائى کوى. د حفظ کولو دپاره ۵‏:_۱۶ آيت ”تاسو په خپلو کښې يو بل ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او د يو بل دپاره دُعا وغواړئ نو چې تاسو شفا ومومئ. د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy