YouVersion Logo
Search Icon

يعقوب 2

2
دوېم باب
د طرفدارۍ په خلاف خبردارے
1اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ چرې ستاسو زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان وى څوک چې د جلال مالِک دے، نو بيا تاسو څنګه طرفدارى کولے شئ؟ 2فرض کړئ چې کۀ يو سړى د سرو زرو ګوته او ښائسته جامې اغوستې وى او ستاسو د عبادت ځائ ته راشى او يو غريب سړے هم په شلېدلو جامو کښې دننه راشى، 3کۀ تاسو هغه سړى ته زيات اهميت ورکړئ چې ښائسته جامې يې اچولې وى او ورته ووايئ چې، ”دلته بره د دې عزت په ځائ کښې کښېنئ،“ خو غريب سړى ته ووايئ چې، ”تۀ هلته ودرېږه،“ او يا، ”بهر د ور سره نزدې کښېنه،“ 4نو ولې دا تاسو په خپل مينځ کښې طرفدارى ونۀ کړه؟ او تاسو د بدنېتۍ منصفان نۀ شوئ؟ 5اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟ 6خو تاسو د غريب سپکاوے وکړو. ولې دا مالداره نۀ دے چې په تاسو ظلم کوى او عدالت ته مو راکاږى؟ 7ولې دا هغوئ نۀ دى څوک چې د هغه چا د عزتمند نوم په حقله کُفر غروى په کوم نوم چې تاسو يادېږئ؟ 8کۀ په حقيقت کښې تاسو په هغه شاهى شريعت عمل وکړئ چې په کِتاب مقدس کښې دے چې فرمائى چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه کوئ،“ نو تاسو ښۀ کوئ. 9خو کۀ چرې تاسو طرفدارى کوئ نو ګناه کوئ او د شريعت په مطابق مجرمان يئ. 10ځکه کۀ يو کس په ټول شريعت عمل کوى او صرف په يوه خبره کښې هم خطا وکړى نو هغه د هغه چا په شان دے چې ټول شريعت ماتوى. 11ځکه چا چې دا فرمائيلى دى چې، ”زنا مۀ کوئ،“ نو هغۀ دا هم فرمائيلى دى چې، ”قتل مۀ کوئ،“ نو کۀ تاسو زنا ونۀ کړئ او قتل وکړئ نو بيا هم تاسو شريعت مات کړو. 12نو څۀ چې تاسو وايئ او څۀ کوئ خو دا خبره ياده ساتئ چې ستاسو به په هم هغه شريعت اِنصاف کيږى کوم چې تاسو له آزادى درکوى. 13ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.
حقيقى مومن
14اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ څوک ووائى چې زۀ ايماندار يم او نېک کارونه نۀ کوى نو د هغۀ د دې ايمان نه څۀ فائده ده؟ ولې داسې ايمان هغۀ له خلاصون ورکولے شى؟ 15فرض کړئ کۀ تاسو يو ورور يا خور ووينئ چې خوراک يا جامو ته يې ضرورت وى، 16او تاسو ورته ووايئ چې، ”په خير لاړ شه، ګرم اوسه او موړ اوسه،“ خو د کومو څيزونو چې هغۀ ته ضرورت وى، هغه ورنۀ کړئ نو د دې فائده څۀ ده؟ 17دغه شان ايمان هم دے، کۀ د دې سره نيکى کول نۀ وى نو دا ايمان عبث دے. 18خو څۀ خلق به وائى چې، ”تۀ ايماندار يې او زۀ نېک کارونه کوم.“ تۀ خپل ايمان بغېر د نېک کارونو نه ما ته وښايه او زۀ به خپل ايمان درته په نېک کار کولو وښايم. 19تۀ په دې خبره يقين کوې چې خُدائ پاک يو دے. دا ډېره ښۀ خبره ده. اګر چې پيريان هم داسې ايمان ساتى او د يرې نه رپيږى. 20اے کم عقله، ولې تۀ په دې هم نۀ پوهېږې چې د نېک کار کولو نه بغېر ايمان عبث دے؟ 21نو کله چې زمونږ نيکۀ اِبراهيم خپل زوئ اِسحاق په قربان‌ګاه د قربانۍ په طور پېش کړو نو ولې هغه په دې کار سره صادق نۀ شو څۀ؟ 22نو تا وکتل چې د هغۀ ايمان او عمل په شريکه کار وکړو او د هغۀ دې کار د هغۀ ايمان کامِل کړو. 23او د صحيفو هغه ليکل پوره شو چې فرمائى، ”اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو،“ او هغه خليل اللّٰه وبللے شو. 24نو تاسو وينئ چې انسان تش په ايمان نه، بلکې په عمل صادق کيږى. 25نو راحب کنجره هم د دې يو بل مثال دے چې هغې په خپل نېک کار سره د خُدائ پاک صداقت حاصل کړو کله چې هغې هغه جاسوسانو له پناه ورکړه او په بله لار يې رُخصت کړل. 26نو څنګه چې بدن بغېر د روح نه مړ دے هم دغه شان ايمان هم بغېر د نېک کار کولو نه مړ دے.

Currently Selected:

يعقوب 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy