YouVersion Logo
Search Icon

حبقُوق ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
د حضرت حبقُوق نبى پېغام د هغوئ دپاره د حوصلې باعث دے څوک چې په ايماندارۍ سره او د زړۀ نه د خُدائ پاک تلاش کوى، او د هغوئ دپاره څوک چې په معاشره کښې د بدۍ په حقله پرېشانه دى نو په دې کښې هغوئ سره خُدائ پاک لوظ کوى چې هغه به په خپل وخت او په خپلې طريقې سره اِنصاف کوى. خُدائ پاک يوه منصوبه لرى او هغه هيڅکله ګناه نۀ نظر انداز کوى. يوه ورځ به حساب کِتاب کيږى او د بابل په شان بدعمله قوم به هم د خُدائ پاک د مقصد دپاره استعمال شى. په دوېم باب او څلورم آيت کښې ليکلى دى چې، صادقان به په خُدائ د خپلې ايماندارۍ په وجه ژوندى پاتې شى. دا يو زبردست لوظ دے چې حضرت حبقُوق نبى يې کوى، او د دې دعوىٰ ټول مؤمنان د خپل اذيت او مصيبت په وخت کښې کولے شى. د حفظ کولو دپاره ۳‏:_۱۹ آيت ”قادر مطلق خُدائ زما طاقت دے. هغه زما پښې لکه د هوسۍ د پښو په شان کوى، هغه ما د دې جوګه کوى چې په اوچتو ځايونو وګرځم.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy