حجى 8:1-9
حجى 8:1-9 PYPB
بره غر ته لاړ شئ او لرګى ترې لاندې راوړئ، او زما کور جوړ کړئ، نو چې زۀ پرې خوشحاله شم او عزتمند شم، مالِک خُدائ داسې فرمائى. تاسو د ډېرو په طمع وئ، خو وګورئ، دا لږ وختل. تاسو چې کور ته څۀ راوړل، هغه ما په هوا کښې والوځول. ولې؟ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زما د کور په وجه چې ګډوډ پروت دے، او تاسو ټول په خپلو کورونو جوړولو کښې مصروف يئ.