YouVersion Logo
Search Icon

عبرانيان 2

2
دوېم باب
لوئ خلاصون
1په دې وجه مونږ له په کار دى چې په هغه څۀ ډېر غور وکړُو څۀ چې مونږ واورېدل، نو هسې نه چې مونږ د دې نه لرې لاړ شُو او ونۀ ښوئيږو. 2ځکه کوم کلام چې د فرښتو په وسيله ورکړے شوے وو هغه قائم پاتې شو او هرې خطا او نافرمانۍ ته ټيک سزا مِلاو شوه، 3نو مونږ څنګه د سزا نه بچ کېدے شُو کۀ مونږ د دې لوئ خلاصون نه بې‌پرواه شُو، د کوم چې اول مالِک اعلان وکړو او بيا هغه خلقو وکړو چا چې هغه واورېدلو؟ 4خُدائ پاک هم د خپلو نښو، عجيبه کارونو او قِسما قِسم معجزو په کولو او د خپلې مرضۍ په مطابق د روحُ القُدس د نعمتونو په ويشلو د هغې تصديق وکړو.
د خلاصون بانى
5نو خُدائ پاک هغه راتلونکې دُنيا چې مونږ يې بيان کوُو د فرښتو تابع نۀ کړه. 6بلکې په صحيفو کښې يو ځائ وئيل شوى دى چې، ”انسان څۀ وى چې تۀ پرې نظر ساتې، نو بنيادم څۀ وى چې تۀ يې خيال ساتې؟ 7تا هغه د فرښتو نه لږ کم کړے دے او ورته دې د جلال او عزت تاج ورپه سر کړے دے. 8او تا په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے او هر څۀ دې د هغۀ د پښو لاندې کړى دى.“ نو چې خُدائ پاک ټول څيزونه د هغوئ تابع کړل نو هغۀ هيڅ څيز داسې پرې نۀ ښودلو چې هغه يې د هغۀ تابع کړے نۀ وى، خو مونږ تر اوسه ټول څيزونه د هغۀ تابع نۀ وينو. 9خو مونږ عيسىٰ ګورو، څوک چې د لږ وخت دپاره د فرښتو نه کم کړے شو، خو اوس د مرګ د تکليف تېرولو په وسيله هغۀ ته د جلال او عزت تاج په سر شو، او داسې د خُدائ پاک په فضل هغۀ د ټولو دپاره مرګ وزغملو. 10نو خُدائ پاک دا ټول څيزونه د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى او د هغۀ په وسيله پېدا شوى دى، نو هغۀ دا مناسب وګڼل چې ډېر زامن په جلال کښې داخل کړى، نو چې د تکليفونو په وسيله د خلاصون بانى کامِل کړى. 11ځکه هغه څوک چې پاکوونکے دے او هغوئ څوک چې پاکيږى د ټولو پلار يو دے، نو په هم دې وجه عيسىٰ هغوئ ته په ورور او خور وئيلو نۀ شرميږى. 12نو هغه فرمائى چې، ”زۀ به خپلو خلقو ته ستا د نوم لوئى بيان کړم، ستا ثناء صِفت به زۀ د جماعت په مينځ کښې وکړم.“ 13او بيا دا چې، ”زۀ به په هغۀ باور وکړم.“ او، ”ګوره، زۀ د هغه بچو سره دلته موجود يم چې خُدائ پاک ما ته راکړى دى.“ 14بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى 15او هغوئ آزاد کړى څوک چې ټول عُمر د مرګ د يرې په غلامۍ کښې ګرفتار وُو. 16ځکه چې په حقيقت کښې هغه د فرښتو دپاره نه، بلکې د اِبراهيم د نسل مدد دپاره راغلو. 17هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى. 18ځکه چې هغه په خپله په تکليفونو کښې وآزمائيلے شو نو هغه د دې قابل دے چې د هغوئ مدد وکړى څوک چې آزمائيلے کيږى.

Currently Selected:

عبرانيان 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy