YouVersion Logo
Search Icon

حبقُوق 3

3
درېم باب
د حضرت حبقُوق دُعا
1د حبقُوق پېغمبر دُعا. 2اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د شُهرت نه خبر يم، ستا د عجيبه کارونو په وجه زۀ په يره کښې يم، اے مالِکه خُدايه. زمونږ د ژوند په ورځو کښې خپل کار تازه کړه، زمونږ په وخت کښې هغه دوباره څرګند کړه. او په خپله غصه کښې دې رحم ياد ساته. 3خُدائ پاک د تيمان نه راروان دے، د فاران د غرونو نه هغه مقدس ذات راروان دے. ‎د هغۀ د شان او شوکت نه آسمانونه ډک شوى دى او د هغۀ ثناء صِفت زمکه ډکه کړې ده. 4د هغۀ شان او شوکت لکه د راختونکى نمر په شان وو، او د هغۀ د لاس نه رڼاګانې ځلېدلې، په کوم کښې چې د هغۀ قدرت پټ انغښتے وو. 5وبا د هغۀ نه مخکښې لاړه، او طاعون د هغۀ قدمونو پسې وو. 6هغه چې ودرېدو، او زمکه يې خوځوله، هغۀ کتل او قومونه يې لړزول. پخوانى غرونه ذرې ذرې کېدل، او د ډيرې زمانې غونډۍ راغورزېدلې. د شروع نه د هغۀ تلل داسې دى. 7ما د کوشن د خلقو خېمې په مصيبت کښې وليدلې، د ميديانيانو د اوسېدو ځائ په تکليف کښې. 8آيا تۀ سيندونو ته غصه وې، اے مالِکه خُدايه؟ ولې ستا قهر د نِهرونو خلاف وو؟ ولې تۀ د سمندر خلاف غصه وې کله چې تۀ په خپلو آسونو او د فتحې په جنګى ګاډو سور وې؟ 9تا خپله لينده راښکاره کړه، تا د ډېرو غشو دپاره آواز وکړو. تا دريابونو سره زمکه په مينځ دوه کړه. 10غرونو تۀ وليدلې او ولړزېدل، د اوبو سېلابونه وبهېدل، ژورو اوبو شور جوړ کړو، او خپلې چپې يې اوچتې کړې. 11او څنګه چې ستا د نېزې ځلا وپړقېدله او ستا د ويشتلے شوو غشو رڼا ته، په آسمان کښې نمر او سپوږمۍ په خپل ځائ ودرېدل. 12په غصه کښې تۀ په زمکه وګرځېدلې، او په قهر کښې تا قومونه چخڼى کړل. 13تۀ د خپلو خلقو بچ کولو دپاره بهر راغلې، چې خپل غوره کړے شوى بچ کړې. تا د بدعمله وطن مشر چخڼى کړل، تا هغوئ د سر نه تر پښو پورې بربنډ کړل. 14هغوئ د خوشحالۍ نه داسې چغې وهلې لکه چې غريبانان يې د څۀ مخالفت نه بغېر لوټ کړل. تا په خپلو نېزو د هغوئ سرونه مات کړل کله چې د هغۀ جنګيالو زمونږ د تس نس کولو دپاره په مونږ حمله وکړه. 15تا سمندر د خپلو آسونو د پښو لاندې کړو، زورَورې اوبۀ دې په تاوېدو کړې. 16ما واورېدل او زړۀ مې په رپېدو شو، زما شونډې په هغه آواز سره په رپېدو شوې، زما هډُوکى وراستۀ شول، او زما پښې په لړزېدو شوې. تر اوسه زۀ د مصيبت د هغه ورځې په صبر سره انتظار کوم چې په هغه قوم به راشى څوک چې په مونږ حمله کوى. 17اګر کۀ د اينځرو ونه غوټۍ نۀ کوى او د انګورو په بوټو کښې انګور نشته، اګر کۀ د زيتُونو فصل ناکام شى او پټى غله نۀ پېدا کوى، اګر کۀ په شپول کښې ګډې نشته او څاروى په پنډال کښې نشته، 18خو بيا هم به زۀ په مالِک خُدائ خوشحاله شم. زۀ به په خُدائ پاک په خپل خلاصونکى خوشحاله شم. 19قادر مطلق خُدائ زما طاقت دے. هغه زما پښې لکه د هوسۍ د پښو په شان کوى، هغه ما د دې جوګه کوى چې په اوچتو ځايونو وګرځم. دا دُعا د موسيقۍ د مشر دپاره ده چې د رباب د تارونو سره ده.

Currently Selected:

حبقُوق 3: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in